ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اشرف غني:دتلپاتې سولې په پروسه کې پاکستان ځانګړی رول لوبولی شي

دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي پاکستان افغانستان کې د تلپاتې سولې پروسې په ملاتړ کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځکه چې دا هغه هیواد دی چې د سولې د ناکامې پروسې ناوړه پایلو سره مخ دی.

05.03.2021 ډیوه

دپاکستان تر ټولو ستره صوبه بلوچستان کې 60 فیصدي ماشومان له اسکولونو بهر دي

دبیلابیلو رپورټونو اؤ نظر پوښتنو په اساس مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو سترې صوبې بلوچستان کې دا مهال د تعلیم کچه یوازې 40 فیصدي ده چې دا دهیواد د نورو ټولو صوبو په پرتله ټيټه ده.

05.03.2021 ډیوه

دچا خوشحالولو دپاره ائین اؤ قانون څخه نه شو تېریدلی،دعمران خان نېوکو ته دالیکشن کمیشن ځواب

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دسینیټ ترسره شوؤ ټاکنو نه وروسته د وزیراعظم عمران خان اؤ نورو حکومتي وزیرانو نېوکو باندې خفګان ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې دټولټاکنو کمیشن دچا دخوشحالولو دپاره ائین اؤ قانون له پامه نه شي غورځولی.

05.03.2021 ډیوه

د افغانستان ملي موزیم غني شو 

د افغانستان ملي موزیم ته په زرګونو لرغوني اثار ولېږدېدل. د ننګرهار میمله بڼ رغاونه غواړي. د نړۍ مشهور اثر د ان فرانک خاطرات پښتو ته وژباړل شول. دا او یو شمېر نور په زړه پورې مطالب دلته له دې لینک نه اورېدلی شئ:  

05.03.2021 ازادي راډیو

په خېبرپښتونخوا کې د صحت د محکمې څومره کارکوونکي د کرونا ويکسين لګوي؟

په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو لړۍ د روان کال د فرورۍ د دريمې نېټې نه پېل شوې چې پکې په لومړي پړاو کې د صحت کار کوونکو ته ويکسين لګول کيږي او په دويم پړاو کې ويل شوي د 60 کالو نه سېوا د پاخه عمر کسانو ته به ويکسين لګول کيږي.

05.03.2021 ډیوه

امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي

د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ میرمن جل بایډن د مارچ اتمې په مناسبت د ۲۰۲۱ د زړورو مېرمنو جایزه د اوه وژل شویو افغان مېرمنو په نوم کوي.

05.03.2021 امریکا غږ

له یو کلن ځنډ وروسته بیا کابل کې د اوزلوبې سیالۍ پیل شوې

د یوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د اوزلوبې لیګ دویم پراړو نن کابل کې پیل شو. دغه لیګ تېر کال هم پلازمېنه کابل کې پیل شوی و خو د کرونا ویروس خورېدل یې لوبې په نیمه کې وردرولې.

05.03.2021 امریکا غږ

په شمالي وزيرستان کې په کال 2007 کې د بې درکه شوي تن هډوکي ترلاسه شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د يو داسې تن هډوکي ترلاسه شوي چې زوی یې دعوه کوي چې په کال 2007 کې بې درکه شوی وو.

05.03.2021 ډیوه

جرمني: له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتیرو د وتلو مخه ونیسئ

جرمني وایي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتیرو د وتلو مخه ونیسي.

05.03.2021 امریکا غږ

د پاکستان د کرکټ سوپرلیګ 'پي.اېس.اېل' لوبې وځنډېدې

پاکستاني چارواکو د کرکټ د سوپر لیګ لوبو د ځنډولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د یو شمېر لوبډلو د غړو او کار کوونکو د کرونا ټېسټ مثبت راووت. د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې د بورډ پر رسمي وېب پاڼه خپرېده دا اعلان وکړ: "دا اوس زموږ او د دې لوبو د امتیاز د خاوندانو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده. نو ځکه موږ پرېکړه وکړه چې دا لوبې وځنډوو. موږ حالاتو ته ګورو او هیله من یو چې دا لوبې به په راتلونکي کې ترسره کړو." وسیم خان وویل، ټول ۷ کسان چې شپږ لوبغاړي او یو د کرکټ بورډ چارواکی دی، په کووېد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. د پاکستان د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې د یوه اسټرالیايي لوبغاړي په ګډون د درېیو لوبغاړو ټېسټونه د سې شنبې په ورځ او د درېیو لوبغاړو او د کرکټ بورډ د یوه کار کوونکي ټېسټونه د چهارشنبې په ورځ مثبت وختل. وسیم خان وویل چې دا اقدام د لوبغاړو د روغتیا او ښېګڼې لپاره ضروري و. کرکټ بورډ وايي، اوس مهال د دوی تمرکز پر دې دی چې د لیګ د شپږو ګډونوالو لوبډلو روغتیا، دوهم ځل ټېسټونه، واکسین او د قرنطین ځای یقیني کړي. د پاکستان د سوپر لیګ ' PSL ' لوبې د ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې هم په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله پای ته ونه رسېدې. د دې لیګ سږنۍ لوبې چې شااوخوا دېرشو بهرنیو لوبغاړو برخه په کې لرله، د فبروري په شلمه په کراچۍ ښار کې پیل شوې او ټولې ۱۴ لوبې په کې وشوې. د کرکټ د وتلو ستورو راشدخان او محمدنبي په ګډون د افغانستان پنځه لوبغاړي هم د دې لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې شامل وو. ازادي راډیو د افغان لوبغاړو د روغتیايي وضعیت په اړه د مالوماتو لپاره د افغانستان له کرکټ بورډ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه. په پاکستان کې د کووېد- ۱۹ ناروغۍ څه باندې ۵۸۵ زره مثبت موارد ثبت شوي او له دې کبله د ۱۳ زره کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

05.03.2021 ازادي راډیو

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

04.03.2021 امریکا غږ

څنګه یو ۱۰ ثانیې ویدیو په ۶.۶ میلیون ډالره خرڅه شوه؟

د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د امریکا د فلوریډاپه ښار کې میشت کلکسیونر پابلو رودریګوز فرایلي، ۶۷ زره ډالر په یو ویدیویي هنري اثرولګولې چې هغه په انټرنیټ کې په وړیا توګه نندارې ته وړاندې کړي، خو دغه لنډه ویدیو تیره اونۍ په ۶.۶ میلیون ډالرو خرڅه شوه. 

04.03.2021 امریکا غږ

د پاکستان د سوپر لیګ کرکټ سیالۍ وځنډیدې

د پاکستان د سوپر لیګ تجارتي لوبو مسؤلین وایي د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له وجې دا لوبې ځنډيدلي دي.

04.03.2021 امریکا غږ

داعش ویلي په چسپکي بم یې افغان ډاکټره وژلې 

په جلال اباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تشدد په اړه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د افغان مامورینو له قوله وویل چې نښلېدونکی بم په هغې رکشې پورې لګول شوی وو چې ښځینه ډاکټره پکې ناسته وه

04.03.2021 ډیوه

پولیسو د امریکا کانګرس ودانۍ ته د نوي ګواښ په وجه امنیتي تدابیر ډیر کړي

پولیسو د امریکا کانګریس ودانۍ سره نږدې د ګواښونو له وجې امنیتي تدابیر ډیر کړي

04.03.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more