شاته

اشرف غني:دتلپاتې سولې په پروسه کې پاکستان ځانګړی رول لوبولی شي

دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي پاکستان افغانستان کې د تلپاتې سولې پروسې په ملاتړ کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځکه چې دا هغه هیواد دی چې د سولې د ناکامې پروسې ناوړه پایلو سره مخ دی.

هغه وایي افغانستان د تیرو 42 کلونو راهسې د سولې له اساسي حقه محروم دی اؤ په دې هیواد کې د روانو جګړو جګړو ختمولو او د اوربند ټینګولو په چاره کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو مهم رول لوبولی شي.

اشرف اشرف غني دا خبرې د ایکو سازمان په غونډه کې کړې دي اؤ ویلي یې دي اوس هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې روان دا تاوتریخوالی ختم شي چې افغانستان یې په وژنځای بدل کړی دی.

د ایکو سازمان د افغانستان، ایران، پآکستان، تاجکستان او ترکیې په ګډون لس غړي لري چې 14مه سرمشریزه غونډه یې تیره ورځ ماذیګر په انلاین ډول جوړه شوې شوه.

ښاغلي غني دې غونډې ته د وینا پرمهال دجګړو ختمولو او د اوربند ټینګولو په چاره کې د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو رول مهم وباله او وئ ویل چې له یو پراخ اوربند څخه ستاسو یو داسې ملاتړ چې په دوحه کې روانې خبرې چټکې کړي،ډېر اړین دی.

ولسمشر غني وویل چې د راتلونکي ولسمشر د انتخاب لپاره په نړیواله کچه اداره او نظارت شوی او ټاکنې د اساسي قانون د دوام او بدلون د تضمین کولو لپاره مهم معیارونه دي.

هغه په ایکو سازمان غږ وکړو چې د افغانستان راتلونکي خوندي کولو لپاره نړیوالې او سیمه ایزو تضمینونو د خوندي کولو لپاره ستاسو ملاتړ ته اړتیا ده.

اشرف غني وایي "د افغانستان خلک له 42 کلونو را پدېخوا دسولې له اساسي حق څخه بې برخې شوي دي او اوس هغه وخت راغلی دی چې دا تاوتریخوالی چې زموږ هېواد یې په یوه وژنځای اړولی پای ته ورسېږي"

اشرف غني زیاتوي "پاکستان د تلپاتې سولې پروسې په ملاتړ کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځکه چې دا هغه هیواد دی چې د سولې د ناکامې پروسې ناوړه پایلو سره مخ دی"

دهغه په وینا "موږ د افغانستان خلک او دولت او زموږ نړیوال ملګري د سولې رامینځته کولو لپاره بیړنی او ریښتینی احساس لرو"

هغه وویل، افغانستان د امنیت،سوکالۍ،ثبات او سیمه ایزې همکارۍ لپاره د آسیا د موافقې لپاره خپل رول ادا کړی دی چې د سیاسي هوکړه لیک له لارې عادلانه او تل پاتې سوله رامینځته کړو او د یو خپلواک ، دموکراتیک او متحد افغانستان په توګه پاتې شو.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره ورځ د قطر پلازمېنه دوحې ته رسیدلی دی چې هلته د دواړو غاړو مذاکراتي ټیمونه سره د سولې په راتلونکو پړاؤنو وغږيږي.

په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي چې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې کتلي دي او د سولې خبرو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه یې ورسره خبرې شوي چې په وینا یې ګټورې وې.

مېرمن کوفي تیره ورځ پر خپل ټویټر ولیکل چې په دې کتنه کې یو ځل بیا د سولې یو تړون ته د رسېدو په صورت کې د ښځو او نوي نسل د ونډې پر اهمیت ټینګار وشو.

ښاغلی خلیلزاد تیره ورځ په داسې مهال دوحې تللی چې له دې مخکې یې په کابل کې له افغان چارواکو او له حکومته وتلو سیاسي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه ناستې کړې وې.

خلیلزاد د 2020 میلادي کال په فبروري میاشت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره افغانستان ته د سولې راوستو موافقه لاسلیک کړې ده، خو پر دې موافقې د یوه کال تېرېدو وروسته هم په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

تېرکال دفرورۍ میاشت کې په دوحه کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دشوې دې موافقې وروسته په افغانستان کې جګړو او هدفي وژنو زور اخستی او د تاوتریخوالی کچه ورځ تر بلې پورته روانه ده