پاکستان کې کرونا نور 54 تنه مړه کړي
په پاکستان کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس څخه نور 54 تنه مړه شوي او نور 1353 کسان په دې رنځ اخته شوي دي.
'د غزني د دهیک ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی'
افغان امنیتي چارواکي وايي، د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرحمن فاتح د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
فضل الرحمان: د حکومت پرضد د پي ډي اېم قافلې به 30 مارچ ته اسلام اباد ته غونډيږي
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه 11 ګوندونو جوړ غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) وايي په 26 مارچ به د ټول ملک څخه قافلې د اسلام اباد په لور روانيږي او 30 مارچ ته به اسلام اباد ته غونډيږي.
خلیلزاد او میلر له باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر د پاکستان له لوی درستیز سره خبرې کړي.
د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی
د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د پکتیا د ښځو چارو ریاست وایي، د تېرکال پرتله سږکال له دوی سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې زیاتوالی راغلی. په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل وویل چې د دې پېښو د ثبت د زیاتیدو یو لامل د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی دی چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ولایت رسمي ادارو ته تګ زیات کړی. نوموړې وايي، د نورو ادارو پرته یوازې له ښځو چارو ریاست سره په تېرکال کې رسمي اته پېښې ثبت شوي، خو سږکال یې شمېر تر لسو رسیدلی او په خبره یې لسګونه نورې پېښې یې په غیر رسمي ډول حل او فصل کړي دي. وهل ټکول، د خوښې پرته په زور ودونه، لوړ ولور، په کم عمر کې د نجونو ودول، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، د میراث او مالکیت حق نه ورکول، په چارو کې د ښځو نظر نه اخېستل او د تاوتریخوالي یو شمېر نور هغه ډولونه دي چې پکتیا کې دا مهال نجونې او مېرمنې ورسره مخامخې دي. کلتوري او امنیتي ستونزې او د عامه پوهاوي کموالی په پکتیا کې هغه ستونزې بلل کېږي چې لاهم ګڼې نجونې او مېرمنې په کې له خپلو حقونو بې برخې دي. د یادونې وړ ده چې پکتیا کې د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په موخه د جوړې شوې غونډې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د نجونو دا کار چې د هېواد د ملي بیرغ ټکري یې په سر دي، ډېر ستایل شوی.
په افغانستان او پاکستان کې پښتنې مېرمنې ولې په هدف کېږي؟
پر ښځو د بریدونو دا لړۍ نه یوازې په افغانستان کې روانه بلکې په دې وروستیو کې د افغانستان پولې سره نژدې د پاکستان په خېبر پښتونونخوا صوبه کې هم هدفي وژنې ډېرې شوي او دا وژنې یو بل ته ډیر ورته والی هم لري
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
په میانمار کې د خواریکښو تنظیمونو د پوځي کودتا په ضد کاربندیز شروع کړو
میانمار کې د فیبرورۍ له لومړۍ نېټي څخه وضع له هغه ورسته خرابه شوه کله چې پوځ هلته ولسي حکومت را وپړزاوه او د آنګ سان سوچي په ګډون یې د نیشنل لیګ یو شمېر مشران بندیان کړل
میګن د برتانیا شاهي کورنۍ په نژادي تبعیض تورنه کړه
د برتانیا د شهزاده ویلیم هاري ښځې میګن د بریتانیا شاهي کورنۍ په نژادي توپیر او تبعیضي چلند تورنه کړه.
اسټرالیا په لومړي ځل د کرکټ د یوې لوبغاړې مجسمه جوړوي
په اسټرالیا کې له لوبې سره د مینې له کبله د سپورټ د یو شمیر مشهورو شخصیتونو مجسمې جوړې شوې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د نندارې لپاره اېښودل شوي دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستاني پوځي مشر جنرل باجوه سره ولیدل
د پاکستان د پوځ مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په خپله وېب پاڼه وویل په افغانستان کې د امن په اړه دواړو خواو په افغانستان کې مفاهمت په موجوده بهیر، د سیمې د ثبات او د دوه اړخیزو مفادات په موضوعاتو خبرې وکړې
د برطانيي د شهزاده مېرمن په شاهي کورنۍ د نسلي تعصب الزام پورې کړی
شهزاده هېرې او مېګن مرکېل د اتوار، یکشبنې، په ورځ د امریکې په سي بي اېس ټیلي وېژن خپرې شوي مرکې کې د وتلې هنرمندې اوفرا وېنفري سره د خپل ژوند او شاهي کورنۍ په حقله په تفصیل سره خبرې کړي