شاته

امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي

د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ مېرمن جل بایډن د مارچ اتمې په مناسبت اوو وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کلنۍ جایزه ورکوي.

کابل کې د دغه هېواد د سفارت په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې دغه جایزې د دې لپاره د دغو مېرمنو په نوم کیږي چې "د خپل ژوند لویه برخه یې افغانانو ته د هوسا ژوند برابرولو کې زیار باسلی دی."

په خپور شوي لست کې د انعکاس تلویزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنرال شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي چې هدفي وژنو د نارینه وو په شمول له ښځینه فعالینو هم قرباني اخلي.

په روانه اونۍ کې د ننګرهار جلال آباد ښار کې د انعکاس تلویزیون درې نورې کارکوونکې هم ووژل شوي.

دغې پېښې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول. تر دې دمه هېڅ ډلې د پېښې مسولیت نه دی منلی. حکومت وسله وال طالبان ګرم بولي خو طالب بیا دغه ادعا رد کړې.

د ۲۰۲۱ کال د زړورو مېرمنو جایزه د نړۍ په کچه د یو شمېر نورو هېوادونو فعالو مېرمنو ته هم ورکړل کیږي.