شاته

د پاکستان د کرکټ سوپرلیګ 'پي.اېس.اېل' لوبې وځنډېدې

پاکستاني چارواکو د کرکټ د سوپر لیګ لوبو د ځنډولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د یو شمېر لوبډلو د غړو او کار کوونکو د کرونا ټېسټ مثبت راووت.

د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې د بورډ پر رسمي وېب پاڼه خپرېده دا اعلان وکړ: "دا اوس زموږ او د دې لوبو د امتیاز د خاوندانو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده. نو ځکه موږ پرېکړه وکړه چې دا لوبې وځنډوو. موږ حالاتو ته ګورو او هیله من یو چې دا لوبې به په راتلونکي کې ترسره کړو."

وسیم خان وویل، ټول ۷ کسان چې شپږ لوبغاړي او یو د کرکټ بورډ چارواکی دی، په کووېد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې د یوه اسټرالیايي لوبغاړي په ګډون د درېیو لوبغاړو ټېسټونه د سې شنبې په ورځ او د درېیو لوبغاړو او د کرکټ بورډ د یوه کار کوونکي ټېسټونه د چهارشنبې په ورځ مثبت وختل.

وسیم خان وویل چې دا اقدام د لوبغاړو د روغتیا او ښېګڼې لپاره ضروري و.

کرکټ بورډ وايي، اوس مهال د دوی تمرکز پر دې دی چې د لیګ د شپږو ګډونوالو لوبډلو روغتیا، دوهم ځل ټېسټونه، واکسین او د قرنطین ځای یقیني کړي.

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د سوپر لیګ ' PSL ' لوبې د ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې هم په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله پای ته ونه رسېدې. د دې لیګ سږنۍ لوبې چې شااوخوا دېرشو بهرنیو لوبغاړو برخه په کې لرله، د فبروري په شلمه په کراچۍ ښار کې پیل شوې او ټولې ۱۴ لوبې په کې وشوې.

د کرکټ د وتلو ستورو راشدخان او محمدنبي په ګډون د افغانستان پنځه لوبغاړي هم د دې لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې شامل وو.

ازادي راډیو د افغان لوبغاړو د روغتیايي وضعیت په اړه د مالوماتو لپاره د افغانستان له کرکټ بورډ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

په پاکستان کې د کووېد- ۱۹ ناروغۍ څه باندې ۵۸۵ زره مثبت موارد ثبت شوي او له دې کبله د ۱۳ زره کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.