شاته

په شمالي وزيرستان کې په کال 2007 کې د بې درکه شوي تن هډوکي ترلاسه شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د يو داسې تن هډوکي ترلاسه شوي چې زوی یې دعوه کوي چې په کال 2007 کې بې درکه شوی وو.

د شمالي وزيرستان د رزمک سب ډويژن پولیس وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړې چې په ګړيوم علاقه کې د يو سړک په جوړېدو کار روان وو او هلته هډوکي ترلاسه شوي، چې ورسره د پلاسټک په تېلۍ کې شناختي کارډ او څو روپۍ هم وې.

پوليس وايي په شناختي کارډ محمدسلام نوم ليکل شوی دی او په شناختي کارډ جوړ عکس کې ليدل کيږي چې دغه تن سپين ږيری دی.

يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط وويل، د دغه تن زوی ورغلی او پېژندګليو يې کړې چې دغه شناختي کارډ يې د پلار دی او په 2007 کال کې بې درکه شوی وو.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2007 د تحریک طالبان پاکستان سره د اريانه، عليم خان او ګل بهادر په نوم ډلو فعاليت درلود.

ځايي خلک وايي په شمالي وزيرستان کې به هغه وخت کله نا کله په مختلفو علاقو کې پوځي عمليات کېده. خو دغلته بيا په کال 2014م کې د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات ترسره شوي وو.

د شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو څخه د لکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي او بيا پوځي او حکومتي چارواکو دعوه کړې چې علاقه يې د وسله والو تندلارو څخه پاکه کړې او د علاقې نه کډه شوي زيات خلک بيرته ستانه کړی شوي دي.

خو په شمالي وزيرستان کې بیا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي، په پوځ او نورو او امنيتي ادارو په سرتيرو بريدونه، بمي چاودنې او د ځايي خلکو هدفي وژنې هم کيږي.

د شمالي وزيرستان څخه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب او په جنوبي وزيرستان کې د راه نجات په نوم عمليات وشو خو نوموړی تور لګوي چې په سيمه کې په ترسره شوو عملياتو کې زيات تاوان ځايي خلکو ته اوښتی نور څه نه دي شوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په سيمه کې که چرته د چا د وژنې پېښه کيږي نو اوس پوليس يواځې د نامالومه تن په نوم مقدمه درج کړي د دې سېوا هيڅ نه کيږي، او زياته يې کړه هغه د سيمې د بدامنۍ خبره په پارلیمان کې هم راپورته کړې خو هلته ورته هم کوم مطمين ځواب نه دی ويل شوی.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز د شمېرو ترمخه روان کال د جنورۍ مياشت کې په قبايلي ضلعو کې 31 بريدونه شوي دي چې پکې 12 عسکر وژل شوي او لس ژوبل شوي دي او په دغه مياشت کې نهه عام وګړي وژل شوي وو.

د فرورۍ په مياشت کې هم په بريدونو کې د 15 نه زيات عسکر وژل شوې او څونور ژوبل شوي هم وو او په دغه مياشت کې هم د 17 نه زیات عام وګړي وژل شوي او نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو وروسته په 22 فرورۍ 2017 کې د ردالفساد په نوم په ټول ملک کې هدفي عمليات پېل کړي وو.

تيره مياشت په 22 فرورۍ (2021) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کالو پوره کېدو خبريالانو ته د دغو عملياتو احوال وړاندې کړی وو.

هغه ويلي وو په تيرو څلورو کلونو کې د کال 2017م نه تراسه پورې د نيشنل اېکشن پلان (ملي کاري پلان ) لاندې په ردالفساد عملياتو کې په ټول ملک کې د استخباراتو په اساس د درېو لکو 75 زرو نه زيات عملیات ترسره شوي دي. په دې کې ځينې مهم عملیات شوي او د ترهګرو ډېر بريدونه شنډ شوي او ځالې يې ختم کړی شوي دي.

د نوموړي په وېنا په څلور کلونو کې 353 ترهګر وژل شوي دي. د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار 84 فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 43 فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی 497 پوستې جوړې کړی شوې دي.

د پوځ زياته کړې وه، په قبايلو علاقو کې په ردالفساد کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ ویاند ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​