دسینیټ ټاکنو کې واکمن ګوند ته سخته ضربه،داسلام اباد مهمه څوکۍ ترې اپوزیشن وګټله
پاکستان کې دسینیټ په ۳۷څوکیو ترسره شوؤ ټاکنو کې واکمن ګوند تحریک انصاف ته سخته ضربه رسېدلې اؤ دحکومت دپاره تر ټولو مهمه داسلام اباد څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم کاندید یوسف رضا ګیلاني ګټلې ده .
بایډن: تر می میاشتې به ټولو بالغو امریکایانو ته واکسین ورسیږي
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، ویلي دي چې د روان کال د می میاشتې تر پایه به د کروناویروس ضد دومره واکسین ولرو چې ټول بالغ امریکایان واکسین شي.
د پولیو کارکوونکو په کار د بحالۍ دپاره احتجاج شروع کړی
احتجاج کونکي وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې یي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند هم ورکړی دی، د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو هغه خلک یې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو قانع کړي دي چې مخکې انکاریان وو
د اېف بي آی مشر: په کانګرس کې د جنوري د شپږمې نېټې بلوا، داخلي ترهګري وه
د اېف بي آی مشر کرېسټفر رې وایِي د جنوري په ۶مه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا په کانګرس یرغل کړی و او غوښتل یې په انتخاباتو کې د جو بایډن د کامیابۍ د تصدیق مخه ونیسي، هغه داخلي ترهګري وه.
عراق کې د ایتلافي ځواکونو پر اډه د توغندیو برید شوی
په عراق کې د امریکا پر مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳ (کب ۱۳) وویل چې د عراق په یوې پوځي اډې چې ایتلافي ځواکونه په کې دیره دي، د توغندیو برید شوی.
دپاکستان دسینیټ ټاکنو کې د ورکړل شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده
د پاکستان د سینټ د ۴۸ څوکیو څخه پہ ۳۷ څوکیو د ټاکنو عمل سرته رسېدلی اؤ دا مهال دغو ټاکنو کې د ورکړل شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده.
پاکستان وايي ترکي سره مال به د مال ګاډی تګ راتک نهه کاله پس بیا شروع شي
د پاکسان وزیراعظم عمران خان د تجارت او سرمایه کارۍ مشیر عبدالرزاق داود د ترکي او پاکستان د رېل ګاډۍ د بحالېدو د اعلان په لړ کې وویل د استنبول-تهران-اسلام اباد رېل به د یوې مخې سفر په ۱۲ ورځو کې پوره کوي او ۷۵۰ مېټرک ټن تجارتي سامان به وړي
افغانستان کې د مشارکتي حکومت په جوړولو بحث
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو جیګپوړی چارواکی وايي چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره یې له افغان چارواکو سره په افغانستان کې د مشارکتي حکومت د جوړولو په ګډون په یو شمیر نورو لارو چارو باندې هم خبرې کړې دي.
د مېرمنو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې په خبریالانو حملې غندلي
په افغانستان کې د خبریالانو د تحفظ دپاره دغه غږ په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په هېواد کې د مدني فعالانو او خبریالانو په ضد د هدفي حملو په لړۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ورستۍ حمله کې نامعلومه مسلح کسانو په ننګرهار ولایت کې د انعکاس ټېلې وژن درې ښځې کارکوونکې وژلې
ایا درېوؤ میاشتو کې به پاکستان دایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه د وتلو جوګه شي؟
څېړونکي وایي د ترهګرۍ دمالي سرچینو وچولو اؤ په ناقانونه توګه دپیسو په لېږد دڅار نړیوالې ادار(ایف ای ټي ایف)چې د خړ نه نوملړ نه د وتلو دپاره پاکستان ته دکومو درېوؤ نکتو عملي کولو وینا کړې ده په هغې عمل دپاکستان دپاره دومره زر ممکن نه دی.
هرات کې کمانډو ځواکونو دطالبانو زندان څخه ګڼ شمېر افغان سرتیري اؤ دولتي مامورین ایله کړي
دافغانستان ددفاع وزارت وایي افغان کمانډو ځواکونو هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی اؤ دهغې څخه یې ګڼ شمیر افغان سرتیري اؤ دولتي مامور را ایله کړي دي.
محب:که طالبان سنګر معلوم کړي، افغان ځواکونه په 'اسانۍ' جګړه ګټلی شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې طالبانو په افغانستان کې د غیر نظامیانو وژلو ته دوام ورکړی او دغه ډله هیڅ اصولو ته وفاداره نه ده.
دیو شواروز په مهال پاکستان کې ۷۵کسان په کرونا وایرس مړه شوي
پاکستان کې د کرونا وایرس په څار بوختې دولتي ادارې ویلي د تېر یو شواروز په مهال ددغه هیواد بیلابیلو برخو کې نور ۷۵کسان دکرونا وایرس له امله مړه شوي دي اؤ ۱۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.
سټېټ بېنک: په ملک کې د شخصي قرضو اخستل سېوا شوي، خو د پښتونخوا شرح پکې د نشت برابر ده
د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) ویلي چې د روان مالي کال په لومړو اته مياشتو کې د کمرشل يا کاروباري بېنکونو څخه په شخصي توګه 352 اربه روپۍ قرض اخستل شوي خو د خېبرپښتونخو کاروباریان وايي چې دوی په قرضو اخستو کې د مشکلاتو سره مخ دي او دوی ته د نشت برابر قرضې ترلاسه شوي دي.
جنرل باجوه: په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پراخه امن راغلی
د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاوېد باجوه د نهې/ سه شنبې په ورځ (دوېم مارچ) د شمالي او جنوبي وزیرستان قبایلي ضلعو سفر کړی او ويلي يې دي په سيمه کې په پراخه کچه امن بيرته راغلی دی.