شاته

سټېټ بېنک: په ملک کې د شخصي قرضو اخستل سېوا شوي، خو د پښتونخوا شرح پکې د نشت برابر ده

د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) ویلي چې د روان مالي کال په لومړو اته مياشتو کې د کمرشل يا کاروباري بېنکونو څخه په شخصي توګه 352 اربه روپۍ قرض اخستل شوي خو د خېبرپښتونخو کاروباریان وايي چې دوی په قرضو اخستو کې د مشکلاتو سره مخ دي او دوی ته د نشت برابر قرضې ترلاسه شوي دي.

مرکزي بېنک ويلي د روان مالي کال 2021 په اته میاشتو کې اخستل شوې قرضې د تير کال په پرتله 80.5 فيصده سېوا شوي دي، په تير کال کې په دې موده کې 195 اربه روپۍ قرضې اخستل شوې وې.

خو د خېبرپښتونخوا کاروباريان وايي په ملک کې چې څومره قرضې اخستل کيږي په هغې کې د خېبرپښتونخوا د کاروباريانود بېنکونو څخه د قرضو اخستل يا ترلاسه کول د نشت برابر دي.

په صوبه کې کاروباريان د قرضو نه اخستل د بېنکونو سخت نظام او بېنکونه يې د قرضو اخستو په وخت د اسنادو يا ريکارډ د تقاضو نه پوره کول ښايي.

په مردان کې د سنګ مرمرو د کاروخانو د اتحاديې مشر اصغرخان اتمانخېل وايي په خېبرپښتونخوا صوبه کې چې خلک په بېنکونو کې کومې پېسې جمع کوي د هغې په مقابله کې يواځې يو فيصد قرضې ورته ورکول کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په صوبه کې د بېنکونو لخوا د قرضونو ورکولو نظام پيچيده يا پېچلی دی او کاروباريان د بېنکونو نه د قرضونواخستو په ځای شخصي قرضونو اخستو ته توجه ورکوي.

هغه وويل د بېنکونو د مشکل نظام سره يو علت دا هم دی چې خلک د بېنک په قرضې د سود راتلو له امله شخصي قرضې اخلي او چې خلک بيا شخصي قرضونو ته لاړ شي نو په هغې د سود شرح نوره هم سېوا کيږي او د شخصي شخړو سبب هم ګرځي.

اتمانخېل وويل په صوبه کې د بېنکونو د سخت نظام، د قرض په بدل کې د ضمانت غوښتو او د مذهب په تناظر کې د سود له امله د بېنکونو نه کمې قرضې اخستل کيږي او شخصي قرضو پله ځي.

په مردان کې د سرکاري نيشنل بېنک مرستیال مشر جمال ناصر وايي، دوی غواړي چې خلک د بېنکونو نه ډېرې قرضې واخلي او هڅه کوي چې د کاروباريانو سره په اسنادو کې ډېرې مرستې وکړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، خو په صوبه کې کاروباريان د خپل روزګار ريکارډ نه ساتي چې له امله یې د بېنکونو نه د قرضې اخستو په وخت د مشکلاتو سره مخ کيږي.

هغه وویل بېنک په قوي ضمانت قرضې ورکوي او چې د قرضې ورکولو په وخت د بېنک ټولې غوښتنې پوره شي نو په قرضونو ورکولو کې هيڅ مشکل نشته.

څيړونکي وايي د خېبرپښتونخوا په کمرشل بېنکونو کې ځايي خلک هر کال 900 اربه روپۍ په اکاونټونو کې جمع کوي خو په دغه صوبه کې تير کال کمرشل بېنکونو د جمع کړی شوو پېسو په حساب يواځې يو فيصد قرضې ورکړي يا ترې قرضې اخستل شوي دي.

په 2020 کې د پاکستان برني اېوان سېنېټ ته ویل شوي وو چې په سيند او پنجاب صوبو کې کمرشل بېنکونو د 90 فيصده نه زياتې قرضې ورکړې وې او په بلوچستان صوبه کې د کمرشل بېنکونو لخوا د قرضو ورکولو شرح د یو فيصد نه هم کمه وه.

پوهان وايي وړاندې د بېنکونو لخوا دغه کمه شرح په وړو صوبو کې بدامني ښودل شوې خو په دغو صوبو کې چې اوس دعوه کيږي امن په ځای شوی بيا هم د قرضونو اخستو شرحه کمه ده.