د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
چارواکي وايي د بلوچستان په سکولونو کې د استادانو کمی به زر تر زره پوره کړي
په طبیعي زېرمو شتمنه خو د پاکستان په شاته پاته صوبه کې د تعلیم سېکرټري شیر خان بازی وي او ای ډیوه ته ویلي له 2015 کال راهسې په صوبه کې تر نهه زره زیاتو ښونکو کمی وو خو دوی تېره میاشت پنځه زره استادان په کار و ګمارل او د نورو څلور زره ښونکو لپاره پلان جوړوي
سیګار: امریکا په افغانستان کې په موټرو او ودانیو میلیاردونه ډالر بې ځایه لګولې
د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې (سیګار) په تازه راپور کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په داسې موټرو یا ودانیو لګولي چې یا له منځه وړل شوي او یا ترک شویدي.
په یورپ کې په بجلۍ د چلېدونکو موټرو اخیستل د چین نه زیات شوي
د امریکې وال سټریټ جرنل د یو رپورټ ترمخه یورپ کې په نړیواله کچه د نوو الېکټرېک موټرو خرڅ د تېر کال په مقابله کې یو په دوه کېدو سره 43 فیصد ته رسېدلی دی
زلمي خلیلزاد د ولسمشر اشرف غني سره د افغان سولې په بهیر خبرې وکړې
ارګ وویل "ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ."
د خاشقجي نامزادې د عربستان ولیعهد ته د سزا غوښتنه کړې
د جمال خاشقجي نامزادې نن د مارچ په لومړۍ نیټه (کب ۱۱) وویل چې شهزاده محمد بن سلمان ته باید د ښاغلي خاشقجي د قتل په قضیه کې له ځنډ پرته سزا ورکړل شي.
چین افغانستان ته د کوویډ ۱۹ ضد ۴۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چین ورسره د ساینو فارم په نامه د کروناویروس ضد د ۴۰۰ زرو ډوزه واکسین ورکولو ژمنه کړې.
د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه، د افغانانو هیلې او د هوکړې د عملي کېدو کچه څه ده؟
خو د یو کال په تیریدو وروسته افغانان وايي د سولې امیدونه یې په اوبو لاهو شوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم جګړو او هدفي وژنو زور واخیسته او د افغانانو خپلمنځي، د سولې پروسه هم د ستونزو سره مخ ده
بېنجمن نېټن یاهو: ایران په اسرایلي بېړۍ چاودنه کړې، ایران یې تردېد کړی
د وي او ای رپورټ وايي د اسرایل اېم وي هېلیوس ری نومې سمندري جهاز د منځني ختیځ نه سنګاپور ته په لار و چې د جمعې په ورځ پکې د عمان په خلیج کې چاودنه وشوه او سوري پکې وشول
د پوځي کودیتا وروسته آنګ سانګ سوچي په لومړي ځل عدالت ته وړاندې شوې
د آنګ سانګ سوچې وکیل ویلي، په صحت روغه او حالت یې ښه وو او په قضیه کې پرې د خلکو تشدد ته راپارلو او بې لاېسنسه د ځیني الاتو په کور کې د ساتلو تور لګول شوی.
د جمال خاشقجي چنغلې غوښتلي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته زر تر زره سزا ورکړی شي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل که چېرې سعودي ولي عهد ته سزا ورنکړی شوه نو د همېشه دپاره به دا اشاره وي چې مرکزي مجرم ته د وژنې په سر هم سزا نه ورکړی کېدلی چې ټول خلک به د خطر سره مامخ کړي او دا "به زمونږ په انسانیت یو داغ وي."
کابل د سولې په پروسه کې د انقرې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ترکیه په سیمې او اسلامي نړۍ کې یو مهم هېواد دی او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمهییزې اجماع په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبولی شي.
شمالي وزيرستان: کاروباريانو د بدامنۍ له امله احتجاجا د ميرعلي بازار تړلی
د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کاروباریانو د ضلعې دوېم غټ ښارګوټي ميرعلي مرکزي بازار تړلی او د دغه لارې يې احتجاج کړی چې په علاقه کې د بدامنۍ مخنيوي وشي.
افغانستان کې تازه د کرونا ویروس ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی، د عبدالله سره يې ليدلي
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی د عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.