شاته

د خاشقجي نامزادې د عربستان ولیعهد ته د سزا غوښتنه کړې

د جمال خاشقجي نامزادې نن د مارچ په لومړۍ نیټه (کب ۱۱) وویل چې شهزاده محمد بن سلمان ته باید د ښاغلي خاشقجي د قتل په قضیه کې له ځنډ پرته سزا ورکړل شي.

خدیجه چنګیز، په ټویټر کې لیکلي دي چې که د سعودي عربستان ولیعهد ته سزا ورنکړل شي دا به د تل لپاره داسې پیغام ولیږدوي چې اصلي مقصر له سزا پرته کولای شي قتل وکړي.

هغې زیاته کړه چې محمد بن سلمان ته سزا نه ورکول به د انسانیت پر لمن داغ وي.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په ۲۶ (کب ۸) یو غیرمحرم استخباراتي رپوټ خپور کړ چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سعودي خبریال جمال خاشقجي په مرګ تورنوي.

خاشقجي چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې د لیکوالانو څخه و د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د عربستان قونسلګرۍ ته په چل ول وغوښتل شو؛ هغه ځای چې د رپوټونو له مخې خاشقجي په کې د عربستان د ولیعهد د کسانو په واسطه ووژل شو.

د خاشقجي مړی له منځه یووړل شو او پاتې شوني یې هم ونه موندل شول.

په رپوټ کې راغلي چې شهزاده محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي نیول او یا وژل منظور کړي دي.

ریاض په پیل کې دغه تورونه ردول خو بالاخره یې ومنل چې خاشقجي په سهوه په یو غیر اوصولي عملیاتو کې ووژل شو، خو د محمد بن سلمان لاس لرل یې په کې رد کړل. سعودي ویلي چې دغه رپوټ کې غلط معلومات شته او نتیجه یې هم غلطه ده.

میرمن چنګیز ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو اقدامات به هغه وخت مفهوم ولري چې شهزاده سلمان ته سزا ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د جمهور رئیس جو بایډن اداره نن دوشنبه د سعودي عربستان په هکله خپل دریځ څرګند کړي.

جمهور رئیس بایډن پرون وویل: "پدې هکله چې په کلي توګه د سعودي عربستان سره به څه وکړو، سبا به یې اعلان کړو."

تبصرې وگورئ