په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد په دوېمه ورځ احتجاجي ناسته روانه ده
د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد د پرون راهسې پېل کړی شوې احتجاجي ناسته په دوېمه ورځ روانه ده.
بلوچستان: په دوه بريدونو کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي، اته ټپيان
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په دوه بريدونو کې د پاکستان د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او اته نور ټپان شوي دي، پوځ ویلي په نښته کې د څلورو نه تر پينځه پورې ترهګر هم وژل شوي او د اته و پورې ټپيان شوي دي.
کراچۍ: سيند هايکورټ د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړو
د پاکستان د سيند صوبې هايکورټ د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير په ضمانت د خوشي کولو خواست رد کړو.
نن سبا پښتانه په “سپېس” کې هم په سیاست او کلتور غږېږي
د جدید دور په جدیدو اوزارو پوهه پښتانه نن سبا په سپېس کې هره ورځ کوټې جوړوي او غونډې کوي.
په پوځ د تنقید وروسته خبریال حامد میر وايي د ټي وي پروګرام نه لېرې کړی شو
د پاکستان د خبریالانو مركزي تنظیم پاکستان فېډرل یونین اف جرنسلسټس، پي اېف یو جی، د حامد میر د لېرې کېدو غندنه کړې ده
په خېبرپښتونخوا کې ځوانان وايي د ټوېټر نوی اېپ "سپېس" کاروي
د خېبر پښتونخوا ځوان فعال شفيق ګګياني وايي "مونږ په په نزديو کې په شير شاه سوري په ژوند او کارنامو باندې د سپېس يو پروګرام راجوړ کړی وو چې د افراسياب خټک ترڅنګ ماهرينو او په سلګونو اوريدونکو پکې برخه اخستې وه."
په افغانستان کې د بلوچستان جدایي پسنده مشرانو د وژنو تر شا د چا لاس دی؟
په افغانستان کې د جدایي پسنده بلوڅو مشرانو د وژنې ذمه واري هېڅ ډلې په غاړه نده اخیستې، مګر د جدایي پسنده بلوڅو تنظیمونو له خوا دا الزام لګول کیږي چې په دې وژنو کې د پاکستان د امنیتي ادارو لاسونه شته.
تهران: داېټمي معاهدې په اړه د نړیوالو قوتونو او د ایران په خبرو کې پرمختګ شوی
ایران او نړیوال قوتونه د سږ کال د اپرېل د میاشتې څخه په ویانا کې خبرې اترې کوي او داسې لارې لټوي چې تهران او واشنګټن د بندیزونو او ایټمي هلو ځلو په اړه په داسې ګامونو راضي شي چې ایټمي لوظنامه په مکمله توګه بېرته په ځای شي
د یونېورسټۍ د استاذانو په احتجاج پولیس د اوښکو ګېس او کوتکې وکارولې
بلخوا، د خېبر پښتونخوا د نورو یو شمیر پوهنتونونو په څیر اسلامیه کالج پوهنتون هم خپلو ملازمینو ته یوه اعلامیه خپره کړې ده. اعلامیه کې ویل شوي د مالي ستونزو له امله به پوهنتون خپلو ملازمینو ته د می د میاشتې صرف بنیادي تنخوا او پېنشن شوو ته نیم پېنشن ورکوي
افغان مذاکراتي پلاوی سبا د سولې خبرو د دوام لپاره قطر ته ځي
پخواني صدر حامد کرزي په افغان ریاست او طالبانو دواړو غږ کړی چې د پردیو ملکونو پر ځای دې، دننه په افغانستان کې خبرو ته سره کیني.
د امریکې په ټولسا ښار کې د نسل پرستۍ په بنیاد د قتل عام ۱۰۰ کاله وشوو
د وي او ای رپورټ وايي په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده او د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي
بنو: په جاني خېلو کې قومي مشر وژل شوی، د پېښې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی شوی
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په جاني خېلو کې يو قومي مشر وژل شوی او د پېښې پرضد د علاقې خلکو د جنازې سره احتجاجي مظاهره پېل کړې ده.
صدربایډن امریکايي ځواکونو ته پېرزونې وړاندې کړي
نن په امریکا کې عمومي رخصتي ده او د امریکا صدر جوبایډن د هېواد د کمانډر انچیف یا د عسکرو د مشر په حېث په جنګونو کې قربانیانۍ ورکوونکو عسکرو ته پېرزونې وړاندې کړي دي
کرونا: پښتونخوا او بلوچستان کې د نن څخه سکولونه او کالجونه پرانستل شوي
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې نن په (31 مې) د نهم او لسم ټولګي دپاره سکولونه او کالجونه پرانستل شوي دي، په پنجاب کې هم د لسم او دولسم ټولګي دپاره سکولونه پرانستل شوي دي.
د قبايلي ضلعو ممبران: په صوبه کې د ورګډېدو درې کاله وشو، وعدې ورسره پوره نه شوې
په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو د مخالفه ګوند ممبران وايي درې کاله وشو چې قبايلي ضلعې په صوبه کې ګډې شوي يو خو د دوی سره شوې وعدې پوره نه شوې او احتجاج يې پېل کړی چې د تحریک انصاف حکومت خپلو ممبرانو له د پرمختيا دپاره فنډونه نه ورکوي، خو د صوبايي حکومت وياند وايي درې ممبران احتجاج کوي.