شاته

بنو: په جاني خېلو کې قومي مشر وژل شوی، د پېښې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی شوی    

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په جاني خېلو کې يو قومي مشر وژل شوی او د پېښې پرضد د علاقې خلکو د جنازې سره احتجاجي مظاهره پېل کړې ده.

د جاني خېلو سميدالله نومې تن وي او اې ډيوه ته ويلي تره يې نصيب الله چې قومي مشر وو پرون په 30 مې مازيګر ناوخته د کوره بهر وتلی، په دوکان کې پرې نامالومه وسله والو ډزې کړي او وژلی يې دی.

هغه ويلي د چا سره یې شخصي دښمني نه وه.

د جاني خېلو پوليسو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي د پېښې مقدمه د نامالومه کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

په جاني خېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال لطیف وزيري وايي په علاقه کې د څلورو تنکو هلکانو د وژنې د پېښې وروسته په علاقه کې د 60 مشرانو يوه کميټي جوړه شوې او نصيب الله په هغو قومي مشرانو کې يو وو.

هغه وويل د نصيب الله کورنۍ د هغه جنازه قوم ته سپارلې او اوس به قوم د کورنۍ په خبره عمل کوي چې د هغه کورنۍ څه وويل قوم به پرې عمل کوي که احتجاج وي او که بله لار.

يو بل قومي مشر ملک معيظ وايي، په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو د وژنې د پېښې وروسته ورته حکومت د امنیت، د ښو او بدو طالبانو ختمولو، بې درکه خلکو مالومولو باور ورکړی وو خو نوموړی دعوه کوي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

هغه وويل د حکومت د امنیتي ژمنو باوجود په علاقه د هدفي وژنو دا څوېمه پېښه ده چې کيږي.

هغه وويل دوی اوس د قومي مشر د وژنې پرضد احتجاج پېلوي او د راتلونکې دپاره تګلاره جوړوي.

د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22 نېټه موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دغه هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

په 29 مارچ سهار د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې يې ومنل شوې او بيا احتجاجي پرلت ختم کړی شوی وو.