شاته

د یونېورسټۍ د استاذانو په احتجاج پولیس د اوښکو ګېس او کوتکې وکارولې

په پېښور کې په سلګونو د یونېورسټۍ استاذانو د صوبایي اسمبلۍ طرف ته لاریون پېل کړی و خو پولیس استاذان د اسمبلۍ مخې ته احتجاج ته نه پرې ښودل او په احتجاج کوونکو یې کوتکې او اوښکې بهیونکی ګیس اوورولو.

د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه په خپل رپورټ کې وايي په اړي کړي کې یو شمیر استاذان معمولي ژوبل شول.

د فیډریشن آف آل پاکستان يونیورسټیز اکیډمک سټاف ایسوسي ایشن ( فپواسا) د خیبر پښتونخوا صدر پروفیسر ډاکټر شاه عالم پولیسو ونیولو.

بلخوا، د خېبر پښتونخوا د نورو یو شمیر پوهنتونونو په څیر اسلامیه کالج پوهنتون هم خپلو ملازمینو ته یوه اعلامیه خپره کړې ده. اعلامیه کې ویل شوي د مالي ستونزو له امله به پوهنتون خپلو ملازمینو ته د می د میاشتې صرف بنیادي تنخوا او پېنشن شوو ته نیم پېنشن ورکوي.

د پوهنتون د استاذانو او عملې یا ټیچرز سټاف ایسوسي ایشن صدر پروفیسر ډاکټر دلنواز خان وایس آف امریکا ډیوه ته د اعلامیې پخلی وکړو او وایي د پوهنتون فیصله ورته د منلو وړ نه ده.

وایي حکومت چې صوبې کې نورو ملازمینو ته څنګه تنخا ورکوي دوی ته دې هم هاغه شان ورکړي ګني نو نیمه تنخا اخیستو ته دوی تیار نه دي.

ډاکټر دلنواز خان زیاتوي موجوده استاذان به دریو سوو پورې وي. د انتظامي افسرانو شمیره دیرش ده. مالیان او نوره مرستیاله عمله به یونیم زر تنان وي. که پنشني شوي او موجوده ټول شمیر کړو نو دریو زرو نه زیات تنان نه دي. ډاکټر دلنواز خان وایي د خپلو ستونزو د هواري لپاره د خېبر پښتونخوا د نورو پوهنتونونو ملازمینو سره په ګډه د تېرو پنځو ورځو راهسې پیښور پوهنتون کې سوله ایز احتجاج کولو خو کوم حکومتي چارواکی ورسره خبرو لپاره نه دی ورغلی نو ځکه د ګل، دوشنبې، په ورځ ټولو په ګډه پریکړه وکړه چې د صوبایي اسمبلۍ مخې ته به احتجاج پېل کړي.

د پیښور پوهنتون د استاذانو د اتحادیې صدر پروفیسر فضل ناصر وایي بهر سړکونو ته د وتلو فېصله یې ډیره په مجبورۍ کړې ځکه چې ویې لیدل حکومت نه خو د دوی ستونزو ته سنجیده دی او نه یې ستونزې هوارول غواړي.

خو د اعلا وزیر د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره مرستیال کامران بنګښ څو ورځې وړاندې ډیوه ته ویلي وو پوهنتونونو کې مالي ستونزې د بې ځایه برتیانو له امله پیدا شوې دي، حکومت به پوهنتونونو کې د اضافي خرچو مخه نیسي.

یاد وزیر نن په ټویټر وویل د اعلا وزیر په هدایت یې د خزانې وزیر تیمور سلیم جهګړا سره ملاقات کړی او زر به د اسلامیه کالج پوهنتون تر څنګ د صوبې د نورو پوهنتونونو مالي ستونزې هوارې کړی شي.