شاته

کرونا: پښتونخوا او بلوچستان کې د نن څخه سکولونه او کالجونه پرانستل شوي

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې نن په (31 مې) د نهم او لسم ټولګي دپاره سکولونه او کالجونه پرانستل شوي دي، په پنجاب کې هم د لسم او دولسم ټولګي دپاره سکولونه پرانستل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د سيکنډري او اېلمنټري اېجوکېشن وزیر شهرام خان ترکۍ په ټویټر ویلي،

د نن نه د لسم او دولسم ټولګيو د هلکانو او جينکو دپاره سکولونه پرانستل شو، ټولو زده کوونکو ته هرکلی.

هغه په زده کوونکو غږ کړی چې امتحانونو ته تياری وکړي د سکولونو پرانستو مقصد هم امتحانونو ته تیاری کول دي.

د بلوچستان صوبې حکومتي وياند لياقت شهواني هم نن په صوبه کې د کالجونو، هايير او ټېکنيکل تعليمي ادارو د پرانستې ويلي دي.

دغه ډول د پنجاب صوبې د تعلیم وزير مراد راس هم ويلي نن د 31 مې څخه به يواځې د لسم او دولسم ټولګي زده کوونکي سکولونو ته ځي.

هغه ویلي 50 فيصده زده کوونکي به يوه ورځ او 50 فيصده به بله ورځ سکولونو ته ځي او نور کلاسونه به د اووم جون پورې بند وي.

په ملک کې څو ځله د کرونا وبا له امله تعلیمي ادارې تړل شوي او تير کال امتحانونه هم نه وو اخستل شوي خو سږ کال د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود ویلي امتحانونه به اخستل کیږي.

د پاکستان په درېو صوبو کې دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ملک کې د کرونا وبا د څار قومي رابطه کار کمېټۍ (اېن سي او اسي) ويلي په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا له امله 43 تنه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تراسه پورې ټول 20زره 779 کسان مړه شوي دي.