شاته

په افغانستان کې د بلوچستان جدایي پسنده مشرانو د وژنو تر شا د چا لاس دی؟

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکی د کالعدم جدایي پسنده بلوڅ ډلې (بلوچ لېبرېشن آرمي – بي اېل اې) یو اهم کمانډر تېره هفته په کندهار کې ووژل شو، او د دې پېښې نه پس یو ځل بیا دا بحثونه تازه شول چې په افغانستان کې د پناه اخیستونکو جدایي پسنده بلوڅو ډلو د مشرانو او رهنماوو د وژل کېدو تر شا د چا لاس پټ دی؟

د افغانستان په کندهار ښار کې د مئې په ۲۷مه د بي اېل اې یو اهم کمانډر، مير عبدالنبي بنګلزی، په یوې مرموزې حملې کې ووژل شو.

د بلوچستان په چارو ژور نظر ساتونکي ځیني څېړنکاران، د میر عبدالنبي بنګلزي مرګ، د جدایي پسنده بلوڅانو تحریک ته یوه لویه ضربه (دهچکه) ګڼلې ده. د ځینو څیړنکارانو دا وینا ده چې د یاد کس وژل کېدل د پاکستاني حکومت د هغو دعوو تصدیق هم دی چې د جدایي پسنده بلوڅانو او سندیانو تنظیمونه، د افغانستان نه پاکستان کې د تشدد کاروایانې کوي.

بي اېل اې پخپل یو بیان کې د میرعبدالنبي بنګلزي د مرګ تصدیق کړی دی، البته تر اوسه پورې هېڅ کوم تنظیم د بنګلزي د وژنې ذمه واري په غاړه نده اخیستې.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جدایي پسنده بلوڅانو زیات شمېر کالعدم تنظیمونه فعاله پاته دي چې تر ټولو لوی یې د بلوچستان لېبرېشن آرمي یا بي اېل اې، د الله نذیر بلوچ په مشرۍ د بلوچ لېبرېشن فرنټ، او د برهمداغ بوګټي رېپبلېکن پارټي (بي آر پي) ډلې دي.

د څېړنکارانو ترمخه، دا ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترڅنګ، د چین په مفاداتو، خصوصآ د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پیک) منصوبې حملې کوي. دا ډلې الزام لګوي چې د دې منصوبو په ذریعه د بلوچستان په وسایلو قبضه لګولی کیږي او بلوڅان د خپلو حقونو نه محرومه ساتل کیږي.

بل اړخ ته د پاکستان حکومت له کلونو راهیسي د جدایي پسنده بلوڅو ډلو په ضد عملیات جاري ساتلي دي.

د پاکستان حکومت دعوه لري چې ګڼ شمېر جدایي پسنده بلوڅانو سرېنډر کړی دی
د پاکستان حکومت دعوه لري چې ګڼ شمېر جدایي پسنده بلوڅانو سرېنډر کړی دی

میرعبدالنبي بنګلزی څوک و؟

د بي اېل اې ویاند جینئد بلوچ د میرعبدالنبي بنګلزي د مرګ خبر تصدیق کړ او ورسره یې پخپل بیان کې دا وویل چې بنګلزی د بي اېل اې یو له تجربه کارو او اعلی کمانډارنو څخه و.

د بي اېل اې په بیان کې د بنګلزي د وژل کېدو ځای نه دی ښودل شوی، خو په افغانستان کې د یو خصوصي ټي وي چینل (شمشاد) د رپوټ په حواله، د مئې په ۲۷مه نېټه مازدیګر مهال، د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې د نامعلومو وسله والو د ډزو په نتیجه کې د جدایي پسنده بلوڅانو یو مشر عبدالنبي بنګلزی ووژل شو.

د بي اېل اې د بیان مطابق، بنګلزی په کال ۲۰۰۲ کې دې تنظیم ته شامل شوی و، او د اسلم بلوچ (عرف اسلم اچهو) او د تنظیم د نورو رهنماوو لکه آغا محمود خان، میرعبدالغفار لانګو، او امیربخش لانګو ډېر نږدې ملګری پاته شوی و.

د بلوچستان یو خبریال چې د جدایي پسنده بلوڅانو د ډلې له حالاتو باخبره دی، وایس آف امریکه ته وویل چې ۵۷ کلن میرعبدالنبي بنګلزی په تنظیمي او قبایلي چارو باندې د پوهې او نظر ساتلو په وجې، بي اېل اې منظمه کړله او په ۲۰۱۲ کال کې د بې ايل اې کمانډر وټاکل شو.

"دا ړومبۍ وژنه نده"

په بلوچستان کې د خبریالانو او سیاسي مشرانو په حواله، په افغانستان کې د تېرو دوه درې کلونو راهیسي په کندهار او هلمند ولایتونو کې پناه اخیستونکو جدایي پسنده بلوڅو مشرانو او د هغو په کورنیو باندې د حملو سلسله جاري ده. یاده دې وي چې کندهار او هلمند، د پاکستان بلوچستان صوبې سره ترڅنګ پراته ولایتونه دي.

د خبریالانو په وینا، افغانستان کې د جدایي پسنده بلوڅانو د رهنماوو د وژل کېدو لړۍ، د کال ۲۰۱۸ ډسمبر میاشتې نه هغه وخت شروع شوه چې د بي اېل اې اهم کمانډر اسلم بلوچ (عرف اچهو)، د کندهار په عینو مېنه کې د خپلو څلورو ملګرو سره، په یوه خودکشه حمله کې ووژل شو.

تر هغه وړاندې د پاکستان حکومت، اسلم بلوچ په کراچي کې د چین په قونصلګرۍ باندې د ۲۰۱۸ کال نوامبر میاشتې شوې حملې ماسټرماینډ یا اصلي ملزم بللی و او د هغه په سر یې د پنځوسو لاکهو روپو انعام ایښی و.

په همدې توګه کله چې د بي اېل اې تندلارو د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې په کراچي ښار کې د پاکستان سټاک اېکسچینج په ودانۍ حمله وکړه، د هغې حملې په دویمه ورځ، د کندهار د عینو مېنه په علاقه کې د بي اېل اې د استعمال وړ یو کور، په بم والوزول شو.

تېر کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پاکستاني بلوڅ رهنما، حضرت ګل زوی نامعلومو کسانو اغوا کړ، او بیا یې جسد چې د تشدد نښې هم ورباندې ښکارېدې، غورځولی و.

په هماغه میاشت، د بلوچستان د ډېره بګټي ضلعې سره تعلق ساتونکي دوه وګړي ګلبهار بګټي او زوی یې مراد علي بګټي کندهار کې د ډزو په یوه پېښه کې ووژل شول.

د بي آر پي مشر براهمداغ بګټي په ټویټر باندې د دې کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړ او ویې ویل چې تر دې وړاندې لا، د ګلبهار بګټي یو زوی، لمسی، او خوریی افغانستان کې د پاکستان د خفیه ادارو په لاس وژل شوي و.

په فرورۍ میاشت کې هم د بي اېل اېف دوه چارواکي په کندهار کې د ډزو له امله ووژل شول.

په اپرېل میاشت کې د کندهار ولایت سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کې د بګټي قبیلې څلور کسان ووژل شول چې د مرګ خبر یې د بي آر پي ویاند، شرمحمد بګټي په ټويټر باندې تصدیق کړ.

د جدایي پسنده بلوڅو ډلو د معاملاتو نه باخبره د تربت سیمې یو طالب علم سیاسي رهنما وی او اې ته وویل چې دا ډلې په افغانستان کې د خپلې موجودګۍ او مرګونو او حملو یادونه له دې وجې په ښکاره الفاظو نه کوي چې هسې نه پاکستاني چارواکو ته د هغو د پټېدو ځایونه ورښکاره شي.

فکر کیږي چې بي اېل اې هم پخپل بیان کې د میر عبدالنبي بنګلزي د وژل کېدو د ځای له څرګندولو ډډه کړې ده.

د دې طالبعلم رهنما په وینا «هره میاشت په کندهار یا د افغانستان په نورو ولایتونو کې قریب یوه یا دوه داسې پېښې کیږي چې په هغو کې د جدایي پسنده بلوڅو ډلو مشران او یا رشته داران په نښه کیږي.»

د جدايي پسنده بلوڅانو د مرګ تر شا د چا لاس دی؟

په افغانستان کې د جدایي پسنده بلوڅو مشرانو د وژنې ذمه واري هېڅ ډلې په غاړه نده اخیستې، مګر د جدایي پسنده بلوڅو تنظیمونو له خوا دا الزام لګول کیږي چې په دې وژنو کې د پاکستان د امنیتي ادارو لاسونه شته.

البته د بلوچستان واکمن گوند، بلوچستان عوامي پارټي سره تعلق لرونکی سنېټر انوارالحق کاکړ وي او اې ته وویل چې ممکن دا وژنې، پخپله د جدایي پسنده بلوڅو ډلو ترمنځ د اختلافاتو په وجه وي. د هغه وینا ده: «دلته تر ټولو اهمه خبره دا ده چې دا وژنې، د اسلام آباد د هغې دعوې تصدیق کوي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان خلاف جدایي پسنده بلوڅو تنظیمونو ته پټ ځایونه او امداد ورکول کیږي تا که په بلوچستان کې پاڅون ته لمن ووهل شي.»

د کندهار یو قومي مشر ملک احمد نورزي وایس آف امریکه ته وویل چې د کندهار په شمول ټول افغانستان کې ټوپکسالاران، د مخدره موادو کاروباریان، سرکاري امنیتي افسران او د افغان طالبانو کمانډران د پیسو په بدل کې هرڅوک په آسانۍ سره هرځای کې وژلی شي.

پاکستان مخکې د کندهار د پولیسو په پخواني مشر جنرال عبدالرازق اڅکزي باندې دا الزام لګولی و چې ګني بلوڅو جدایي غوښتونکو ته یې د پټېدو ځایونه ورکړي او له افغانستان پاکستان کې د حملو کولو په چارو کې ورسره امداد کوي.

د جدایي پسنده بلوڅانو مشر محمد اسلم بلوچ په ۲۰۱۸ کې کندهار کې ووژل شو
د جدایي پسنده بلوڅانو مشر محمد اسلم بلوچ په ۲۰۱۸ کې کندهار کې ووژل شو

په کوئټه کې د امنیتي چارو یو کارکن وایس آف امریکه ته، په دې شرط چې نوم یې پټ وساتل شي، وویل چې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې د جنرال عبدالرازق له مرګ نه پس، جدایي پسنده بلوڅو ډلو خپل یو پیاوړی ملاتړی د لاسه ورکړ. د عبدالرازق له مرګه وروسته د هغه ورور جنرال تادین خان د کندهار د پولیسو مشر شو چې په دې وروستیو کې هغه هم له دې دندې ګوښه شو.

د پاکستان د دې الزاماتو په جواب کې چې ګني افغانستان کې د جدایي پسنده بلوڅانو ملاتړ او امداد کیږي، د افغانستان حکومت په پاکستان باندې دا الزام لګوي چې افغان طالبانو ته یې په پاکستان کې دننه ځای ورکړی او ورسره امداد کوي.

د دې ترڅنګ، پاکستان پخپل بل ګاونډي ملک هند باندې هم دا الزام لګوي چې د جدایي پسنده بلوڅو ډلو مدد کوي، مګر هند دا الزامات بې بنیاده ګڼي.