شاته

کراچۍ: سيند هايکورټ د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړو

د پاکستان د سيند صوبې هايکورټ د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير په ضمانت د خوشي کولو خواست رد کړو.

سيند هايکورټ د علي وزير د ضمانت په خواست په پينځم مارچ فېصله محفوظه کړې او نن يې واوروله.

له دې وړاندې په درېمه فرورۍ د کراچۍ په مرکزي زندان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدنو عدالت نمبر 12 د علي وزير د ضمانت خواست رد کړی وو.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (په لومړي جون) وي او اې ډيوه ته وویل عدالت هم نن سهار د علي وزير د ضمانت خواست رد کړو.

هغه وویل له دې وروسته به اوس ګوري چې دغه خواست سپريم کورټ ته يوسي.

د وزير د ضمانت په خواست فېصله په داسې وخت کې واورول شوه چې په 24 مې د پاکستان د سپريم کورټ د وکيلانو د اتحاديې مشر لطيف افريدي د سيند هايکورټ چیف جسټس ته خط ليکلی او ورته يې ویلي وو چې د علي وزیر د ضمانت په خواست محفوظه کړې فېصلې ته دې کتنه وکړي.

په دغه خط کې د سپريم کورټ بار مشر په خط کې د سپريم کورټ د يوې مقدمې حواله ورکړې چې که يوه محفوظه کړی شوې فېصله په درېو مياشتو کې وانه ورول شوه د هغې به بيا د سره اورېدنه کيږي.

علي وزیر په هغه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بنديوان دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په شپږم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې جلسه کړې او بيا په اووم دسمبر پرې هم په سهراب ګوټ تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې وه.

په دغه مقدمه کې په وېنا کوونکو چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او د محسن داوړ په ګډون ګڼ کسان شامل کړی شوي وو په دوی تور لګول شوی وو چې د رياستي ادارو پرضد يې د سپکاوي او کرکې ډکې وېناګانې کړې وې.

په ياده مقدمه کې د علي وزير سره ټول 36 کسان نیول شوي چې پکې د علي وزير نه علاوه نور ټول په ضمانت خوشي دي.

علي وزير په 16 دسمبر په ياده مقدمه کې په پېښور کې پوليسو نيولی وو او کراچۍ ته يې رامنتقل کړی وو.

پي ټي اېم د علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجې مظاهرې هم کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​