شاته

د امریکې په ټولسا ښار کې د نسل پرستۍ په بنیاد د قتل عام ۱۰۰ کاله وشوو

د امریکې صدر جوبایډن به د نهې، سه، سه شنبې په ورځ د اوکلاهوما ریاست ټولسا ښار ته ورځي چې د کال ۱۹۲۱ د هغې پېښې د یادولو په دستوره کې برخه واخلي چې پکې سپین پوستو امریکایانو د افریقايي امریکنیانو په ټولنه حمله کړې وه. په حمله کې ۳۰۰ تور پوستي امریکایان ووژل شوو او ۱۰۰۰۰ بې کوره شوو.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې په تاریخ کې دا یوه داسې واقعه ده چې زیاتره امریکایان ترې بې خبره دي په داسې حال کې چې په هېواد کې اوس هم د نسلي مساوات خبرې کېږي، په پولیس د اقلیتونو سره د امتیازي چلند الزامات پورې کېږي، د نسل په بنیاد اقتصادي پرمختګ کې عدم مساوات یوه اهمه مسله ګڼل کېږي او د ووټونو د داسې نویو قوانینو مخالفت کېږي چې وېل کېږي د تورپوستو او د لاطیني امریکایانو د رای ورکولو په لاره کې خنډان راولاړوي.

د وي او ای رپورټ وايي په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده او د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي.

صدر بایډن
صدر بایډن

په ټولسا کې د حملې څلوېښت کاله وروسته د نسلي امتیاز ختمولو دپاره د سول رایټس مومنټ یا د شهري حقونو دپاره تحریک شروع شو چې اکثر وخت به پکې تشدد هم کېدلو او بالاخر یې د تورپوستو امریکایانو دپاره د ووټ ورکولو حق ترلاسه کړو.

صدر بایډن به د کال ۱۹۲۱ د می د ۳۱ نه د جون تر لومړۍ نېټې پورې په ټولسا کې شوي واقعاتو په یاد کې دستوره کې برخه اخلي. د امریکې په جنوب مغربي ښار چې څلور لکه ابادي لري کې به د واقعاتو یاد ساتلو دپاره د نوي عجایبخانې پرانېسته کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي په دې اړه اوس هم پوښتنې کېږي چې د تشدد ښکار خلکو یا د هغوی اولادونو ته به څنګه تاوان ورکولی شي او د هغه نامعلومه قبرونو به څنګه لټون وشي چې وېل کېږي په پېښه کې وژل شوي کسان پکې ښخ کړی شوي دي.

د ټولسا د حملې نه ژوندۍ وتلې مېرمن وېیولا فلېچر دا وخت ۱۰۷ کلنه ده او سرښار واشنګټن ته د خپل ژوند لومړي سفر په مهال د کانګرس یوې ډلې ته وېنا وکړه او په خپل ګاونډ د حملې یادونه یې شریک کړل. دغه وخت هغه اووه کلنه وه. د کانګرس ډله د حملې ښکار شویو کسانو ته د تاوان په اړه بحث کوي.

مېرمن فلېچر وویل د می په ۳۱ نېټه د ټولسا په ګرین وډ برخه کې خپل کور کې د شپې کټ ته لاړه. "په کوم ګاودنډ کې چې زه په دغه شپه اوده شوم، دا شته من و، نه یوازې په پېسو بلکې په ثقافت او په ورثه. زما کونرۍ ښکلی کور لرلو. زمونږ ډیر ښه ګاونډیان وو. لوبو دپاره زما ملګري وو. ما ځان محفوظ محسوسولو. ماهر هغه څه لرل چې یو ماشوم ورته ضرورت لري. ما ورښانه مستقل لرلو."

"په څو ګنټو کې دا هر څه ختم شول،" مېرمن فلېچر وویل.

مېرمن فلېچر وویل د قتل عام په شپه د هغې مور او پلار هغې او پینځو واړو خوېندو وروڼو ته وویل چې دوی به د خپل کور نه وځي. "په داسې حال کې چې مونږ د خپل کور نه روان شوو، زه به د سپین پوستې لاریون تشدد هیڅ کله هم هېر نکړم. زه اوس هم ګورم چې تور سړي (افریقايي امریکنیان) وېشتل کېږي، د تورو مړي په کوڅو کې پراته وو. زه اوس هم لوګې محسوسوم او اور وینم. زه وینم چې د تورو کاروبارونه سوزېدل. زه اوس هم اورم چې جهازونه الوتل. زه اوس هم د خلکو نعرې اورم."

مېرمن فلېچر، د هغې ورور هیوز چې د انکل رېډ په نوم هم یادېږي او ۱۰۰ کلن دی او لېزلي بېننګ فیلډ رېنډل چې ۱۰۶ کلن دی، دریو واړو د ټولسا ښار، ټولسا کاونټۍ، د اوکلاهوما ریاست آو د ټولسا چېمبر اف کامرس په ضد د تاوان دپاره مقدمه شروع کړې ده. د دوی دریځ دی د قتل عام دغه قریقېن ذمه وار دي.

مېرمن فلېچر، د هغې ورور هیوز چې د انکل رېډ په نوم هم یادېږي او ۱۰۰ کلن دی او لېزلي بېننګ فیلډ رېنډل چې ۱۰۶ کلن دی، دریو واړو د ټولسا ښار، ټولسا کاونټۍ، د اوکلاهوما ریاست آو د ټولسا چېمبر اف کامرس په ضد د تاوان دپاره مقدمه شروع کړې ده. د دوی دریځ دی د قتل عام دغه قریقېن ذمه وار دي
مېرمن فلېچر، د هغې ورور هیوز چې د انکل رېډ په نوم هم یادېږي او ۱۰۰ کلن دی او لېزلي بېننګ فیلډ رېنډل چې ۱۰۶ کلن دی، دریو واړو د ټولسا ښار، ټولسا کاونټۍ، د اوکلاهوما ریاست آو د ټولسا چېمبر اف کامرس په ضد د تاوان دپاره مقدمه شروع کړې ده. د دوی دریځ دی د قتل عام دغه قریقېن ذمه وار دي

مېرمن فلېچر د کانګرس ډلې ته وویل "زه هره ورځ د دغه قتل عام نه تېرېږم. ممکنه ده چې زمونږ ملک دغه تاریخ هېر کړي خو زه یې نشم هېرولی. زه به یې نه هېروم. او ژوندې پاتې کسان به یې هېر نکړي. او زمونږ اولادونه به یې هېر نکړي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه سل کاله وړاندې د ټولسا په ګرین وډ برخه کې چې بلېک وال سټریټ هم پکې و وسوزلو شو. د ښار سپین پوست پولیس هم په حمله کې برخه واخیستله او حمله کوونکو ته یې وسله ورکړه.

په ښار کې قتل عام پس له دې شروع شو چې په یو ۱۹ کلن تور پوستې سړي په ۱۷ سپین پوستې جینۍ د حملې الزام پورې شو.

د هغه وخت په یو شمېر رپورټونو کې وېل شوي چې په ګرین وډ د حملې په مهال پولیس په تور پوستو ډزې کوي او اورونه لګوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ۱۹۲۱ دغه تشدد تر لسیزو پورې که هېر شوی نه و نو زیاتره د پامه غورځول شوی و.

په کال ۲۰۱۳ کې د ټولسا د پوليس مشر چک جورډن د خپلې محکمې په کردار بخښنه وغوښتله. هغه وویل که څه هم د هغه وخت د افسران په چلند معافي نشي غوښتلې "خو زه د پولیس زمونږ د محکمې دپاره بخښنه غوښتلی شم. زه خفه او پرېشانه یم چې د ټولسا پولیس محکمې د ۱۹۲۱ په غمناکو ورځو کې د خپلو شهریانو تحفظ ونکړی شو."

د وي او ای رپورټ وايي د ۱۰۰ کلونو واقعات د ۲۰۲۱ په جګړو کې نښتې دي.

د ټولسا رېس مېسېکر سېنټېنل کمېشن د "ریمېمبر اېنډ رایز" نومې د موسیقۍ محفل په ناڅاپه ډول منسوخ کړو او د اوکلاهوما ګورنر د کمېشن نه په دې سبب لېرې کړی شو په پبلېک سکولونو کې یې استاذان د دې نه منع کړل چې په ۱۷ پیړۍ کې په امریکې کې د غلامۍ تاریخ به نه ښايي.

ټولسا ته د صدر بایډن د دورې په مهال به هغه مشکوک اجتماعي قبر هم پرانیستل کېږي چې وېل کیږي په تشدد کې وژل شوي کسان پکې ښخ کړی شوي دي