ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران: ځواکونه مو د امریکا له جنګي جهازونو سره په مقابله کې راغلي و

د ایران انقلابي دستې (سپاه پاسداران) د اتوار/یکشنبې په ورځ دا ومنله چې دوی تېره هفته په خلیج فارس کې د امریکا له جنګي سمندري جهازونو سره په مقابله کې راغلي و. سپاه پاسداران د کومو شواهدو نه بغیر، دا دعوه کړې چې په دې پېښه کې اول مقابله امریکایي ځواکونو پیل کړې وه. دا پېښه د چهارشنبې/شورو په ورځ مخې ته راغله او د امریکا سمندري ځواکونو یوه ويډیو خپره کړه چې په کې وړې تېزرفتاره ایرانۍ بیړۍ د امریکا جنګي جهازونو ته د نږدې کېدو په حال کې ښکاره کوي. دغه امریکایي جهازونه، کویټ نه نږدې د خلیج په اوبو کې فعالیت کاوه. ایران وایي د دوی ځواکونه د مشق کولو په حال کې و چې "د امریکا د غیرمسلکي او پاروونکي اقداماتو" سره مخامخ شول. ایران دا دعوه هم کوي چې امریکاییانو د دوی خبرداریو ته پام ونکړ خو وروسته بیا ترشا شول. د ایران سپاه پاسداران د خپلو دغو دعوو د اثبات دپاره کومه وېډیو یا بل ثبوت ندی وړاندې کړی. هغو دا دعوه هم کړې چې ګني د اپرویل په ۶مه او ۷مه، امریکايي ځواکونو د ایران د جنګي جهازونو مخه نیولې وه. بل اړخ ته په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې دستې ویاند پیت پګانو ویلي: "امریکایي ځواکونو ته تعلیم ورکړل شوی چې په داسې حالاتو کې په مسلکي یا پروفېشنل ډول عمل وکړي." د تېرې هفتې پېښه په داسې وخت کې رامخته شوه چې د کرونا وایرس د عالمي وبا د خپرېدو باوجود هم د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات پاتې دی. د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې، د امریکا په صدر ډونالډ ټرمپ باندې اعتراضونو ته دوام ورکړ او دعوه يې وکړه چې ایران به ډېر زر د وېنټلیټرو (د سا ورکولو ماشینونو) اېکسپورټ پیل کړي.

19.04.2020 ډیوه

د سود شرح کمه شوې, خو د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکان وايي دوي ته به کومې ګټې ورنه کړي

د خېبرپښتونخوا د ماربلو د روزګار سره تړلي خلک او د کارخانو مالکان وايي، د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرح-کچه کې کمی او د قرضو په مد کې اسانتياوې به دوي ته کومې ګټې ورنه کړي ځکه چې د صوبې زياتره بېنکونه کارخانه دارو ته قرضې د مرکزي بېنک د قانون مطابق نه ورکوي او زيات سود ترې اخلي. دا له هغې وروستو چې د پاکستان مرکزي بېنک د سود په شرح کې دوه فيصده کمی اعلان کړی او د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړی شوي ده. د دې ترڅنګ مرکزي بېنک کارخانه دارو ته د قرضو په واپسۍ کې د يو کال موده غځولې هم وه او د نوو قرضو لپاره يې د سود شرح هم راکمه کړې. د پاکستان د ماربلو د کارخانو د سازمان يا پاکستان ماربل اېسوسي اېشن مرستيال مشر اصغرخان اتمانخېل وي او ای ډيوه ته وويل، په صوبه کې د بېنکونو له خوا د سختو شرطونو او په کاغذي تقاضو کې د ستونزو له امله دوي ته په قرضو کې مشکلات رامخې ته دي، هم دا وجه ده چې د دې زياتره ګټه د سند او پنجاب صوبو د کارخانو مالکان ترلاسه کوي. هغه وايي د اېس اېم اي يا وړو کاروبارانو لپاره په شپږ فيصده قرضې ورکول کېږي خو د صوبې شخصي بېنکونه په دې شرطونو قرضې نه ورکوي، په بېنکونو کې پېسې ډېرې دي خو ګټې يې دوي ته نه بلکې د نورو صوبو خلکو ته رسېږي. نوموړی زياتوي چې د بېنکونو له خوا په نوو قرضو کې د سود شرح کمه کړې شوې خو له بده مرغه د کرونا وايرس له امله دوي نه شي کولی چې د دې اسانتياو کومه ګټه ترلاسه کړي. خو د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې عمومي سېکتر ظاهر شاه د مرکزي بېنک دغه ګام ستايي او هيله څرګندوي چې د دې سره به روزګار ته وده ترلاسه شي. د خبره د ذکر وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله زياتره کاروبارونه تړل شوي وو خو د خېبرپښتونخوا حکومت د ځېني شرطونو سره د ځينو کاروبارونو د پرانستلو اجازه ورکړې چې داسې معاشي تاوان باندې قابو ومومي.

19.04.2020 ډیوه

که چین دکرونا وايرس دخوریدو ذمه وار وختلو نو سختو نتیجو سره به مخ شي،دصدر ټرمپ خبرداری

دامریکې صدر ډانلډ‌ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی چې که چرې دکرونا وايرس د خوریدو ذمه وار چین وختلو نو دغه هیواد ته به ددې سختو نتیجو ته ځان نیول وي.

19.04.2020 ډیوه

زلمي خلیلزاد دهند بهرنیو چارو وزیر سره افغانستان کې دټول شموله حکومت په جوړولو خبرې کړي

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند دبهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د امن په تازه وضعیت اؤ دکورني سیاسي کړکیچ ترڅنګ دیو جامع حکومت په جوړولو خبرې کړي دي.

19.04.2020 ډیوه

دتورخم په پوله نور را اوښتي ۵۱۸ پاکستانیان قرنطین مرکزونو ته ولیږل شول

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دګډې پولې تړل کیدو له امله دافغانستان بیلابیلو برخو کې ایسار پاتې شوي نور ۵۱۸ پاکستانيان هم دتورخم دلاري پاکستان ته را اوښتي اؤ دخيبر په جمرودسيمه کې جوړکړل شوو قرنطين مرکزونو ته لېږل شوي دي۔ 

19.04.2020 ډیوه

خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د کرونا وائروس ۱۰ ناروغان مړه شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د کرونا وائروس له امله ۱۰کسان مړه شوي چې دې سره په ټوله صوبه کې  په دې ناروغۍ د مړو شمیره ۶۰ؤ ته رسېدلې ده.

19.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس تر ټولو زيات کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه کړي، علتونه يې څه دي؟

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات ۶۰ کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي، دا په داسې حال کې چې په نور ملک کې د کرونا مثبت پېښې زياتې او مړينې کمې او خېبرپښتونخوا کې په کرونا اخته کسانو شمېرې کمې او مړينې سېوا دي.

19.04.2020 ډیوه

کرونا وايرس کېلاشيان هم ويرولي

کېلاشيان وايي د کرونا وايرس د وبا د وېرې دوی خپل غم ښادۍ او مېلې چی د دوی د ټولننیز ژوند مهمې برخې دي دوی په ګډه نه شي کولی. او د کرونا وبا د دوی رسمونو او رواجونو ته خطره جوړه شوې ده.

19.04.2020 ډیوه

ميرانشا: په بويه چيک پوسته وسله وال بريد کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی، درې ژوبل

د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې په پوځي چيک پوسته نالومو وسله والو بريد کړی چې پکې يو پاکستانی پوځي سرتيري وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

19.04.2020 ډیوه

په امریکا کې د کرونا وايرس د لاک ډاؤن پرضد مظاهرې شوي

د امریکا په ټېکساس کې د خالي/ شنبې په ورځ يو احتجاجي لاريون ويستل شوی چې پکې زياتره د صدر ډانلډ ټرمپ پلويانو ګډون کړی دوی د دفترونو او کار د ځايونو پرانستلو غوښتنه کوله.

19.04.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وايرس تازه شمېرې، ۱۴۹ مړه، ۷۹۹۳ پرې اخته شوي

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېرې ۱۵۹ ته ورسېدې، ټول ۷۹۹۷ کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

19.04.2020 ډیوه

افغانستان:‌ د ارګ په یو شمیر چارواکو کې د کرونا وایرس پخلی شوی

افغان چارواکو ویلي د افغانستان صدارتي‌ ماڼې یا ارګ په یو شمیر چارواکو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۷۰ کلن ولسمشر اشرف غني د چارواکو سره یواځې د انټرنیټ په لاره تماس نیسي.‌ راېټرز خبري ادارې ته د صحت یو چارواکي ویلي صدارتي ماڼۍ ته لیږل شوي سرکاري لیک کې ویل شوي، د کرونا وایرسه ناروغه شوو چارواکو کې د لومړیو نخښو مالومیدلو وروسته د روانې میاشتې په لومړیو وروځو کې د دوي معاېنې یا ټسټونه شوي‌ دي.‌ د افغانستان د صحت یو چارواکي‌ د خپل نوم نه څرګندولو په شرط خبري‌ ادارې ته ویلي: ٫٫ د یو بل دفتر نه ارګ ته رالیږل شوي لیک یا دستاویز کې د وايرس په وجه د ارګ کسان اغیزمن شوي.٬٬  خبري اداري لیکلي په صدارتي‌ ماڼۍ کې لږ تر لږه په ۲۰ چارواکو کې د وايرس پخلی شوی دی. خو دا اندیښنه یې هم څرګند کړې چې د ناروغانو شمیره زیاتیدی هم شي.‌ ٫٫ د ټیسټونو / معاینو د نتیجو راتللو پورې د ارګ ځینو چارواکو په خپلو دفترونو کې کار کوو، نو ځکه دغه ټول کسان او د دوي‌ کورنۍ ټولې قرنطین کړی شوي.٬٬  د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي د معاینو وړاندې ځینو کارکونکو ته ویل شوي وو په کور کې پاتې شي او دا مهال د دغه کسانو په خپلو کورو کې د پاتې کیدلو موده درې میاشتې نوره غځول شوې ده.  یوې بلې حکومتي سرچینې راېټرز خبري ادارې ته ویلي صدر اشرف غني وړاندې ویلي وو چې د معدې او ګېډې ځینې ستونزې لري او یواځې د نژدیو کسانو سره ویني او د نورو چارواکو سره ډیر کم لیده کاته کوي او زیاتره په انټرنېټ رابطه کوي.  د کرونا وايرس په اړه ویل کیږي د زیات عمر خلک ډیر زر ناروغه کوي او د مرګونو شمیره یې هم په لوې عمر خلکو کې زیاته ده.‌ افغانستان دا مهال د خوراکي سامانونو او د دوایانو د کمۍ سره هم مخ دی.‌ د خالي/ شنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا وايرس له امله د اغیزمن کسانو شمیر ۹۳۳ ته رسیدلی او ویل کیږي تر دې وخته پورې افغانستان کې د کرونا د لاسه ۳۰ کسان مړه شوي دي.‌خو چارواکو اندیښنه څرګند کړې دغه شمیره سېوا کیدلی شي ځکه په افغانستان کې د کرونا معاینو یا ټسټونو شمیره ډیره کمه ده.‌ د افغانستان د صحت محکمې دا خبردارې هم ورکړی که چرې په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته نه کړل شول نو په هیواد کې په میلینونو خلک د کرونا وایرسه اغیزمند کیدلی شي.

18.04.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وایرس پېښې په راتلونکي هفته کې تر 15 زرو رسېدلې شي، عمران خان وایي

په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندې اخته خلکو شمیر7,674 دی

18.04.2020 ډیوه

صدر علوي: حکومت او دیني عالمان په روژه کې د عبادت لپاره په 20 وړاندیزونو موافق شوي دي

د پاکستان صدر - ولسمشر ډاکتر عارف علوي د دیني عالمانو سره  کتنې وروسته ویلي چې د خلکو او جوماتونو لپاره د روژې په بزرګه - زبرګه میاشت کې د عمل کولو لپاره د شلو ټکو پلان باندې موافقه شوې ده. ښاغلي علوي یو مطبوعاتي کانفرانس کې وویل: "روژه د عبادت میاشت ده او مسلمانان دې میاشت سره ډیره مینه لري. لازمه وه چې د هر ډول فېصلې- پریکړې د کولو د مخه د حکومت وړاندیزونه او دیني عالمانو وړاندیزونه راټول شي ". د صدر عارف علوي په مشرۍ کې د هیواد څلورو صوبو کې د عالمانو سره د ویډیو لینک دلاری شوي غونډی وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې ده. بیان کې ویل شوي چې په جوماتونو او امام باړو کې به قالینونه او دری نه غوړول کیږي. د روژی ماتي او د پیش ماني غونډې به نه تنظیمیږي. د لمانځه وړاندی او وروسته غونډو به مخنیوی کېږي. په کومو جوماتونو کې غولي شته نو باید لمونځونه د کوټو او د هالونو پرځاې بهر وشي. اعلامیه کې ویل شوي چې د50 کالو نه ډیر عمر لرونکي ، کوچنيان، د ټوخي ، نزله او زکام ناروغان به جوماتونو ته نه ورځي. د تراویح لمونځ به د جومات په انګړ-غولي کې ترسره کیړي. په کورونو کې د تراویح لمونځونو کولو هم ټینګار شوی دی.   په پاکستان کې د دیني مدرسو د مرکزي دفتر "وفاق المدارس العربیه" ګڼ شمېر دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو حکومت ته خبرداری ورکړی و چې په جوماتونو کې دې د جماعت پر لمونځونو نور اضافي بندیزونه نه لګوي.   د رایټرز خبري ایجنسۍ د وروستي خبر له مخې په پاکستان کې په کرونا وایرس اخته شاوخوا ۶۰ فیصده کسان له سعودي او ایرانه را ستانه شوي عمره کوونکي او شیعه زیارت کوونکي او یا هم د تبلیغي جماعت کسان دي.

18.04.2020 ډیوه

دکرونا دپاره دځانګړو روغتونونو ښځلې که په سائنسي اصولو ضایع نه شي نو وائروس ترې خوریږي،پوهان وایي

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې پروفيسر آصف خان وي او ای ډيوه ته وويل د صحت دنړيوالې ادارې  ډبليو ايچ او څېړنې ښايي، کرونا وايرس په بیلابیلو کچو د څو ورځو له پاره ژوندي پاتې کېدلی شي او که څوک هغې ته لاس وروړي نو د دې وايرس ښکار کېدای شي۔

18.04.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more