شاته

دتورخم په پوله نور را اوښتي ۵۱۸ پاکستانیان قرنطین مرکزونو ته ولیږل شول

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دګډې پولې تړل کیدو له امله دافغانستان بیلابیلو برخو کې ایسار پاتې شوي نور ۵۱۸ پاکستانيان هم دتورخم دلاري پاکستان ته را اوښتي اؤ دخيبر په جمرودسيمه کې جوړکړل شوو قرنطين مرکزونو ته لېږل شوي دي۔

دسیمې نه د ډيوه دخبریال فرید شینواري له مخې دتورخم په لاره پاکستان ته را اوښتو دغو تنانو کې خواوشا ۱۷۷ پوري ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي .

دخيبر قبائیلي ضلعې انتظامیه وایي په دوؤ ورځوکې دتورخم دلاري څه دپاسه ۷۰۰ نه زيات پاکستانيان خپل وطن ته راغلي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دخيبر ضلعې انتظامي مشر یا ډپټي کمشنرمحموداسلم وویل افغانستان څخه راتلونکو پاکستانيانو دپاره په جمرود اولنډيکوتل کې قرنطين مرکزونه جوړکړی شوي دي اوهلته ورته دخوراک ترڅنګ دانټرنېت اسانۍ هم ورکړل کیږي.

دکرونا وائروس دمخنیوي په خاطر پاکستان ۱۶م اپریل نه افغانستان سره دخپلو پولو دتړلو اعلان کړی ؤ خو وروسته دافغان حکومت په غوښتنه پاکستان اعلان وکړو چې دتورخم لاره به دسوداګریزو اوسامان وړونکو ګاډو دپاره په هفته کې درې ورځې خلاصه ساتي.

دخېبرسيمې يو ډاکټر، تازه ګل افريدي وايي افغانستان څخه د راغليو دغو ټولو تنانو ټیسټونه به کيږي او کوم تن کې چې دکرونا وايرس پخلی وشو هغه به ائسولېشن مرکزته لېږل کېږي.

د چین د ووهان ښار څخه دکرونا وائروس خوره شوې وبا په پینځوؤ میاشتو کې د نړۍ ۱۸۵ؤ څخه زیاتو هیوادونو ته رسېدلې ده اؤ پاکستان کې هم په چټکتیا سره د خوریدو په حال کې ده.

تر اوسه پاکستان کې په دې ناروغۍ ۷۹۹۳ کسان اخته شوي اؤ ۱۵۹کسان مړه شوي دي.

دافغان چارواکو له مخې دخالي د ورځې پورې په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ کسان په کرونا وائروس مړه شوي اؤ ۹۳۳ نور په دغه ویروس اخته دي.