شاته

که چین دکرونا وايرس دخوریدو ذمه وار وختلو نو سختو نتیجو سره به مخ شي،دصدر ټرمپ خبرداری

دامریکې صدر ډانلډ‌ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی چې که چرې د کرونا وايرس د خوریدو ذمه وار چین وختلو نو دغه هیواد ته به ددې سختو نتیجو ته ځان نیول وي.

د برتانوي خبري شبکې رائټرز له مخې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دکرونا وبا مخه په چین کې نیول کیدای شوه چرته نه چې دا وبا خوره شو ده خو له بده مرغه دغسې ونکړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا په صدر ډانلډ ټرمپ نیوکې روانې دي چې چین دکرونا په وبا قابو وموندله خو امریکا کې ددغه وائرس له امله پرله پسې خلک مړي.

صدر ټرمپ ویي اوس ټوله نړۍ ددې وبا دلاسه د تکلیف سره مخ ده.

صدر ټرمپ ویلي که چرې دچین نه د کرونا وبا خوریدل یوه تیروتنه وي نو تیروتنه باید تیروتنه وګڼل شي خو که چرې هغوئ (چین) ددې ذمه وار وي نو بیا ورته ددې نتیجو ته ځان نیول وي.

خو صدر ټرمپ دا نه ده واضحه کړې چې چین ته به څه رقم نتیجو ته ځان نیول وي یا امریکا په دغه صورت کې څه رقم ګامونه اخستی شي ؟

صدر ټرمپ اؤ دهغه انتظامیه پرله پسې تورونه لګوي چې چین د کرونا وايرس په هکله شفافیت یا روڼوالی نه دی ښودلی.

څو ورځې وړاندې امریکې د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مرستې هم په دې وینا ځنډولې وې چې دا اداره دچین پلوي ده.

دامریکې صدر په لمړیو کې دچین د صدر ژي جن پنګ ستائنه هم کړې وه چې د کرونا وبا یې په چین کې قابو کړې ده.

څو ورځې وړاندې امریکایي رسنۍ فاکس نیوز پخپل یو راپور کې ویلي وؤ دا خبره شونې ده چې کرونا وايرس دچین د ووهان په لیبارټرۍ کې تیار کړل شوی وي اؤ چین باید ددې خبرې ثابتولو هڅه وکړي چې هغوئ څنګه دا وبا پیژني اؤ څنګه ددې دمخنیوي دپاره ګامونه پورته کولی شي؟

صدر ټرمپ هم ویلي دهغه حکومت ددې خبرې تجزیه کوي چې ایا کرونا وايرس دچین د لیبارټرۍ څخه خواره شوي دي؟

دفرورۍ په میاشت کې دچین دولتي ادارې ووهان انسټي ټیوټ اف وائرولوجي دا افواه ګانې رد کړې وې چې ګنې کرونا وايرس ددغه انسټي ټيوټ په کومه لیبارټرۍ کې جوړ شوي اؤ یا دکومې لیبارټرۍ څخه خواره شوي دي