شاته

زلمي خلیلزاد دهند بهرنیو چارو وزیر سره افغانستان کې دټول شموله حکومت په جوړولو خبرې کړي

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند دبهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د امن په تازه وضعیت اؤ دکورني سیاسي کړکیچ ترڅنګ دیو جامع حکومت په جوړولو خبرې کړي دي.

دهند دبهرنیو چارو وزیر سره دخپلې لیدنې جذئیات ښاغلي خلیلزاد په ټوئټر ورکړي اؤ لیکلي یې دي هغه دجی شنګر سره دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو دخوشې کولو دلړۍ په چټک کولو ،تشدد کې په کمي راوستلو اؤ دبین الافغاني خبرو اترو زر تر زره په پیل کولو غږیدلی.

د زلمي خلیلزاد په وینا "موږ د کورني سیاسي کړکیچ د بیړني هواري او پر دې اهمیت وغږیدلو چې افغان مشران یو ټول شموله حکومت جوړ کړي"

هغه ویلي دغه لیدنه کې یې د کرونا وائرس له امله په سملاسي اؤ د اوږدې مودې په اغیزو هم خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد وایي دهند دبهرنیو چارو وزیر ته یې ویلي چې افغانستان کې د دائمي امن دپاره سیمه ییزو اؤ نړیوالو هڅو کې د هند دګډون امریکا هرکلی کوي اؤ ددې غرض دپاره به هغه د هند سره په تماس کې وي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم پخپل یو ټوئټ کې ویلي وؤهغه امریکایي استازی دافغانستان دننه د اوسني شوي پرمختګ په هکله د هند د دریځ څخه خبر کړی دی.

زلمي خیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیر سره دا لیدنه په داسې وخت کې کړې ده چې د روان کال د فرورۍ دمیاشتې په وروستیو کې په قطر کې امریکې اؤ طالبانو د سولې یو تړون لاسلیک کړی اؤ دواړه خواوې اوس غواړي چې په دغه تړون زر تر زره عمل وشي.

په دې لړ کې دامریکې استازي زلمي خلیلزاد دامریکایي ځواکونو دمشر جنرل اسټن میلر سره یو ځائ د دوشنبې په ورځ په دوحه کې دطالبانو مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر سره لیدنه کړې وه اؤ دسولې دتړون عملي کیدو مخې ته په پرتو خنډانو یې ورسره خبرې کړې وې.

زلمي خلیلزاد اؤ جنرال میلر په نزدې ورځو کې دپاکستان سفر هم کړی ؤ اؤ دلته یې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره افغانستان کې دسولې اؤ امن په تامین خبرې کړې وې.

څېړونکي وایي دسیمې هیوادونو سره د امریکایي مشرانو ددې لیدنو موخه داده چې هغوئ افغانستان کې دسولې تړون عملي کیدو اؤ دامن ټينګښت کې خپل کردار لوبولو ته وهڅوي.