په پاکستان کې دې لاک ډاون سخت او په جوماتونو کې د لمونځونو فیصلې ته بیا کتنه وشي، د ډاکترانو غوښتنه
وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت څوک په زور د جوماتونو نه نشي منع کولی او خلک دې د خپلې خیرښیګړې فیصله په خپل سوچ وکړي. ډاکټرانو حکومت نه د لاک ډاون د سختوولو غوښتنه په کراچۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو خبري غونډه کې وکړه
صدر ټرمپ به د ګرین کارډونو منظوري د ځنډولو حکمنامه لاس لیک کړي
صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل کله چې د امریکې اقتصاد د کرونا وایرس نه بحال کېږي نو د مهاجرت په اړه دغه نوی ګام به امریکایان د روزګار ترلاسه کوونکو د قطار په سر کې ودروي
په افغانستان کې د تشدد په تازه پېښو کې ۶۰ کسان وژل شوي
د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان امنیتي د طالبانو په حملو کې دا هفته ۷۰ عسکر وژل شوي دي چې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي کوښښونو ته یوه ضربه ده
خېبر پښتونخوا کې ۱۴ډاکټران اؤ نور ګڼ طبي مامورین په کرونا وايرس اخته شوي
چارواکي وایي دپاکستان د نورو صوبو په پرتله تر اوسه دکرونا وائروس له امله تر ټولو زیات ۸۰کسان په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي خو اوس مطبوعات وعو کوي چې په دې صوبه کې د۱۴ؤ ډاکټرانو په ګډون ګڼ شمیر نور روغتیایي مامورین هم په کرونا وائروس اخته شوي دي.
په تاريخ کې په لومړي ځل به د منېسوټا ریاست یو جومات په لاوډ سپیکر اذان ورکوي
د دار الهجره امام شیخ عبدالرحمان شریف جومات ته په لاوډ سپیکر د اذان ورکولو د فیصلې هرکلی وکړو او ویې وېل دا د منیاپلس ښار دپاره تاریخي وخت دی."دا زمونږ دپاره د افتخار خبره ده چې په امریکا کې به دا لومړی جومات وي" چې په لاوډ سپیکر به اذان ورکوي
هند کې ۷۸ خبریالان هم په کرونا وائروس اخته شوي دي
چارواکي وایي هند کې د نورو زرګونو وګړو ترڅنګ تر اوسه ۷۸ خبریالان هم په کرونا وئروس اخته شوي دي اؤ د ګڼو خبریالانو د کرونا ټيسټونه شوي خو نتیجې یې لا مخې ته نه دي راغلي.
د وزیراعظم عمران خان د کرونا وایرس ټېست منفي ختلی
د عمران خان د کرونا وایرس منفي خبر تر څنګ په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۷ تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي، چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۰۹ لوړه شوې ده
افغانستان کې دکرونا وائروس ۵۱تازه پېښې ثبت شوې،کابل کې دکرونا دناروغانو کچه تر هرات لوړه شوه
دافغانستان پلازمینه کابل اؤ نورو بیلابیلو ولایتونو کې په تیر یو شوارزو کې د کرونا وائرس ۵۱ پېښې ثبت کړل شوي دي چې دې سره افغانستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۱۴۳ ته رسېدلې ده.
د کرونا وايرس په مهال د کاروبارونو زر خلاصول به تاواني وي، د صحت نړيواله اداره
د صحت د نړيوالې ادارې يو چارواکي ويلي کوم هېوادونه چې په لاک ډاؤن کې نرمي کوي دوی به د کرونا وايرس بيا سېوا کېدو د خطرې سره مخ کيږي.
شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري او يو ځايي تن وژل شوي
د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي بريد کې لږ تر لږه دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان حکومت او ډاکټران په ځايي خلکو کې د کرونا وايرس خورېدو اندېښمن کړي
د بلوچستان حکومتي ویاند لیاقت شاهواني ويلي چې په صوبه کې کرونا وايرس هغو خلکو ته هم لګېدلي کوم خلک چې په خپلو سیمو،کليو او کورونو کې وو، کوم سفر یې نه دی کړی.
پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۷ تنه مړه کړي، د مړو شمېره ۲۰۹ شوه
په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۷ تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي، چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۲۰۹ لوړه شوې ده.
د هند د انتظام لاندې کشمیر کې پولیس د "جعلي خبرونو" په لړ د دوو خبریالانو تحقیقات شروع کړي
د هند د انتظام لاندې کشمیر د پولیس مشر وېجی کمار رویټرز خبري ادارې ته وویل په مسرت زهره د هندوستان خلاف هلې ځلو د مخنیوي قانون دلاندې په فېس بک او سوشل میډیا د ملک په ضد مواد په خپرولو مقدمه جوړه کړی شوي ده
د باجوړ ډي سي د رخصتوولو دستورې تصویرانو هغه د مشکل سره مخ کړو
نظام الدین خان وویل حکومت د خلکو نه غوښتنه کوي چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې ګنه ګوڼه نه جوړوي خو چې "بيا د مرستيال کمشنر په چوکۍ باندې داسې کارونه کيږي نو خلک به وایي چې دوی پرې خپله عمل نه کوي نو مونږ يې ولې ومنو؟"
په نړيواله کچه د تېلو نرخونه کمېدل به د پاکستان په اقتصاد څه اثر وکړي؟
دا وخت په نړيوال مارکيټ کې د اوپېک تیلو د يو بېرل تېلو بيعه ۱۸ ډالره او د برېنټ کروډ تېلو د يو بېرل بيعه ۲۵ ډالره ته راکوزه شوې ده، د کوم وروستو چې د تېلو پېدا کوونکو هېوادونو سره د تېلو د ذخيره کولو ځای هم ختم شوی دی