شاته

کرونا وايرس کېلاشيان هم ويرولي

کېلاشيان وايي د کرونا وايرس د وبا د وېرې دوی خپل غم ښادۍ او مېلې چی د دوی د ټولننیز ژوند مهمې برخې دي دوی په ګډه نه شي کولی. او د کرونا وبا د دوی رسمونو او رواجونو ته خطره جوړه شوې ده.

د چترال د کېلاش قبیله چې ابادي يې هم ډېره کمه ده او د وړاندې نه د ختمېدو د خطر سره مخ ده د کرونا وبا نور ويرولي دي.

د کېلاش قبیلې غړې او د چترال عجايب ګهر یوه چارواکې سيد ګل وايي چې نیکه يې د قبیلې یو مشر ؤ، خو د کرونا وبا د وېرې دوي ورله هغه شان وروستي رسمونه ونه کړل شو څنګه چې د دوی روايات دي.

سيد ګل ته د خپل کلتور لپاره په کار کولو صدارتي اېوار‌‌‌‌‌‌ډ هم ورکړی دی.

سيد ګل وايي "زمونږ په کېلاش کې داسې وي چې وړوکی غم وي او که خوشالي او که لوی هغه مونږ په ګډه نمانځو. زمونږ ټول خلک پکې رايوځای کيږي او غونډې راجوړيږي، خو د کرونا وايرس د وبا د لاسه مونږ د خپل نيکه خپل وروستي رسمونه هغه شان ونه کړی شو څنګه چې د هغه ارمان او زمونږ خواهش ؤ".

ګل وايي چې د کېلاش د خلکو دا رواج دی چې د مړي دوه ورځې غم کيږي،د کېلاش د درې واړو بانډو نه خلک راغونډيږي او د هغه وروستي رسمونه کوي، د مړ شوي کس د ژوند د کارنامو ذکر پکې کيږي او خلکو له پکې ډوډۍ هم ورکولی کيږي.

"زما نيکه د بمبوريت د کېلاش مشر وو، د خپل ژوند په ۱۰۶ کاله عمر کې يې ډېر څه کړي وو، د هغه دا ارمان ؤ چې کله هغه مړ شي نو د هغه جنازه دې دوه ورځې پرته وي. خو د مشر په حېث د کرونا وبا د لاسه مونږ د هغه د ژوند د کارنامو ذکر هغه شان ونه کړی شو څنګه چې د مرګ نه پس د ژوند په اخري رسمونو کې مونږ کوو. په نړۍ کې د کرونا وبا خوره ده او ټول خلک ترې پرېشانه او اغېزمن دي هم دغه شان ترې مونږ هم پرېشانه او اغېزمن يو. شکر دی دا وبا دلته نشته خو وېره يې موجوده ده".

ګل وايي چې د کېلاش خلک چې د مخکې نه د ختمېدو د خطر سره مخ دي د دوی په رسمونو باندې د کرونا وبا د لاسه د وېرې اثر شوی دی.

د کېلاش د خلکو ابادي د څلورو زرو نه هم کمه ده،ځکه زمونږ خلک د کرونا وبا نه وېرېدلي دي او د ټي وي د لارې اوس خلک خبر دي چې دا وبا خطرناکه ده. د دغه وبا په حقله په خلکو کې پوهه هم خوريږي او د دې د نيکه په غم کې يو ځاي تنظيم د اوبو او صابن انتظام هم کړی وو چې خلک راغونډيږي نو لاس دې ووينځي او ځان صفا کړي.

ګل وايي چې څنګه د کرونا وبا د لاسه د غم يا د مرګ اخري رسمونو باندې اثر پرېوتی، دا وېره شته دی چې په راتلونکو مېلو باندې به هم د دې اثر پرېوځي.

"د مې د مياشتې د جوشي مېلې په حقله هم مونږ په یقين سره نه شو ويلی چې مونږ به يې څنګه کوو، که حالات ښه نه شو او دا وبا وي نو دا وېره شته دی چې څنګه مونږ د غم په ورځ وروستي رسمونه ونه کړی شو داسې به مونږ خوشالۍ هم په ګډه ونه کړی شو".