شاته

خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د کرونا وائروس ۱۰ ناروغان مړه شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې په یوه ورځ د کرونا وائروس له امله ۱۰کسان مړه شوي چې دې سره په ټوله صوبه کې په دې ناروغۍ د مړو شمیره ۶۰ؤ ته رسېدلې ده.

د صحت محکمې د شمیرو له مخې په ګرد پاکستان کې تر دې مهاله ۱۵۸کسان په کرونا وائروس مړه شوي دي خو د ټول پاکستان په پرتله دې وائروس زیات خلک په خیبر پښتونخوا صوبه کې وژلي دي.

دخیبر پښتونخوا صوبې د صحت وزیر تیمور جګړه په ټوئټر لیکلي په یو شواروز کې صوبه کې د کرونا وائروس ۶۲ نوې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره صوبه کې د کرونا په ناروغۍ د اخته کسانو شمیره ۱۱۳۷ته رسېدلې ده.

هغه ویلي په دغه وائروس اخته لس کسان نور هم دصوبې په بیلابیلو برخو کې مړه شوي چې هغې کې دڅلورو تړاؤ دپېښور،دڅلورو دسوات.اؤ دیو،یو تړاؤ د ایبټ اباد اؤ مردان سره دی.

کرونا وائروس په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات په سر ښار پېښور کې خپاره شوي دي اؤ دصوبې داطلاعاتو دچارو معاون اجمل وزیر دوه ورځې وړاندې ویره ښکاره کړې وه چې پېښور کې په چټکتیا سره دکرونا وائروس د ثبت کیدو پېښې ښایي که خلک د روغتیا د پوهانو اؤ دحکومت په هدایاتو عمل ونکړي نو دا ناروغي نورو خلکو ته هم خوریدلی شي.

ډاکټران په اولس پرله پسې ټینګار کوي چې د کرونا نه دځان خوندي ساتلو دپاره باید په کورونو دننه پاتې شي اؤ دخلکو منځ ته له ورتګ اؤ ګڼې ګوڼې ډډه وکړي خو د ډاکټرانو اؤ حکومت د لارښوونو برعکس په پېښور کې اوس هم بازارونو،جوماتونو،حجرو اؤ لارو کوڅو کې دخلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي.

د چین د ووهان ښار څخه دکرونا وائروس خوره شوې وبا په پینځوؤ میاشتو کې د نړۍ ۱۸۵ؤ څخه زیاتو هیوادونو ته رسېدلې ده اؤ پاکستان کې هم په چټکتیا سره د خوریدو په حال کې ده.

تر اوسه پاکستان کې په دې ناروغۍ ۷۹۹۳ کسان اخته شوي اؤ ۱۵۹کسان مړه شوي د