ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سنا د جوبایډن د ۱.۹ تریلیون ډالرو مالي مرستو پلان منظوروي

د سنا په مجلس کې د دیموکرات ګوند غړي هیله لري چې تر را روانې دوشنبې پورې د ۱.۹ ټریلیون په اندازه د کرونا د ویروس د مرستو لایحه منظوره کړي.

06.03.2021 امریکا غږ

د ۳ کارکوونکو له وژل کېدو وروسته د انعکاس ځینو خبریالانو دندې پرېښودې

له هغې وروسته چې نا معلومه وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې همکارانې ووژلې، د دغه تلویزیون ځینو نورو کارکوونکو استعفاوې ورکړې.

06.03.2021 امریکا غږ

د پاکستان پارلمان عمران خان ته د باور رایه ورکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن شنبه د مارچ په ۶مه (کب۱۶) د هیواد له پارلمان څخه د بارو رایه تر لاسه کړه.

06.03.2021 امریکا غږ

د اوزلوبې دویم پړاو؛ بلخ لوبډلې هرات ته ماتې ورکړه 

د اوزلوبې د دویم پړاو په دویمه ورځ هرات د بلخ او بغلان د سرپل لوبډلې سره سیالي وکړه چې بلخ او سرپل خپل سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

06.03.2021 امریکا غږ

اترا: افغانستان کې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل شوه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د اي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل کړی دی.

06.03.2021 امریکا غږ

غني پاکستان ته: خپلواک افغانستان ومنئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان باید خپل تیر سیاست ته په تغیر ورکولو سره افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه ومني.

06.03.2021 امریکا غږ

هلمند کې موټر بمب چاودنې د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس وژلی

د هلمند ولایت د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس سید محمود سادات په موټر بم چاودنه کې وژل شوی دی.

06.03.2021 امریکا غږ

موږ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو- ادم سمیت

موږ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستاڅخه نه وځو- ادم سمیت

05.03.2021 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

05.03.2021 امریکا غږ

کاملا هریس د اسرائیل-فلسطین ترمنځ په متوازنې سولې ټېنګار وکړ 

سپینه ماڼۍ وایي د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي. 

05.03.2021 امریکا غږ

د ایران سپاه پاسدران وايي د یوې الوتکې د تښتول کېدو مخه یې نیولې

ایراني چارواکي وایي د یوې مسافر وړونکې الوتکې د تښتول کیدو مخه یې نیولې چې د اهواز د ښار نه مشهد ته یې پرواز کاوه.

05.03.2021 امریکا غږ

بلوچستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان تعلیم څخه محروم دي

د پاکستان په یو تر ټولو لوی ایالت بلوچستان کې چارواکي وايي چې ۶۰ سلنه ماشومان یې ښوونځیو ته له ورتګ او تعلیم څخه محروم دي.

05.03.2021 امریکا غږ

د برما پوځ د امریکا له یو بانک څخه د یو میلیارد ډالرو ایستلو هڅه کړې

د برما پوځي واکمنانو کوښښ کاوه د امریکا د نیو یارک ایالت د مرکزي بانک نه خپل شاوخوا یو میلیارد ډالر وباسي خو امریکایي چارواکو یې مخه نیولې ده.

05.03.2021 امریکا غږ

امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي

د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ میرمن جل بایډن د مارچ اتمې په مناسبت د ۲۰۲۱ د زړورو مېرمنو جایزه د اوه وژل شویو افغان مېرمنو په نوم کوي.

05.03.2021 امریکا غږ

له یو کلن ځنډ وروسته بیا کابل کې د اوزلوبې سیالۍ پیل شوې

د یوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د اوزلوبې لیګ دویم پراړو نن کابل کې پیل شو. دغه لیګ تېر کال هم پلازمېنه کابل کې پیل شوی و خو د کرونا ویروس خورېدل یې لوبې په نیمه کې وردرولې.

05.03.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more