شاته

د ۳ کارکوونکو له وژل کېدو وروسته د انعکاس ځینو خبریالانو دندې پرېښودې

له هغې وروسته چې نا معلومه وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې همکارانې ووژلې، د دغه تلویزیون ځینو نورو کارکوونکو استعفاوې ورکړې.

د انعکاس تلویزیون رئیس انجنیر زلمی لطیفي وایي چې تېرو دریو ورځو کې د انعکاس تلویزیون شپږو کارکوونکو استعفاوې کړي او دا استعفاوې یې منظورې شوي دي.

په دغو کسانو کې چې استعفاوې یې کړي د خبر د برخې مسول سمیع الله درانی او د دغې برخې مرستیال وحید الله امان هم شامل دي.

په دغو کارکوونکو کې د انعکاس تلویزیون د ځانګړو راپورونو خبریال جاوید رازمند هم شامل دی.

هغه امریکا غږ ته وویل چې د ورستیو تهدیدونو له امله یې استعفا کړې ده.

وسله والو درې ورځې مخکې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکونکې د جلال اباد ښار کې ووژلې.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیست.

شاوخوا درې میاشتې مخکې وسله والو د دغه تلویزیون یوه بله خبریاله ملاله میوند هم وژلې وه.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هغه وخت ویلي وو چې د ملاله میوند د قتل په تور یې ځینې کسان نیولي دي.

لا معلومات نشته چې دا نیول شوي کسان څوک و او دوسیه یې چېرته رسېدلې ده.