شاته

موږ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو- ادم سمیت

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې د وسله وال پوځ‌ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیت وايي‌ داسې نه ښکاري چې امریکا به د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي سمیت دا خبرې نن جمع مارچ پنځه (کب۱۵)‌ په واشنګټن کې د «بروکینګز انستیتوت» کې وکړې.

د امریکا-طالبانو د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د تړون په اساس باید بهرني ځواکونه د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

د تړون مهم شرطونه دا دي چې طالبان باید له القاعده سره پرېکون وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي. امریکایي چارواکي ‌وايي طالبانو د تړون په شرایطو عمل نه دی کړی.

ښاغلي سمیت وویل: « ایا داسې سناریو شته چې سږکال یې ووینو چې موږ داسې یو مرحلې ته رسېدلي یو چې له افغانستان څخه وتل مو منطقي وي؟ هو. موږ باید داسې لاره ولټوو چې زموږ موجودیت ستراتیژیک او کم وي.»

ښاغلي سمیت په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې وکړې او وویل چې په مختلفو ځایونو کې د امریکایي سرتېرو کم موجودیت د اهدافو په ترلاسه کولو مرسته کوي.

نوموړی داسې مهال په افغانستان څخه د امریکايي ځوکونو د پاتې کېدو په اړه خبره کوي چې د جرمني په ګډون د ناټو یو شمېر مشرانو ویلي دي چې د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه نه وځي.

ناټو وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل باید په شرایطو پورې تړلي وي.

طالبانو خبرداری ورکړی دی که په ټاکلي وخت بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ونه وځي،‌ دوی به خپله جګړه روانه ساتي.

په همدې حال کې د افغانستان د بیاپخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته په سفر وتلی دی چې په دغه هېواد کې سولې ته لاره پرانیستل شي او جګړه ختمه شي.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو کمې اندازې ته رسولی دی.