ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

01.03.2021 امریکا غږ

سیګار: امریکا په افغانستان کې په موټرو او ودانیو میلیاردونه ډالر بې ځایه لګولې

د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې (سیګار) په تازه راپور کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په داسې موټرو یا ودانیو لګولي چې یا له منځه وړل شوي او یا ترک شویدي.

01.03.2021 امریکا غږ

د خاشقجي نامزادې د عربستان ولیعهد ته د سزا غوښتنه کړې

د جمال خاشقجي نامزادې نن د مارچ په لومړۍ نیټه (کب ۱۱) وویل چې شهزاده محمد بن سلمان ته باید د ښاغلي خاشقجي د قتل په قضیه کې له ځنډ پرته سزا ورکړل شي. 

01.03.2021 امریکا غږ

چین افغانستان ته د کوویډ ۱۹ ضد ۴۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چین ورسره د ساینو فارم په نامه د کروناویروس ضد د ۴۰۰ زرو ډوزه واکسین ورکولو ژمنه کړې.

01.03.2021 امریکا غږ

کابل د سولې په پروسه کې د انقرې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ترکیه په سیمې او اسلامي نړۍ کې یو مهم هېواد دی او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبولی شي.

01.03.2021 امریکا غږ

افغانستان کې تازه د کرونا ویروس ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

01.03.2021 امریکا غږ

کاپیسا کې د القاعده د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي ـ دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت په کاپیسا ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

01.03.2021 امریکا غږ

خلیلزاد د افغان سولې په اړه خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی دی.

01.03.2021 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

28.02.2021 امریکا غږ

ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶۰زرو واوښت 

د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۳ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي. 

28.02.2021 امریکا غږ

په امریکا کې د کروناویروس ضد درېیم واکسین منظور شو 

د امریکا د متحده یالاتو د درملو او غذا ادارې په رسمي بڼه د «جانسن اینډ جانسن»د شرکت د کروناویروس ضد واکسین منظور کړ. 

28.02.2021 امریکا غږ

د چوپتیا ماتول ـ په ترکیه کې د رسنیو ازادي

په ترکیه کې مطبوعات د لویدیځې نړۍ په پرتله هیڅکله هم دومره ازاد نه و، خو د دې هیواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، په استبدادي دوره کې دغه هیواد خبریالانو ته زندان شوی دی.

28.02.2021 امریکا غږ

پولیسو په میانمار کې لږ تر لږه ۱۱ مظاهره کوونکي وژلي

په میانمار کې د پوځي‌کودتا پر ضد لا هم د خلکو مظاهرې روانې دي.

28.02.2021 امریکا غږ

د جمال خاشقچي وژل کېدل؛ امریکا د سعودي په اړه خپل دریځ اعلانوي 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې ژر به دا اعلان وکړي چې د سعودي عربستان سره څه وکړي

28.02.2021 امریکا غږ

په غور کې مظاهر کوونکو د "والي دفتر وتړه"

د غور ولایت لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت والي د لرې کېدو لپاره فیروز کوه ښار کې لاریون وکړ.

28.02.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more