شاته

اترا: افغانستان کې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل شوه

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د برېښنايي سیم (eSIM) ازمایښتي کارونه پیل کړې ده٠

دغه سیم د فزیکي سیمکارټونو پر ځای په نغښټي یا (Embedded) په ګرځنده ټیلیفونونو کې ځای پر ځای کيږي.

د اترا ادارې ویاند سعید شینواري په دې اړه نن شنبه مارچ ۶ (کب۱۶) امریکا غږ ته وویل: "افغانستان کې به د اي سیم به په تدریجي ډول د فزیکي سیمکارټونو ځای ونیسي. د دغه سیم په کارولو سره به نورو بریښنايي وسیلو ته د انټرنټ نښلېدو زمېنه هم برابره شي."

د ښاغلي شینواري په وینا د برېښنايي سیم په کارولو به کاروونکي دې ته اړ نه وي چې بل هېواد ته د تګ په اوږدو کې د ټيلیفون سیمکارټونه بدل کړي.

اي سیم اوس مهال د نړۍ په ۶۰ هېوادو کې کارول کیږي خو افغانستان کې بیا فزیکي سیمکارټونه کارول کیږي.

ویل کیږي دغه سیم یوازې د ایفون او سمسنګ وروستیو پرمخ تللیو زیرکو ټیلیفونونو کې کارول کیږي.

پر دې بنسټ د افغانستان په شان اکثریت کمزوري اقتصاد لروونکي خلک چې ابتدايي ازرانه ټیلیفونونه کاروي ښايي د دغې ټکنالوژۍ په کارولو کې له ستونزو سره مخ شي.

اوس مهال ۹۰ سلنه افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري خو د سیمکارټ له لارې د اړیکې او انټرنټ پر کیفیت لا هم نیوکې شته٠