شاته

غني پاکستان ته: خپلواک افغانستان ومنئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان باید خپل تیر سیاست ته تغیر ورکړي او افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه ومني.

ښاغلي غني نن شنبه مارچ شپږمه (کب ۱۶) د ملي شورا د ۱۷ تقنیني دورې د درېیم کال پرانیستې په مراسمو کې پر پاکستان غږ وکړ چې رښتینې سولې ته راشي او په وینا یې د دوو دولتونو او ملتونو په توګه مثبت ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د ملت له تالار نه پر پاکستان باندې غږ کوم چې واقعي سولې ته راشئ، او راشئ چې دوه خپلواک دولتونه او دوه خپلواک ملتونه یو بل ومنو، ټوله مرکزي اسیا مو مخکې خلاصولی شو او په ګډه هغه کارونه کولای شو چې د چا په فکر کې هم نه ګرځي، نو راشئ مثبتې لارې ته، دا لوی فرصت پاکستان لپاره دی چې د تیرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو ازاد مستقل او سرلوړی افغانستان ومني."

هغه وویل چې د دغه بهیر نادرست او غیر مدبرانه مدیریت له خپل ځان سره خطرونه هم لري.

ولسمشر غني وویل چې د دغو خطرونو تحلیل او مدیریت کولای شي (موږ) مثبتې سولې ته نژدې کړي، خو ټینګار یې وکړ چې پر دغو خطرونو سترګې پټول به فاجعه لرونکې پایلې ولري.

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې پایدارې سولې ته رسېدل ممکن دي، خو ټینګار یې وکړ داسې سولې ته چې تاوترخیوالی پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ثبات رامنځته کړي.

د ټاکنو له لارې د واک پر انتقال ټینګار

ولسمشر غني یو ځل ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته به واک انتقال نه کړي او دا معامله ورته د منلو نه ده.

هغه وویل: "د هغو کسانو لپاره چې د واک تر لاسه کولو لپاره یوې او بلې دروازې ته ورځي، د ورورۍ توصیه کوم چې په افغانستان کې سیاسي اقتدار یوه کیلي او یوه دروازه لري چې هغه د افغانستان د خلکو ازادي رایې دي. دغه دروازه یوازې د افغانستان خلک کولای شي ستاسو پر مخ خلاصه کړي، نو جمهوریت او اساسي قانون ته متحد اوسئ."

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې هیڅ څوک نشي کولای د افغانستان د ملي بنسټونو د انحلال په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې ملي شورا دوامداره ده او په وینا یې اساسي قانون او ملي بنسټونه به هم پر خپل ځای وي.

ولسمشر غني له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د خپلو ژمنو په عمل کولو سره د مذاکراتو پر مېز مثبتې نتیجې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه: "تاسو به د افغانو غږ اورئ، افغانان د جګړې نه ستړي دي، مګر د قبرستان سوله نه غواړي، تاوتریخولی پرېږدی، له شعار نه تیر شئ، په عمل کې ثابته کړئ چې د واقعي سولې نیت لرئ."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شوي، خو د کوم ښکاره پرمختګ راپور ورڅخه نه دی ورکړل شوی.