شاته

بلوچستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان تعلیم څخه محروم دي

د پاکستان په یو تر ټولو لوی ایالت بلوچستان کې چارواکي وايي په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې یې ۶۰ ښوونځیو ته له ورتګ او تعلیم څخه محروم دي.

د بلوچستان د پوهنې ریاست مشر شیرخان بازی وايي‌ دا مهال شاوخوا یو میلیون ماشومان ښوونځیو ته ځي خو ۱،۲میلیون نور ماشومان بیا ښوونځیو ته له ورتګ څخه محروم دي.

ښاغلي بازي د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ویلي چې په ټول بلوچستان کې نږدې ۱۴۰۰۰ ښوونځي شته دي. بلوچستان څه باندې ۱۲ میلیون نفوس لري.

د بازي خان په خبره په بلوچستان کې په هرو ۳۰ کیلو مترو کې یو ابتدايي، په هرو ۲۶۰ کیلو مترو کې یو منځنی او په هرو ۳۶۰ کیلو مترو کې یوه عالي لیسه شته.

په بلوچستان کې د رسمي شمېرو له مخې یوازې نهه فیصده نجونې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کوي.

هغه وویل چې تر هلکانو د نجونو د تعلیم حالت خراب دی او په هرو لسو نجونو کې تقریباًاته یې ښوونځیو ته له ورتګ څخه محروم دي.

ښوونځيو ته د ماشومانو د نه ورتګ یو لوی علت د کورونو او ښوونځیو ترمنځ اوږدې فاصلې او د مالي امکاناتو کموالی ښودل کیږي.

دا مهال د بلوچستان په ایالت کې په ۸۰۰۰ ښوونځیو کې تشنابونه، د څښاک اوبوه او نورې اسانتیاوې نشته او همدغه راز په شاوخوا ۲۵۰۰ ښوونځیو کې بیا هر ټولګي کې یوازې یو استاد درس ورکوي.

په ټول پاکستان کې شاوخوا ۲۴ میلیون ماشومان ښوونځیو ته له ورتګ څخه محروم دي.