ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه څه دي؟
د افغانستان ارزګان ولایت کې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو افغان دولت ولې نهدی بریالی شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي؟ د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشینوونکی او ځوروونکی یادوي. دغه ولایت کې د ښځو د خواشینوونکي او ځوروونکي وضعیت یوه بېلګه چې ښاغلی شېرزاد هم د دا ډول ستونزو یادوي، د زلیخا د ژوند کیسه ده چې ورور یې ۲۹ کلن عبدالعظیم هغې ته انصاف غواړي. ۲۷ کلنه زلیخا د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه خپل مېړه زندۍ کړې او د دې د وژلو هڅهیې کړې، خو دا ژوندۍ پاته شوه. د ازادي راډيو تر راپور وروسته پولیسو د زلیخا مېړه ونیوه او محکمې د کورني تاوتریخوالي په تور په دوه کاله بند محکوم کړ. عبدالعظیم ازادي راډيو ته وویل چې د خور مېړهیې له زندانه خور ګواښي. د ده په وینا خور يې په رواني ناروغۍ اخته شوې ده. ده ازادي راډيو ته وویل چې څو ځلې يې څارنوالۍ او محکمې ته د خور پر غوښتنه او ملتیا د هغې او مېړه ترمنځ د طلاق لپاره مراجعه کړې، خو هغوی ورسره مرسته نهکوي او نهیې له زلیخا سره د خبرو فرصت ورکړی. زلیخا پنځه کوچنیان لري چې عمرونهيې له ۲ دوه څخه تر ۷ کلنو پورې دي. عبدالعظیم وايي: "هغه حق چې زما خور پر خپل خاوند لري، هغه باید دولت زما خور ته له خپل خاوند څخه واخلي، اوس نه زما د خور څخه پوښتنه شوې چې ته څه غواړې او څومره ظلم درسره شوی، یوازې پر خاوند یې د بند دوه کاله قید راوتلی دی. دا قید زما خور ته هېڅ ګټه نهکوي ځکه ماشومانيې ترې ګرځولي دي او طلاق نهورکوی." په افغان ټولنه کې داسې موارد تر سترګو کېږي چې یوه ښځه د مېړه له تاوتریخوالي سره مخامخ وي هم د پلار د کور خپلوانیې هڅوي چې باید هر څه وزغمي او تریخ ژوند پر ځان ومني، خو کله چې د پلار د کور خپلوان له تاوتریخوالي سره د مخامخ ښځې مرسته کوي، ولې عدلي او قضايي ارګانونه ورته هغسې رسېدنه نهکوي لکه څومره چې يې د قانون له مخې حق دی؟ نازو سنګر په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو فعاله او د ښځو د همغږۍ ټولنې په نوم د یوې ادارې مشره ده. دا وايي: "د تاوتریخوالي لامل د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې پر وخت نهڅېړل یادېږي او په سیمه کې د خلکو ټیټ اقتصاد او نه عامه پوهاوي بولي." اغلې سنګر وايي، په ارزګان ولایت کې لا هم ښځې په بدو کې ورکول کېږي، په کم عمر او په زوره واده ته اړ ایستل کېږي، د زدهکړو حق نهورکول کیږي او ګڼې ښځې له واده وروسته هم له ظلم او تاوتریخوالي سره مخامخ وي. د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې د ښځو چارو ریاست کارونه نارینه پر مخ وړي، نه رئيسه ښځه ده او نه هم پر کوم بل بست ښځې کار کوي. د ارزګان ولایت د ښځو چارو رئیس براتالله عطايي د فساد په تور د ولایت مقام له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوی او اوس په زندان کې شپې ورځې تېروي. د یادې ادارې چارې اوس یو بل ټیټ رتبه مأمور پر مخ وړي. د ارزګان ولایت د ښځو چارو د ریاست چارواکي وايي، سږکال ورته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په اړه شکايتونه کړي دي. د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي او تېر کال ورسره دا پېښې ۱۸ ثبت شوې وې. د بشري حقونو فعالان د کمو راپور شویو پيښو لامل دا نهګڼي چې تاوتریخوالی کم شوی، بلکې دا ګڼي چې ښځې د تاوتریخوالي پېښو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي. په دې برخه کې چې د ښځو پر وړاندې په ټوله کې باید د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، څه کېدای شي؟ په ارزګان ولایت کې د ښځو د شبکې مشره مهتاب محمدي وايي: "زما له نظر باید د امنیت د ښه کولو لپاره کار وشي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې ښځه هم حق لري، هم په کور کې هم د تعلیم او هم د ژوند حق لري لکه د نارینه په شان. دغه پوهای باید د دیني علماوو، د راډيو، ټلوېزیون، مدني فعالینو لهخوا چې خلک پوه شي چې ښځه هم انسان دی، دوي حق لري د ښه ژوند کولو." که څه هم په ارزګان ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو په اړه په رسمي ډول کومه سروې نهده شوې، خو څه موده وړاندې د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو ازادي راډيو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د دغه ولایت د شاوخوا ۹۷ فیصده نجونو د زدهکړو مخه نیسي. د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشينوونکی بولي او وايي، لامليې په دغه ولایت د خلکو ټیټ اقتصاد، جګړې او وسلهوال طالبان یادوي او په خبرهيې دغه څه دوی ته اجازه نهورکوي چې ښځي د یاد حالت څخه وژغوري. والي دا مني چې په یاد ولایت کې لاهم د ښځو چارو د ریاست چارې یو نارینه مخته وړي، خو وايي، په دې اړهيې د ښځو چارو له وزیرې سره خبرې کړي او ډېر ژر به دغه ریاست ته یوه ښځه ورشي. ښاغلی شېرزاد وايي: "موږ له یو شمېر مؤسساتو سره په تماس کې یو چې راشي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره خدمات وړاندې کړي ترڅو د ښځو ژوند بهبود او ښهوالی پیدا کړي اوس هم یو شمېر مؤسسات کار کوي، خو دا بسنه نهکوي، تر ټولو ښه زېری دا دی چې په ارزګان ولایت د ښځو لپاره یو اجتماعي مرکز جوړېږي چې په یاد مرکز کې دکانونه دي او د سوداګرۍ نور کارونه به پهکې ښځې ترسره کوي او زیات شمېر ښځې به په کار وګمارل شي او موږ پر یو بل پلان کار کوو هغه ښځې چې په کورونو کې دي هغوی ته هم د کار زمینه برابره کړو." والي محمد عمر شېرزاد دا هم وویل چې په ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو لپاره دوه ښځینه قاضیانې شته او اوس د پخوا په پرتله د ښځو قضیې پر وخت څېړل کېږي.
شهناز رووفي؛ د سږکال د مارچ د اتمې ارمانجنه
د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. د دې ورځې نماځنه د غونډو او مناسبتونو په جوړولو ان د مارچ له لومړیو پیلېږي. خو سږ د همدې نمانځنو په درشل کې د مارچ په دوهمه په جلالاباد کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په ډزو ووژل شوې. په دې راپور کې به له دوی څخه د یوې تنې شهناز رؤفي په اړه واورئ! د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک له لارې واورئ:
شفیقه لکڼخېل؛ درې نيمې لسيزې له تمثيل سره
نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ډېری داسې ښځې دي چې په بېلابېلو برخو کې ښې ځلېدلي او د دوی کار او زیار نور هم هڅولي دي. له دې ښځو یوه هم شفیقه لکڼخېل ده چې لسګونه کلونهیې د پښتنې ممثلې په توګه کار کړی. د نوموړې د کار او ژوند په اړه ډېر په دې راپور کې واورئ:
افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟
سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې خلک د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې دي. د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې هم لسګونه زره کسان په دې ویروس اخته شول. په تېر یوه کال کې کرونا ویروس د خلکو ژوند له سختیو سره مخ کړ، ښځې هم په بېلابېلو برخو کې له دې ویروس سره مخ وې، خو افغانستان کې د کرونا بحران مدیریت کې د ښځو ونډه څنګه وه؟ په افغانستان کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټه جوړه شوه. د عامې روغتیا وزارت وایي، ښځو د دې کمېټې بېلابېلو برخو کې ونډه درلوده، د ښځو چارو وزارت او طبي عالي شورا مشرتابه چې په راس کې یې ښځې دي هم یادې کمېټې ته کار کاوه. د عامې روغتیا وزارت د کرونایي او بېړنې حالاتو د مرکز مشر میر لیث مصطفی ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس د بحران مدیریت ستراتېژیکې رهبرۍ کې د طبي عالي شورا مشرې نسرین اوریاخیل او د جمهور رئیس سلاکارې ډېوې صمد د پام وړ ونډه درلوده. نوموړی د کرونا ویروس په مهارولو کې د ښځو ونډه په دوو برخو وېشي: "یو په کورني او ټولنیزه برخه کې د دوی ونډه ده چې تر ډېره د څارنې په ځانګړي ډول د خفیفې او متوسطې څارنې چې اخته کس ته په خپل وخت د درملو او مناسبو خوړو ورکړه پهکې شامله وه. دا ډېر مهم اړخ و چې ښځو پهکې خپله ونډه ښه ولوبوله. دوهمه برخه په روغتیایي برخه کې د خدمتونو وړاندې کول و چې ښځو د خپلو وروڼو ترڅنګ ډاکترۍ، نرسنګ، لابراتور او نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کړل. پرته له شکه، د کرونا ویروس سره مبارزه د ښځو له ونډې پرته نا ممکنه وه." له مدیریتي برخې هاخوا، ښځو د کرونا ویروس سره د مبارزې عملیاتي برخه کې هم اساسي ونډه درلوده. په نیمروز ولایت کې د ساري ناروغیو د کنټرول ولایتي مسؤله فرشته زاهدي وایي، د هغو ښځو له ډلې ده چې د ولایت په کچهیې له کرونا ویروس سره مبارزه کې اساسي ونډه درلوده. اغلې زاهدي وايي: "له نېکه مرغه په نیمروز کې چې یو سرحدي ولایت دی او هره ورځ د ابرېشم پل له لارې له ایران څخه افغانستان ته څه د پاسه ۵ زره مهاجر راتلل زموږ زیارکښو او کوششي همکارانو، د رخصتۍ ورځو کې هم شپه ورځ کار کاوه، څومره مو چې کولای شول کوښښ مو وکړ. له نېکه مرغه پایلهیې هم ښه وه." په کابل کې د کرونا ویروس د لومړني ځانګړي مرکز افغان- جاپان ډاکتره مژګان الیاسي وایي، ښځو په سختو حالاتو کې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړه. ډاکتر الیاسي وايي: "زموږ د لویو ستونزو له ډلې یو هم کور ته تلل و. یعنې موږ له دې وېره درلوده چې خدای مهکړه دا ویروس کورنۍ ته ونهلېږدوو. ځکه چې اولادونو مو هلته ژوند کاوه، له دې له امله موږ اندېښمن و." که څه هم د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغو ښځینه کارکوونکو شمېرې چې د کرونا ویروس برخه کې یې کار کاوه نهلري، خو د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره، د ۱۶ زره روغتیایي کارکوونکو له ډلې ۳۰ تر ۴۰ سلنهیې ښځې دي. خو څومره ښځینه ډاکترانې د کرونا ویروس له امله مړې شوې دي؟ د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري وايي: "هغه ډاکتران چې د کرونا په بحران کې له دغه ویروس مړه شول، ۹۹ تنه دي. د دې ۹۹ ډاکترانو له ډلې ۱۰ تنهیې ښځې وې." په داسې حال کې چې افغانې ښځې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د افغانستان سنتي ټولنې یې تر ډېره پر وړاندې ستونزې زېږولې دي. لوړ شمېر یې له خپلو حقونو بېبرخې دي او ډېرو کمو یې چې بیا دا پولې نړولي د فعالیت به بېلابېلو ډګرونو کې له خورا امنیتي ستونزو سره مخ دي.
لايبه يوسفزۍ: جنګ نارينهوو راوستی، خو امن به ښځې راولي
د ښځو د حقونو يو شمېر فعالين وايي، د مارچ د اتمې نماځنه بايد داسې وشي چې په ټولنه کې ښځو ته د نارينهوو په شان برابر حق ورکړل شي. د ښځو د حقونو فعاله له خېبر پښتونخوا څخه کابل ته د امن او ثبات کنفرانس ته راغلې لايبه يوسفزۍ وايي، جنګ نارينهوو راوستی، خو امن به ښځې راولي. له اغلې یوسفزۍ سره د دغه کنفرانس په څنډه کې د ازادي راډیو مرکه کړې او په سر کې يې د دغه ورځې په اړه پوښتلې ده. د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
بامیانو کې د بودا د مجسمو له نړیدو شل کلونه وروسته
د 2001 م کال د فیبرورۍ د میاشتې په پای کې طالبانو په بامیانو کې د بودا د دوو سترو مجسمو د نړولو هوډ څرګند کړ. د همدې کال د مارچ په دویمه نیټه یې ددې مجسمو نړول پیل کړل چې د مارچ تر یولسمې یې دوام وکړ. د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې یوازې د بودا مجسمې نه دي زیانمنې کړي، بلکې په دې هیواد کې ډیر لرغوني اثار په بیلابیل ډول زیانمن شوي. پر جګړو سربېره غیرې قانوني کیندنې، د لروغونو اثارو قاچاق، طبیعي افات او نه پاملرنه نور ګواښونه دي چې افغانستان کې لرغونې او تاریخي اثار ګواښي. طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې تر خپلو واک لاندې سیمو کې د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی. تر شنه اسمان لاندې ددې اونۍ په خپرونه کې په بامیانو کې د بودا نړیدلو مجسمو ته تم شوي یوو. ددې مجسمو په لرغونتیا، اهمیت او دا چې ولې یې طالبانو د نړول پریکړه وکړه؟ بحث شوی. همدار راز د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه د طالبانو په وروستۍ اعلامیه هم غږیږو. او په دې هم خبرې کوو چې په روانو حالاتو کې د افغانستان لرغونې اثار څنګه خوندي کیدای شي. په بحث کې راسره د کابل پوهنتون استاد پوهاند رسول باوري چې د افغانستان د لرغونو اثارو په برخه کې یې پراخې څیړنې کړي ملتیا کړې. همدارنګه فرهنګي شنونکی عبدالحنان همت هم راسره په دې بحث کې برخه اخیستې. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طلوع افغان او هیواد ورځپاڼو د مسول مدیر او همدارنګه د باختر خبري اژانس د ریس په توګه دندې ترسره کړي دي. دا بحث له دې ځایه اوریدلی شئ.
امریکا ۷ وژل شوېو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جايزې ورکوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي وژنو ښکار شوي. دا وزارت هرکال د زوړور مېرمنو نړېواله افتخاري جایزه هغه مېرمنو ته ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزمن کارونه کړي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هغه ۷ زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي چې په۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي بریدونو ښکار شوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه جایزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکې فاطمه خلیل، د ملي امنیت ریاست د جنسیت برخې مشرې شرميلا فروغ، د پولیسو پخوانۍ افسرې فاطمهې رجبي، د کندهار د زاندانونو په ریاست کې پخوانۍ افسرې فرشتې، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویاندې ملاله میوند او مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ ته ورکول کېږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا له دې اقدامه هرکلی کوي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې د ملاتړو د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي. ذبیح الله فرهنګ د دې کمېسیون د ویاند مرستیال زیاته کړه: "زموږ لید لوری دا دی چې د خلګو د خوندي ساتلو لپاره باید اوربند ټینګ شي. هیله لرو چې طالبان او افغان حکومت په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي،څو د فاطمې خلیل فکرعملي بڼه خپله کړي. " د ښځو د برخې ځینې فعالان بیا د ګواښونو لوړوالی د اندېښنې وړ بولي. خبریاله او ښځينه فعاله لېمه هوتک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، روان وضعیت یې عادي ژوند ورتريخ کړی دی. اغلې هوتک زیاته کړه:" اوسنی حالت د سختې اندېښنې وړ دی موږ په خپل کاري ځای کې په ارامه زړه کار نه شو کولای، په ښځینه فعالانو وروستيو بريدونو زموږ روحیه نوره هم را ضعیفه کړه، افغان حکومت باید د داسې یو حالت مخه ونیسي. " په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټولې هڅې د اوربند لپاره متمرکزې شوي دي:" افغان حکومت جګړه د حل لاره نه بولي، نو لازمه ده چې د سولې پروسه لا چټکه او غښتلې شي، څو روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. " د ۷ افغان مېرمنو ترڅنګ ۱۴ نورې مېرمنې له ترکیې، بېلاروس، مینمار، کامرون، چین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ګواتیمالا، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سریلانکا او له ونزویلا هېوادونو څخه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مراسم د کرونا ویروس له امله په انلاین بڼه ترسره کوي. دغه جایزې داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم ښځینه فعالانې د هدفي بریدونو قربانیانې دي. پهتر ټولو تازه پېښه کې د مارچ په دوهمه نېټه په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.
د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری
داسې مهال چې ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د واکسینونو بهیر روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیر په نرمولو کې د احتیاط غږ کړی دی. دا مهال په برازیل او څو اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا څپه په زور کې ده او لا هم دا ویروس په ګڼو هېوادونو کې د خلکو روغتیا جدي ګواښ دی. امریکا کې له ۵۴ میلیونو زیاتو خلکو د واکسینو یوه ستن کړې د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری د مارچ په پنځمه داسې مهال ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو کې د واکسینونو پروسه روانه ده او تر اوسه تر۵۴ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو لږ تر لږه د واکسینو یوه ستن کړې ده. نژدې ۲۸ میلیونه امریکایانو چې د دې هېواد اته سلنه وګړي جوړوي بیا د کووېډ-۱۹ واکسینونو دوره بشپړه کړې ده. په امریکا کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې هم د روان میلادي کال د پیل په مقایسه راکمې شوي دي او ښارونه او ایالاتونه د محدودیتونو د کمېدو په خوا روان دي. اقتصادي فشار او د روغتیايي وضعیت ښه کېدل د هغو پر وړاندې د دلیل په توګه یادول کېږي چې وايي، د تدابیرو نرمول تر وخت مخکې دي. نیویارک کې د سینما ټیاټرونه نیمه پرانېستل شوي، په همدې ورځ کلفورنیا هم اعلان وکړ چې په ازاده فضا کې ځینو فعالیتونه په محدود ظرفیت کې پیلیدی شي. نورو ایالاتونو هم د محدودیتونو د کمولو اعلان کړی. په دې لړ کې د ټکزاس او مسیسیپي په څېر ایالاتونه هم شته چې د ماسک د لازمي کېدو پرته په بشپړه توګه کاروبارونه پرانیزي. په عین حال کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو یوې څېړنې هغه شواهد ور زیات کړي چې وايي، د ماسک کارول د کرونا ویروس خپرېدل ورو کوي او دا چې په رسټورانټونه کې ډوډۍ خوړل د کرونا پېښې او له کبله یې مړینې زیاتوي. اروپايي هېوادونو کې یې خپراوی په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا پر ضد د واکسینونو په سیالۍ بوخته ده، په برازیل اروپا او ځینې نورو هېوادونو کې د دې ویروس چټکې پراختیا ته په پام د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو یو مشر متخصص مایک ریان وايي، د کرونا وبا ختمېدو ته لا ډېر وخت پاتې دی. نوموړي یوې انلاین خبرې غونډې ته ویلي: "موږ فکر کوو چې موږ له دې وبا تېر شو، خو نه یو." هغه خبرداری ورکړی که احتیاط ونه شي ځینې هېوادونه به د کرونا له درېیمې او څلورمې څپې سره مخ شي. برازیل د کرونا وېروس نوې پېښې ثبت کړي برازیل په دې اوونۍ کې د کووېډ-۱۹ ویروس ریکارډ نوې پېښې او مړینې ثبت کړي چې د کووېډ-۱۹ د هغې بڼې شدت ښيي چې برازیلې یا (P1 ) یې بولي. په نوې پېښو کې زیاتوالي د دې هېواد پر روغتیايي سیستم فشار زیات کړی او ځینو سیمه ییزو ادارو نیمه ښاربندۍ اعلان کړي. د کرونا ویروس د (پي یو) بڼې په اړه باور دی چې تر نورو بڼو په اسانۍ خپریږي او همدارنګه د دې وړتیا لري، څو هغه کسان هم اخته کړي چې مخکې د کرونا په نورو بڼو اخته شوي او ترې رغیدلي دي. د ویروس دا بڼه تر اوسه نژدې شل هېوادونو ته رسیدلې ده. د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټېډریوس اډهانوم ګیبریسېوس د برازیل وضعیت د "ډېرې اندېښنې" وړ بللی دی او د ممکنه سیمه ییزې څپې خبرداری یې ورکړی دی. په اروپا کې بیا د کرونا ویروس هغه بڼه چې برتانوي بڼه یې بولي تر پرتګال، پولنډ، یونان او تر فرانسې خپره شوې. داسې مهال چې دې هېوادونو کې د واکسینونو کمپاین روان دی، د ویروس دې بڼې په کرونا د اخته کېدو د یوې نوې څپې د راپورته کېدو ګواښ رامنځ ته کړی دی. چک جمهوریت کرونا سخته ځپلې چک جمهوریت چې کرونا ویروس سخت ځپلی، له جرمني، سویس او پولنډه مرسته غوښتې چې که د دې هېواد په کووېډ-۱۹ اخته لسګونو شدیدو ناروغانو ته خپلو روغتونونو کې ځای ورکړي ځکه خپله د چک روغتونونه خپل وروستي حد پورې په کووېډ – ۱۹ له اخته ناروغانو ډک دي. سربیا هم ځینې اقدامات کوي سربیا که څه هم په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی چې په پراخه پیمانه یې د واکسینونو عملي کول پیل کړي، خو بیا هم غواړي د دې اوونۍ پای کې غیرې ضروري کاروبارونه وتړي څو دغلته د کرونا زیاتیدونکې پېښې راکمې کړي. ایټالیا د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي ایټالیا هم په دې خاطر چې دې هېواد کې د کووېډ-۱۹د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي، محدودیتونه ځینې نورو سیمو ته پراخ کړی دي. په تېرو پنځو ورځو کې په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د تېرې اوونۍ د همدې ورځو په مقایسه په سلو کې ۲۳زیاتې شوي دي.
" د انتخاباتو له لارې د واک د لېږد پر اصل جوړجاړی ممکن نه دی"
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، له انتخاباتو پرته واک ته د رسیدو بله لاره نه شته. غني د ملي شورا د دریېم کال، اولسمې تقنینې دورې د پرانیستې پر مهال همدارنګه وویل، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نیټې په اړه " کولی شو خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو" ولسمشر غني په یو ډول له هغې طرحې سره چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې کړې مخالفت څرګند کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي تر دې مخکې ویلي وو، وړاندې شوې طرحه کې د انتقالي مشارکتي حکومت په شمول څو انتخابونه شته.
د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستايي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی چې ۷ افغان وژل شوېو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاري اوارډ ورکوي. دغه کمېسیون پرون جمعه (د کب ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې دا ۷ ښځې ۲۰۲۰ میلادي کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې چې په خبره یې بشري حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي. په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملالۍ میوند او فرشته کوهستاني نومونه هم راغلي چې ۲۰۲۰ کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. دا مېرمنې له پوځ رانیولې، تر ټلوېزیون او مدني ټولنو کې په فعالیت بوختې وې او پيژندل شوې څېرې وې. که څه هم طالبانو د ګڼو هدفي وژنو پړه رد کړې خو افغان حکومت تور پورې کړی چې د اکثرو دغو افغان فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.
پلوشه: یو زوی مې پولیسو کې او بل داعش وسله والو کې، پر دواړه بوره شوم
په کونړ کې د یوې مور دوه زامن چې یو زوی يې په ملي پولیسو او بل په داعش وسله واله ډله کې چې دده په وینا دواړه طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول. دغه مېرمن پلوشه نومېږي وايي، کریم الله زوی يې په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله چې شپږکاله وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د ماین د یوې چاودنې ښکار شو. پلوشه زیاتوي بل زوی رحمن الله يې چې داعش وسله والو سره و، یو کال وړاندې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اومار سیمه کې طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو چې په وینا یې د مړي د لیدو ارمانجنه یې وه. پلوشه ۵۰ کاله عمر لري د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل اړوند دکڅې کلي کې اوسي وايي، د زامنو غمونو یې په بېلابېلو ناروغیو اخته کړې: "بچی خو بچی دي، د زړه ټوټه ده. داسې پرې وځورېدمه، وکړېدمه چې وجود مې وپړسېد، فشار مې لوړېږي، شکر او نورې ناروغۍ راته پیدا شوې." پلوشه زیاتوي، دواړه زامن يې په ډېرې خوارۍ لوی کړي وو، خو جګړې ترې واخېستل او ارمانونه یې له خاورو سره خاورې شول: "اوس تش میدان ته ناست یو.الله مو دې سوب وکړي .الله دې په خپل قدرت افغانستان جوړ کړي." کریم الله او رحمن الله د یوې مور بچي وو، خو روانو جګړو سره جلا کړل، د جلا بېرغونو سیوري لاندې، د جلا شعارونو پلي کولو او د بېلابېلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره يې لارې او سنګرونه سره جدا شول. پلوشې ته د کریم الله او رحمن الله دوه کونډې او څلور یتیمان پاتې دي وايي، د سولې غوښتونکې ده او نه غواړي چې نورې کورنۍ د دوی په برخلیک اخته شي. د پلوشې د کورنۍ په څېر په هېواد کې زرګونه کورنۍ شته چې جنګ ورته مالي او ځاني زیانونه اړولي، د ګټې وټې سرونه يې ترې اخېستې. پلوشه او کورنۍ يې په داسې حال کې د اوربند او سولې غوښتنه کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون یو کال پوره شو او د دې ترڅنګ د بین الافغاني خبرو هم میاشتې وشوې، افغانانو هېله درلوده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې او بین الافغاني خبرو سره به په هېواد کې د جګړې سنګرونو ساړه شي، خو د جنګ کمېدو پرځای جګړه او افغان وژنه زیاته شوې او لا هم دواړه خواوې یو بل ته تازه جګړو ته د چمتو والي او میدان ګټلو ګواښونه کوي.
د افغانستان ملي موزیم غني شو
د افغانستان ملي موزیم ته په زرګونو لرغوني اثار ولېږدېدل. د ننګرهار میمله بڼ رغاونه غواړي. د نړۍ مشهور اثر د ان فرانک خاطرات پښتو ته وژباړل شول. دا او یو شمېر نور په زړه پورې مطالب دلته له دې لینک نه اورېدلی شئ: