شاته

امریکا ۷ وژل شوېو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جايزې ورکوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي وژنو ښکار شوي.

دا وزارت هرکال د زوړور مېرمنو نړېواله افتخاري جایزه هغه مېرمنو ته ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزمن کارونه کړي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هغه ۷ زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي چې په۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي بریدونو ښکار شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه جایزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکې فاطمه خلیل، د ملي امنیت ریاست د جنسیت برخې مشرې شرميلا فروغ، د پولیسو پخوانۍ افسرې فاطمهې رجبي، د کندهار د زاندانونو په ریاست کې پخوانۍ افسرې فرشتې، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویاندې ملاله میوند او مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ ته ورکول کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا له دې اقدامه هرکلی کوي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې د ملاتړو د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي.

ذبیح الله فرهنگ
ذبیح الله فرهنگ

ذبیح الله فرهنګ د دې کمېسیون د ویاند مرستیال زیاته کړه: "زموږ لید لوری دا دی چې د خلګو د خوندي ساتلو لپاره باید اوربند ټینګ شي. هیله لرو چې طالبان او افغان حکومت په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي،څو د فاطمې خلیل فکرعملي بڼه خپله کړي. "

د ښځو د برخې ځینې فعالان بیا د ګواښونو لوړوالی د اندېښنې وړ بولي.

خبریاله او ښځينه فعاله لېمه هوتک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، روان وضعیت یې عادي ژوند ورتريخ کړی دی.

اغلې هوتک زیاته کړه:" اوسنی حالت د سختې اندېښنې وړ دی موږ په خپل کاري ځای کې په ارامه زړه کار نه شو کولای، په ښځینه فعالانو وروستيو بريدونو زموږ روحیه نوره هم را ضعیفه کړه، افغان حکومت باید د داسې یو حالت مخه ونیسي. "

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټولې هڅې د اوربند لپاره متمرکزې شوي دي:" افغان حکومت جګړه د حل لاره نه بولي، نو لازمه ده چې د سولې پروسه لا چټکه او غښتلې شي، څو روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. "

د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د ۷ افغان مېرمنو ترڅنګ ۱۴ نورې مېرمنې له ترکیې، بېلاروس، مینمار، کامرون، چین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ګواتیمالا، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سریلانکا او له ونزویلا هېوادونو څخه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مراسم د کرونا ویروس له امله په انلاین بڼه ترسره کوي.

دغه جایزې داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم ښځینه فعالانې د هدفي بریدونو قربانیانې دي.

پهتر ټولو تازه پېښه کې د مارچ په دوهمه نېټه په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.