شاته

ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه څه دي؟

د افغانستان ارزګان ولایت کې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو افغان دولت ولې نه‌دی بریالی شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي؟

د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشینوونکی او ځوروونکی یادوي.

دغه ولایت کې د ښځو د خواشینوونکي او ځوروونکي وضعیت یوه بېلګه چې ښاغلی شېرزاد هم د دا ډول ستونزو یادوي، د زلیخا د ژوند کیسه ده چې ورور یې ۲۹ کلن عبدالعظیم هغې ته انصاف غواړي.

۲۷ کلنه زلیخا د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه خپل مېړه زندۍ کړې او د دې د وژلو هڅه‌یې کړې، خو دا ژوندۍ پاته شوه.

د ازادي راډيو تر راپور وروسته پولیسو د زلیخا مېړه ونیوه او محکمې د کورني تاوتریخوالي په تور په دوه کاله بند محکوم کړ.

ارزګان کې وهل شوې زليخا عدالت غواړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00

عبدالعظیم ازادي راډيو ته وویل چې د خور مېړه‌یې له زندانه خور ګواښي.

د ده په وینا خور يې په رواني ناروغۍ اخته شوې ده.

ده ازادي راډيو ته وویل چې څو ځلې يې څارنوالۍ او محکمې ته د خور پر غوښتنه او ملتیا د هغې او مېړه ترمنځ د طلاق لپاره مراجعه کړې، خو هغوی ورسره مرسته نه‌کوي او نه‌یې له زلیخا سره د خبرو فرصت ورکړی.

زلیخا پنځه کوچنیان لري چې عمرونه‌يې له ۲ دوه څخه تر ۷ کلنو پورې دي.

عبدالعظیم وايي: "هغه حق چې زما خور پر خپل خاوند لري، هغه باید دولت زما خور ته له خپل خاوند څخه واخلي، اوس نه زما د خور څخه پوښتنه شوې چې ته څه غواړې او څومره ظلم درسره شوی، یوازې پر خاوند یې د بند دوه کاله قید راوتلی دی. دا قید زما خور ته هېڅ ګټه نه‌کوي ځکه ماشومان‌يې ترې ګرځولي دي او طلاق نه‌ورکوی."

په افغان ټولنه کې داسې موارد تر سترګو کېږي چې یوه ښځه د مېړه له تاوتریخوالي سره مخامخ وي هم د پلار د کور خپلوان‌یې هڅوي چې باید هر څه وزغمي او تریخ ژوند پر ځان ومني، خو کله چې د پلار د کور خپلوان له تاوتریخوالي سره د مخامخ ښځې مرسته کوي، ولې عدلي او قضايي ارګانونه ورته هغسې رسېدنه نه‌کوي لکه څومره چې يې د قانون له مخې حق دی؟

ارزګان کې یو شمېر نجونې زده کوونې او مېرمنې
ارزګان کې یو شمېر نجونې زده کوونې او مېرمنې

نازو سنګر په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو فعاله او د ښځو د همغږۍ ټولنې په نوم د یوې ادارې مشره ده.

دا وايي: "د تاوتریخوالي لامل د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې پر وخت نه‌څېړل یادېږي او په سیمه کې د خلکو ټیټ اقتصاد او نه عامه پوهاوي بولي."

اغلې سنګر وايي، په ارزګان ولایت کې لا هم ښځې په بدو کې ورکول کېږي، په کم عمر او په زوره واده ته اړ ایستل کېږي، د زده‌کړو حق نه‌ورکول کیږي او ګڼې ښځې له واده وروسته هم له ظلم او تاوتریخوالي سره مخامخ وي.

د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې د ښځو چارو ریاست کارونه نارینه پر مخ وړي، نه رئيسه ښځه ده او نه هم پر کوم بل بست ښځې کار کوي.

د ارزګان ولایت د ښځو چارو رئیس برات‌الله عطايي د فساد په تور د ولایت مقام له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوی او اوس په زندان کې شپې ورځې تېروي.

د یادې ادارې چارې اوس یو بل ټیټ رتبه مأمور پر مخ وړي.

د ارزګان ولایت د ښځو چارو د ریاست چارواکي وايي‌، سږکال ورته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په اړه شکايتونه کړي دي.

د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي او تېر کال ورسره دا پېښې ۱۸ ثبت شوې وې.

د بشري حقونو فعالان د کمو راپور شویو پيښو لامل دا نه‌ګڼي چې تاوتریخوالی کم شوی، بلکې دا ګڼي چې ښځې د تاوتریخوالي پېښو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي.

ارزګان کې د ښځو شبکې مشره مهتاب محمدي
ارزګان کې د ښځو شبکې مشره مهتاب محمدي

په دې برخه کې چې د ښځو پر وړاندې په ټوله کې باید د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، څه کېدای شي؟

په ارزګان ولایت کې د ښځو د شبکې مشره مهتاب محمدي وايي: "زما له نظر باید د امنیت د ښه کولو لپاره کار وشي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې ښځه هم حق لري، هم په کور کې هم د تعلیم او هم د ژوند حق لري لکه د نارینه په شان. دغه پوهای باید د دیني علماوو، د راډيو، ټلوېزیون، مدني فعالینو له‌خوا چې خلک پوه شي چې ښځه هم انسان دی، دوي حق لري د ښه ژوند کولو."

که څه هم په ارزګان ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو په اړه په رسمي ډول کومه سروې نه‌ده شوې، خو څه موده وړاندې د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو ازادي راډيو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د دغه ولایت د شاوخوا ۹۷ فیصده نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشينوونکی بولي او وايي، لامل‌يې په دغه ولایت د خلکو ټیټ اقتصاد، جګړې او وسله‌وال طالبان یادوي او په خبره‌يې دغه څه دوی ته اجازه نه‌ورکوي چې ښځي د یاد حالت څخه وژغوري.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

والي دا مني چې په یاد ولایت کې لاهم د ښځو چارو د ریاست چارې یو نارینه مخته وړي، خو وايي، په دې اړه‌يې د ښځو چارو له وزیرې سره خبرې کړي او ډېر ژر به دغه ریاست ته یوه ښځه ورشي.

ښاغلی شېرزاد وايي: "موږ له یو شمېر مؤسساتو سره په تماس کې یو چې راشي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره خدمات وړاندې کړي ترڅو د ښځو ژوند بهبود او ښه‌والی پیدا کړي اوس هم یو شمېر مؤسسات کار کوي، خو دا بسنه نه‌کوي، تر ټولو ښه زېری دا دی چې په ارزګان ولایت د ښځو لپاره یو اجتماعي مرکز جوړېږي چې په یاد مرکز کې دکانونه دي او د سوداګرۍ نور کارونه به په‌کې ښځې ترسره کوي او زیات شمېر ښځې به په کار وګمارل شي او موږ پر یو بل پلان کار کوو هغه ښځې چې په کورونو کې دي هغوی ته هم د کار زمینه برابره کړو."

والي محمد عمر شېرزاد دا هم وویل چې په ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو لپاره دوه ښځینه قاضیانې شته او اوس د پخوا په پرتله د ښځو قضیې پر وخت څېړل کېږي.