ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هرات په اسلام کلا بندر کې سخته اورلګېدنه

چارواکي وايي، د تېلو او ګازو لسګونه ټانکرې یو په بل پسې چاودلي. د هرات والي سید وحید قتالي وايي، د اور د مهارولو لپاره یې له ایراني چارواکو مرسته غوښتې. نور په ويډيو کې:

13.02.2021 ازادي راډیو

حقیقت څه دی؟

13.02.2021 ازادي راډیو

څلورمه یو ساعته خپرونه

13.02.2021 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې

13.02.2021 ازادي راډیو

غزني کې یو شمېر مېرمنې له دولته خپل د وژل شوېو سرتيرو اکرامیه غواړي

په غزني کې د وژل شوېو سرتيرو د کورنۍ ښځينه خپلوانې له دولته د اکرامیې غوښتنه کوي. دوی وایي، دغه اکرامیي یا خو بیخي نه ورکول کېږي او یا که ورکول کېږي هم، په ډېر ځنډ او ډېره لږه برخه یې ورکول کېږي.  امینه د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ ۳۵ کلنه امینه وايي، دولت دې دده د وژل شوي خاوند اکرامیه ورکړي وايي: "نه یې دي راکړي، خسر مې وکیل دی، خسر مې ورځي، نه یې ورکوي دا ډېر وخت وايي بندې دي نه یې ورکوي."    نوموړې زیاتوي، ۴ کاله وړاندې یې خاوند په خپله ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې ووژل شو. امینه د څلورو اولادونو مور ده چې دا وخت له خپل ورور سره د غزني ښار په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.  دا یوازې امینه نه ده چې له دولته سرټکوي، بلکې په غزني کې د ډېری وژل شوېو سرتیرو کونډې او بورې له دې ستونزې کړېږي.  اکرامیه څه ته وايي؟ اکرامیه هغه پیسې دي چې د وژل شوېو سرتیرو کورنیو ته د اړوندو ارګانونو له لوري د سرتېرو له وژل کېدو وروسته د خیر او خیرات په موخه ورکول کېږي چې مقدار یې شااوخوا یو لک افغانۍ دی.   دُرخانۍ دُرخانۍ د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې اوس په غزني ښار کې په کرايي کور کې ژوند کوي وايي، زوی يې پولیس و او څلور کاله وړاندې په غزني ښار کې په یوه وسله وال برید کې ترور شو: "د کابل په اډه کې یې وویشت، د مني معاشونه یې پاتې دي، نورې پیسې یې هم پاتې، معاونان یې راباندې خبر دي، دی چې شهید شوی د هغه وخت پیسې یې هم پاتې دي، دولت راته وايي، صبر وکړه بودجه خلاصه ده." زرمینه د ګېلان ولسوالۍ زرمینه هم په دوو زامنو بوره ده. دا اوس د غزني ښار په رسول اباد سیمه کې په کرايي کور کې له خپلو کونډو نږېندو او اتو یتیمو لمسیانو سره ژوند کوي.  زرمنه وايي، یو زوی یې شااوخوا درې نیم کاله وړاندې د پولیسو په لیکو کې په ګيلان ولسوالۍ کې ووژل شو او تر هغه لږ وروسته یې دوهم زوی هم ووژل شو، هغه هم د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.     دا زیاتوي، د خپلو زامنو د اکرامیې د ترلاسه کولو په موخه ډېر ځله د شهیدانو او معلولینو امریت ته تللې، خو هېڅ کار یې نه دی شوی.  زرمنه زیاتوي، تېر ژمی یوازې شپږ زره افغانۍ ورکړل شوي دي: "یو زوی مې بازمحمد د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې طالبانو راشهید کړ، ۶ واړه واړه یتیمان یې راپاتې دي. بل زوی مې عبدالاحمد نومېږي، د هغه یو لیونی زوی راپاتې دی، د یوې خوا هم نه دی."  د غزني د چارواکو غبرګون خو د غزني ولايت د ټولنیزو چارو مرستیاله هوسۍ اندړه بیا وايي، په دې تړاو یې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر سره لیدلي، له هغه څخه یې غوښتي دي چې د دغه مېرمنو ستونزې حل کړي.  دا وايي، دغه کونډو، بورو او ورارو مېرمنو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د وژل شوېو سرتیرو له اکرامیې څخه برخمنې شي.  د اغلې اندړې په خبره، دوی پر دې کار پیل کړی چې یو ځل خیالي شهیدان ورڅخه وباسي، د ټولو خلکو ستونزه به حل شي.  دا زیاتوي، په غزني کې ډېری زورواکو خپل خیالي شهیدان د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې ثبت کړي دي: "د شهیدانو او معلولینو له وزیر سره چې ما ملاقات وکړ، مشخص په دې برخه ملاقات وو چې دوی ته تخصیص باید په وخت او زمان راشي، دوامداره او منظم ورکړل شي، وزیر صیب له ما سره ژمنه وکړه او ویې ویل چې کار پرې پیلوي او کار موږ هم پیل کړی چې خیالي شهیدان او رښتینې شهیدان سره بېل کړو."  د غزني نظامي چارواکي بیا وايي، دوی هڅه کړې ده چې د خپلو وژل شوېو سرتېرو اکرامیه پر وخت د هغوی کورنیو ته وسپاري.  امینه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز ازادي راډیو ته وویل.  غزني هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي په ځانګړي توګه مېرمنې یې د جګړو له امله له بې وزلۍ، فقر او غریبۍ څخه کړېږي. 

11.02.2021 ازادي راډیو

کندز کې د نجونو 'تیراژه' هنري ډلې د سولې ټینګښت لپاره پر دیوالونو رسامي کوي

په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې یو شمېر نجونو د "تیراژه" په نوم یوه هنري ډله جوړه کړې او د ښار بېلابېلو برخو کې پر دیوالونو رسامي او لیکنې کوي.  دغه هنري ډله وايي چې دوی د سولې د ټېنګښت په هدف پر دیوالانو بېلابېل شعارونه لیکي او رسامي کوي یې چې د جګړې د ښکېلو لورو پام د سولې ټېنګښت ته واړوي.  د دغې هنري ډلې مشره ۱۹ کلنه صدف دانش وايي: "زموږ هنري ډله 'تیراژه' لس غړي لري چې ۶  یې نجونې دي او ۴ نور یې هلکان. یو نقاش هڅه کوي چې د خپل د ولس دردونه د تصویر په ژبه بیان کړي، څو د جګړې ښکېلي خواوې له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي."  د دې هنري ډلې غړي  غواړي د رسامي په ژبه د جګړې کرغېړنه څېره خلکو ته ښکاره او د سولې له نېکمرغیو یې خبر کړي او دغه راز د ځوانانو هنري ظرفیت هم لوړ کړي چې له دې لارې د سولې د ټېنګښت په خاطر خپلې هلې ځلې وکړي.  د دې هنرې ډلې غړې هدیه خلیق په دې اړه وویل: "موږ د هنر په ژبه د ټولنې ورځني حقایق او پېښې بیانوو، د تاوتریخوالي او جنګ پر ضد کار او فعالیت کوو. طالبان باید له جګړې لاس واخلي. موږ د خپل هنر او د قلم له لارې د سولې ټېنګښت په خاطر کار کوو او مخته زو."  دوی د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې نور دې تاوتریخوالی پایته ورسوي او اوربند دې اعلان کړي چې په هېواد کې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي.  په کندز کې د دې هنرې ډلې فعالیت، د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پام ځانته اړولی.  د دې ولایت د مدني ټولنو د شبکې مشر عنایت الله خلیق په دې ازادي رادیو ته وویل: "یو  شمېر فعاله او هنرمند ځوانان راټول شوي او دوی د رسامي او شعارونو پر مټ غواړي د سولې د ټېنګښت په خاطر کار وکړي."  په کندز کې په دې وروستیو کې د سولې د ټېنګښت تر سرلیک لاندې بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي چې له دغو پروګرامونو څخه یو هم دغه هنرې ډله ده چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټېنګښت په هدف د دې ولایت په واټونو کې فعالیت کوي. 

11.02.2021 ازادي راډیو

"د کرونا ضد هندي واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان له تایید وروسته پلی کېږي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست وايي، وروسته له هغې چې له افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ضد مرسته شوي واکسینونو کیفیت د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تائید شي، له ځنډ پرته به یې د تطبیق چارې پیل شي. ډاکټر وحیدالله مجروح د پنجشنبې (د سلواغې ۲۳مه) په ورځ د دغه واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه کال کې خبریالانو ته وویل: "د موجوده واکسین د تطبیق لپاره تر هغې په تمه یو، څو چې د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري دغه واکسین تائید شي، کله چې دغه واکسین جوازه ترلاسه کړ، موږ به یې تطبیق پيل کړو." دی وایي، د روغتیا نړیوال سازمان استازو ورته ویلي، ښایي د واکسینونو څېړل له یوې اوونۍ تر لسو ورځو وخت ونیسي. ښاغلی مجروح زیاتوي، له تائیدي وروسته به په لومړي پړاو کې ۱۲۸ زره د دولتي او خصوصي سکتور روغتیايي کار کوونکو ته، دوهم پړاو کې به ۲۵۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، درېیم پړاو کې به د رسنیو ټولو کار کوونکو او څلورم پړاو کې به د پسرلي په موسم کې د ښوونځيو ښوونکو او د پوهنتون استادانو ته تطبیق شي. نوموړی زیاتوي، له هغې وروسته به هغه کسانو ته چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو اوښتې وي یا هم هغه کسان چې جدي روغتیايي ستونزې ولري او ورپسې به هغه دولتي کار کوونکو ته چې له خلکو سره ډېرې اړیکې لري تطبیق شي. د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د واکسین د ساتنې او پلي کېدو کافي ظرفیتونه رامنځته شوي چې د کابل د حامد کرزي نړیوال ډګر کې پنځه میلیونه او د هېوادو نورو برخو کې ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتنې ظرفیت شته. دوی وايي چې د نړیوال بانک په ګډون له نړیوالو سازمانونو، دولتونو او شرکتونو سره په تماس کې دي، څو افغانستان ته واکسین چمتو کړي او که واکسین په واک کې ورکړل شي نو په ۱۵ ورځو کې به د هېواد ۶۰ سلنه وګړي واکسین شي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي چې لومړي پړاو کې ۲۰ سلنه واکسین اخېستلو لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره چمتو شوي، ۴۰ سلنه واکسین لپاره پیسې تدارک شوي، د ۶۰ سلنه واکسین لپاره چې ۳۲۰ میلیونه ډالره کېږي، یوازې ۶۷ میلیونه ډالره کمې دي، نورې ترلاسه شوي دي. وحید مجروح وايي ۸ ولایتونو کې د واکسین د تطبیق لپاره کسان روزل شوي او همدا شان نورو ولایتونو کې واکسین د تطبیق لپاره ۱۰۰۰ نوي ټیمونو استخدام شوي دي. د دې وزارت د شمېرو له مخې تردې مهاله افغانستان کې ۵۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ ډېر ترې مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې ۲۵ تنه په کرونا اخته شوي چې له امله یې ۵ تنه مړه شوي دي.

11.02.2021 ازادي راډیو

د ننګرهار کانال شرکت ۳۱ بې وزلو مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړې

د ننګرهار کانال شرکت د ملي پراختیا پروګرام په چوکاټ کې یو شمېر بې وزله مېرمنې چې ډېرو ته یې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده، هره یوه یې د کانال په درېیم فارم کې د ورځې په یو من غنمو د کرنې بېلابېلې چارې ترسره کوي.  دلته په کار بوختې ښځې وایي، له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي او غواړي چې د دوی لپاره د کار دغه پروسه دوامداره وساتل شي. کونډه زربي بي  خپل د ۵ کسیزې کورنۍ لپاره  هم دلته په دنده بوخته ده زر بي بي له خپلې یوازنۍ انږور سره چې دواړې کونډې هم دي، د خپلې بې وسۍ کیسه کوي وایي، خوشاله دي چې د خپلو سیمو په کروند کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.   زر بي بي زیاتوي، له دې وړاندې یې ژوند له ډېرو کړاوونو ډک و ، خو  اوس ددې کار  له امله توانېدلې خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته نفقه برابره کړي: نوموړې وايي: "کور کې درې ماشومان لرو چې یو د لسو او بل د اتو کالو هلکان دي او یوه د لسو کلو نجلۍ ده، انږور مې شل کلنه ده، زه او انږور مې دواړه کونډې یو، دا کار چې پیدا شو ډېرخوشاله یوو چې له دې نور هم دوامداره شي نو ښه به وي، څو ټولو لویو او وړو او غریبانو او مسکینانو ته کار پیدا شي او هر څه ورته ورسېږي او ټول خوشاله وي."  بې وزلې سبحانې ته هم دلته د کار زمینه برابره شوې سبحانه بیا یوه بله بې وزله ښځه ده چې د کرنې په چارو بوخته ده وايي، دغه کار ته په دې خاطر خوشاله ده چې هم د ځان لپاره کار کوي او هم د خپلې سیمې د کرنې د پیاوړتیا لپاره زیار باسي. نوموړې زیاتوي: "بېل هم کوو او کوډ هم، هر څه چې په کروندو پورې اړه لري، هغه کارونه کوو، غریبان یوو، څوک کونډې دي او څوک بې وزله، څه به کوو، په دې کار خوښ یو." د ننګرهار کانال شرکت بې وزله مېرمنو ته یو من غنم د حق الزحمې په شکل ورکوي د ننګرهار کانال شرکت وایي، هره ورځ دغو مېرمنو ته چې په فارمونو کې په کرنیزو چارو بوختې دي، یو من غنم د حق الزحمې په شکل ورکوي او دا چاره له بې کارۍ او بې وزلۍ سره د مبارزې یوه اغېزناکه لاره ده.  د دغه شرکت د مسؤلینو په خبره، تر اوسه ورسره ۳۱ مېرمنې چې ډېری یې کونډې او بې وزله دي، په کرنیزو چارو بوختې دي او په خبره یې، هڅه یې دا ده چې دغه چاره وغځوي څو لا ډېرو ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شي.   د ننګرهار کانال شرکت د مطبوعاتو مسؤل سید همایون غریبمل ازادي راډيو ته وویل، مېرمنو ته د کار کولو د زمینې په برابرولو کې لومړیتوب هغو مېرمنو ته ورکوي چې بې وزله او د ګټې وټې څوک یې نه وي. ښاغلي غریبل زیاته کړه: "دا ځل هم ملي پراختیا شرکت رهبرۍ غوره وګڼله چې د خوړو په بدل کې د کار لپاره خویندو ته هم کاري زمینه برابره کړي چې دم ګړۍ موږ سره ۳۱ مېرمنې په کار او زیار بوختې دي او له دې لارې ځان او خپلو بچو ته یوه مړۍ نفقه حلاله پیدا کوي."  د ننګرهار کانال شرکت د مسؤلینو په خبره، له دې وړاندې یې هم د پنبې په راټولولو کې ښځو ته کاري زمینه برابره کړې وه.  په کرنیزو چارو کې بې وزلو مېرمنو ته د کار زمینه په داسې حال کې برابرېږي چې لا هم په ننګرهار کې ډېری بې وزلې ښځې شته چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي.

11.02.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د طبیعي علومو د زده‌کړې لپاره د نجونو ونډه څومره ده؟

کله چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه څه ویل کېږي، بې‌ له شکه چې د هېواد د روباټېک ټیم ذهن ته راځي. هغه څوک چې دې برخه کې یې له خورا ډېرو لوړو ژورو لیدو وروسته، ځانونه تر دې ځایه را رسولي. د "مخکښ فکر" یا روباټېک ټیم مسووله فرزانه نېک‌پور وایي، دې برخه کې یې بېلابېل کارونه کړي دي: "په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې مو په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ. په هره سیالۍ کې به هغه کسانو چې سیالۍ برابرې کړې وې، موږ ته سوژه راکوله او موږ به روباټ جوړاوه. ځنیو سیالیو کې به مو ورزشي، ځینو کې کرنیز روباټ جوړول. سږ مو بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې څلور دستګاوې چې د وینټېلاټورونو بدیل او د مکروب ضد دي، جوړې کړې. " خو افغانستان کې بیا‌ هره نجلۍ دومره بخت نه لري، ځکه ډېری له دوی د دودیزو او ټولنیزو ستونزو، محدويتونو او بندیزونو سربېره جګړې مجبوره کړي چې په کور کې پاتې شي. که څه هم د افغانستان ښوونځیو کې ۴۵ سلنه یې نجونې دي، ولې دا شمېره بیا د لوړو زده‌کړو برخه کې دوی یوازې ۲۸ سلنه ده. خو د افغانستان د لوړو‌ زده‌کړو وزارت بیا وایي، د قانون له مخې، د نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو برخه کې هېڅ ډول خنډ نه‌شته. د دې وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان وايي:  "ټولو ښوونیزو برخو کې نجونو ته ځانګړی پام شوی او د ځانګړو مېکانېزمونو درلودو سره ورته د لوړو زده‌کړو ښه چانس برابر شوی. د طبیعي علومو او ساینسي زده‌کړو برخه کې هم نجونو ته ځانګړی پام شوی او همدا اوس د‌ طبیعي او ساینسي علومو برخه کې یو ډېر شمېر نجونې په زده‌کړو بوختې دي. " خو رسمي شمېرې بیا بل څه وایي. د کابل پوهنتون د محصلانو چارو د معاونیت د ډېټابېس او راپور ورکوونې مدیر محمد شهیم‌ رحیمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې دې پوهنتون کې د انجينرۍ په برخه  کې۲۰ سلنه، کمپیوټري برخه کې ۳۳ سلنه او د فزیک، ریاضي، بیالوژي او‌ کیمیا په برخه کې ۴۷ سلنه نجونې په زده‌کړو بوختې دي. خو له دې ټولو سره-سره، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره په دې هڅه کې ده چې د تخنیکي زده‌کړو، مهندسۍ او ریاضي په برخه د نجونو ونډه زیاته شي. دا اداره غواړي چې د 'STEM' په نوم د زده‌کړو یو مرکز جوړ کړي. 'STEM' د تخنيکي، مهندسۍ او رياضيانو لنډ نوم دی، خو د زده‌کړې موده یې اوږده ده. ‌خو د دې څانګې لارویان له تېر تر اوسه ډېری یې نارینه دي او په ډېر ګمان چې نجونې ورسره چندان لېوالتیا نه لري. د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسوولانو له قوله، 'STEM' مرکز به د کابل پوهنتون په انګړ کې جوړ شي. د‌ دې‌ ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس حکیم شاه هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "په لومړي ګام کې هغه څانګې چې دې انسټیټیوټ کې په پام کې نیول شوې، ساینس، ټکنالوژي، تشبث، رسامي او ریاضي دي. دا انسټیټیوټ دوه ښوونیزې دورې لري. یوه یې له لسم تر دوولسم ټولګي او دوهمه یې له ۱۳ تر ۱۴ ټولګي پورې دي. همدا ډول یو کلن لنډمهالي کورسونه هم لري." خو د زده‌کړو له دې ډول سره ولې د نجونو لېوالتیا کمه ده؟ د ټولنیزو چارو کارپوه عسکر موسوي وایي، د خلکو ذهن کې د دې ډول زده‌کړو د پېچلتیا، ننګونو او ستونزو په اړه غلط تصور د نجونو ونډه را کمه کړې ده. ښاغلي موسوي زیاته کړه: "ټوله نړۍ کې دا فکر حاکم دی. په دې معنی چې ښځینه د ټولنیزو زده‌کړو برخه کې ښه استعداد لري او د‌ ساینسي زده‌کړو په برخه کې ځانونه نه شي ثابتولای. په ځانګړي ډول د انجینرۍ او دې ته اړوند نورو کې چې عملي جنبه لري او همدا ډول ټولنیزو محدويتونو پرې ساحه نوره هم راتنګه کړې ده." شمېرې ښیي چې اوس‌مهال په نړۍ کې دېرش په سلو کې څېړونکې ښځینه دي. له‌همدې کبله ښايي د طبیعي علومو، مهندسۍ، تخنیک، ریاضیات او نورو برخو کې د نجونو کمه ونډه نړیواله وي. همدې ټکي ته په کتو ملګرو ملتونو د فبرورۍ یوولسمه د نجونو لپاره د طبیعي علومو د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده، څو دولتونه دې برخه کې د ښځو زده‌کړو ته ځانګړی پام وکړي.

11.02.2021 ازادي راډیو

د داعي په یاد د هغه انځورونه

د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د انځور نقاشي د کاغذ پر مخ د اوبو او رنګ له ترکیب سره په ځانګړي رنګ جوړ شوی دی.

10.02.2021 ازادي راډیو

د پکتیا زرمت کې پر نجونو د زده کړو بندیز؛د نجونو ۱۲ښوونځي لاهم غیرفعال دي

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له تېرو نېږدې ۷ کلونو راهیسې وسله والو طالبانو په ښوونځيو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی. د دې ولسوالۍ نجونې زده کوونکې وایي، زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او د افغان چارواکو تر څنګ له وسله وال طالبانو غواړي چې د زده کړو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي. زرمت یوه لویه ولسوالۍ ده چې د پکتیا ولایت لویدیځ کې موقعیت لري او د پکتیا زیاته برخه وګړي همدلته اوسي. ۲۳ کلنه لیلا د دې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو نا امنیو او هلته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته را کډه شوې. نوموړې وایي، شپږ کلنۍ کې یې د کلي جومات کې له یو شمېر نورو نجونو سره زده کړې کولې چې وسله وال طالبان پرې خبر شول او زده کړو ته یې له ورتګه منع کړې. لیلا زیاتوي: "اوس هم هلته د نجونو لپاره مکتب نشته، ان مدرسه هم نشته، د زرمت نجونې ډېر استعداد لري، خو حکومت او قومي مشران یې غم نه خوري، بیا زه خپله ګردېز ته راغلو او دلته درس وایو." لیلا وایي، پر ډېرو ستونزو بالاخره بریالۍ شوه چې هم خپله او هم د خویندو زده کړې بشپړې کړي، خو په کلي او ولسوالۍ کې یې زرګونه نورې نجونې ښوونځیو ته د تګ د زیري په تمه دي. د زرمت د ولسوال دولت خان ځدران په وینا په دې ولسوالۍ کې شااوخوا شپږ لکه او پنځوس زره کسان اوسېږي چې نیمایي برخه یې نجونې او مېرمنې تشکیلوي. دی وایي، دې ولسوالۍ کې د شلو او دېرشو زرو په شمېر کې نجونې د زده کړو په عمر برابرې دي، خو لا هم د زده کړو له حقه بې برخې دي. د رسمي شمېرو له مخې زرمت ولسوالۍ کې د هلکانو په ۵۱ ښوونځيو کې ۲۵۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، خو د نجونو ۱۲ښوونځي لاهم غیر فعال دي. د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وایي، دې ولسوالۍ کې د پوهنې امریت په چوکاټ کې د قومي مشرانو او بانفوده څېرو په مرسته بریالی شوی چې راتلونکې کال کې په ښوونځیو کې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي. د دې ولسوالۍ د پوهنې امر عبدالرشید عثماني وایي، له وسله والو طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدلی چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي: "د سیمې د علماوو، سپین ږیرو او مخورو مشرانو په همکارۍ مو انشاالله سل فیصده ډاډه یو، د هغې (د طالبانو)خوا هم ډاډ ترلاسه شوی دی چې په نوي کال کې به دا ښوونځي ټول فعاله شي." وسله والو طالبانو په ۱۳۹۳ کال کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه. د مسولینو په وینا هغه مهال ۵۴۰۰ په درس بوختې نجونې له زده کړو بې برخې شوې. ازادي راډیو د دې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد تازه غبرګون ترلاسه نه کړ، خو موده وړاندې یې ازادي راډيو ته ویلي و چې دې ولسوالۍ کې د خوندي چاپېریال تر رامنځته کېدو پورې به نجونې زده کړو ته نه پریږدي. د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ښځینه ښوونکو د ګمارنې، د منظم تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو او د تدریسي موادو د برابروولو لپاره یې پلان چمتو کړی.

10.02.2021 ازادي راډیو

ووهان ته د تللو متخصصینو لومړنۍ موندنې: کرونا د چین له لابراتوارونو نه‌ده خپره شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ هغه پلاوی چې د کرونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره د چین ووهان ښار ته تللی وو، وایي داسې نه‌ښکاري چې کرونا ویروس د یوه چینایي لابراتوار څخه راپورته شوی وي. دغه پلاوي په خپلو موندنو کې ویلي چې ډېر احتمال لري دا ویروس له یوه حیوان/ ژوي څخه انسان ته انتقال شوی وي. دغه پلاوي په ووهان ښار کې تر تحقیقاتو وروسته پرون سې شنبه دا نتیجه اعلان کړه. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یوه متخصص پیتر بن ایمبارک «Peter Ben Embarek« د فبرورۍ پر ۹مه د چین په ووهان ښار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د کرونا ویروس د سرچینې په اړه‌یې ټول احتمالونه وڅېړل، خو داسې نه‌ښکاري چې دا ویروس د یوې لابراتواري پېښې په نتیجه کې بهر راوتلی وي. نوموړي وویل چې د دې کار لپاره لا نورو ځانګړو او هدفمندو پلټنو ته اړتیا ده.  د نړیوالو روغتیایي متخصصانو دغه پلاوي یوه میاشت پلټنې وکړې چې د کرونا ویروس څنګه او له څه شي سرچینه اخلي. د دې ویروس نښې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په لومړي ځل د چین په یوه مرکزي ښار ووهان کې ولیدل شوې.  دغه ویروس وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو چې تر اوسه څه باندي ۲،۳ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. په لومړي سر کې د دې ویروس سرچینه په ووهان ښار کې یو مارکېټ بلل شوی وو چې وحشي ژوي په‌کې خرڅېدل، خو روغتیایي متخصصین اوس فکر کوي چې دا ویروس ښایي فقط په یاد مارکېټ کې پیاوړی شوی وي. ایمباریک دې ته هم اشاره کړې چې دغه ویروس ښایي د چین له نورو ښارونو او یا نورو هېوادونو څخه د مسافرینو او یا هم د یخی شویو حیواني محصولاتو سره ووهان ته رسېدلی وي. دی وایي راتلونکي تحقیقات به‌یې نه‌یوازې پر چین، بلکې په نورو اسیایي او غیر اسیایي هېوادونو کې هم متمرکز وي. د روغتیا نړیوال سازمان متخصصین په دې تحقیقاتي سفر کې د ووهان د ویرولوجي انسټټیوټ ته ولاړل. دا هغه ځای دی چې دوی کرونا د منشا موندلو په اړه تحقیقاتو کې د اجنډا په سر کې راوستلی وو. د دې وبا د خورېدو په لومړي سر کې داسې ګڼل کېده چې دغه ناروغۍ په تصادفي ډول د همدې انسټټیوټ له لابراتوارونو څخه ټولې نړۍ ته خوره شوه، خو د دې تیورۍ د ثابتولو لپاره اسناد نه‌دي وړاندې شوي. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه پلویانو دا اوازې لا پسې ګړندۍ کړې او پر چین‌یې تور ولګاوه چې په قصدي ډول‌یې دا ویروس خپور کړی دی، خو ټرمپ د دغو ادعاوو شواهد وړاندې نه‌کړل. چین په وار وار دا ډول تورونه رد کړل.

10.02.2021 ازادي راډیو

ايا نوي افغاني بانکنوټونه مو تراوسه ليدلي؟

پولنډ هېواد د افغانستان لپاره ۳۸۰ ميليونه بانکنوټونه چاپوي چې يوه برخه يې واردمخه چاپ شوې او افغانستان ته رسېدلې. په دې ويډيو کې د نوو چاپ شوو بانکنوټونو ځانګړتياوو په اړه لا ډېر ليدلی شی.

07.02.2021 ازادي راډیو

د عبدالرووف په ملاتړ د ترکمنانو پراخې مظاهرې

نهه کلن عبدالرووف څه باندې سل ورځې د سړي تښتونکو په منګولو کې دی. مظاهره چیانو ګواښ وکړ که حکومت دا ماشوم تر څو محدودو ورځو ونه ژغوري دوی به په شمال کې د ځینو مهمو بندرونو لارې وتړي.

07.02.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more