ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پرېوتی بودا، د صلصال او شمامې د نړيدو تراژيدي

په باميانو کې د بودا د مجسمو د نړيدو په شلمه کاليزه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وغوښتل څو ددې لرغونو اثارو د تخريب عاملان د جرمونو نړيواله محکمه محاکمه شي. د بودا مجسمې له نن شل کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ونړول شوې. صلصال او شمامه په افغانستان کې د تر اسلام دمخه دورې تر ټولو ارزښتمن اثار ګڼل کېږي. دا مستند د بودا د مجسمو د نړيدو د څرنګوالي، نړيوالو غبرګونونو او د بيارغونې لپاره يې په شويو هڅو  راڅرخي..

11.03.2021 ازادي راډیو

له ۱۲ کلنو پورته د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز غبرګونونه وپارول

‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي. ‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضعیت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي. د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت کې چې تاوتریخوالی په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو او بشپړ ګډون مخه نیسي، د افغانستان دولت هم دغه محدودیتونه زیاتوي، دولت باید د ښځو او نجونو له پوره ګډون ملاتړ وکړي نه دا چې نورې یې هم محمدودې کړي." د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون هم د پوهنې وزارت له لوري تر ۱۲ کلونو د مشرو نجونو له لوري د ترانې پر ویلو د بندیز په وړاندې غبرګون وښود.  دې کمېسیون نن په یوه بیان کې ویلي، د زده‌کړو، د بیان ازادۍ او هنري مهارتونو لرل عمر او جنسیت ته له کتو پرته د ټولو ماشومانو لومړني حقونه دي. د بشر حقونو کمېسیون د ماشومانو پر ازادیو او حقونو هر راز محدودیت د بشري حقونو د عمومي اصولو، د ماشوم د حقونو د کنوانسیون او همداراز د نړیوالو او ملي قوانینو په تېره بیا د اساسي قانون او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د قانون خلاف بللی دی. د پوهنې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې لارښوونه کړې چې له دې وروسته به له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې په هره غونډه کې ترانې او سردونه نه‌وايي، پرته له هغو غونډو چې ټولې ګډونوالې یې ښځې نه‌وي. د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو په غوښتنه شوې ده، خو ویې نه‌ویل چې څومره کورنیو دغه غوښتنه کړې ده.

11.03.2021 ازادي راډیو

پکتیا کې یو شمېر مدني فعالانې: ډېرو سختو شرایطو کې مدني فعالیت کوو

په پکتیا کې له تېرو دوو لسیزو وروسته هم لا د ښځو اړوند مدني ټولنې او بنسټونه نه دي تقویه شوي، څو دوی د نورو محرومو نجونو او مېرمنو مدني غږ شي او له بېلابېلو لارو اړونده ادارو او مسولینو ته خپلې ستونزې ورسوي. سږ پکتیا کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم دې ولایت کې د ښځینه مدني فعالانو شمېر کم دی. په دوی کې ډېرې کمې له ډېرو ستونزو وروسته حاضریږي چې رسنیو سره مرکې وکړي او د خپل او نورو نجونو او مېرمنو د ژوند په تړاو خبرې وکړي. ډاکټر نازدانه له تېرو دوو لسیزو راهیسې پکتیا کې د نجونو او مېرمنو زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي د حق لپاره غږ پورته کوي وایي، ډېرو سختو شرایطو کې مدني فعالیت کوي: "پکتیا کې رښتیا هم چې مدني فعالیتونه او د بشر د حقونو یا د ښځو مدافعانې ډېرې زیاتې کمې دي، یو کلتور ډېر حاکم دی چې نجونې نه شي کولی غږ پورته کړي او بل ناامني هم ده چې مېرمنې مدني فعالیتونه نه شي کولی." نوشابه د پکتیا یوه بله اوسیدونکې ده چې اوس یې له دې ډګر سره مخه ښه کړې وایي، د مدني فعالیتونو پر مهال ځینې وخت د یو شمېر نارینه وو او په خپله ښځینه مدني فعالانو رواني ځورولې او همدا لامل دی چې دا او د دې په څېر نجونې په اسانۍ مدني فعالیتونو ته زړه نه شي ښه کولی. نوشابه وايي: "موږ چې کله مدني فعالیتونه پیل کړل، د مسولو ادارو له خوا مو ملاتړ ونه شو، بل یو شمېر مدني فعالانې چې شخصي ګټې یې خطر کې راتلې، دوی ناسالمه سیالۍ پیل کړه، لږ څه د امنیت ستونزه هم وه نو ومې نه غوښتل چې ځان او کورنۍ ته مې ستونزې جوړې کړم." په پکتیا کې په رسمي ډول ټولې ۲۲ مدني ټولنې ثبت دي چې په کې یوازې دوه د ښځو اړوند دي. د دې ولایت د ښځینه مدني فعالانو په وینا یوازې د ګوتو په شمار مېرمنې او نجونې په مدني فعالیتونو کې ونډه اخلي. د پکتیا د ښځو چارو رئیسه نسرین اوریاخېل هم مني چې ټولنیزو ستونزو او ناامنۍ د ښځو د مدني فعالیتونو پر وړاندې اساسي خنډونه دي، خو له مرکزي حکومته هم دې ولایت ته د کمې بود جې ورکړه او په دې ولایت کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو له لوري د کمو پروګرامونو پلي کېدل هم مهم لاملونه بولي. اغلې اوریاخېل زیاتوي: "پکتیا ولایت کې مدني فعالانې ډېرې کمې دي، د ګوتو په شمار دي، امنیتي مشکلات زښت ډېر دي، کلتوري ستونزې هم ډېر دي، نو تر اوسه کومه خاصه بودجه هم نشته او نه هم د ښځینه مدني فعالانو لپاره کومه پروژه راغلې ده." په پکتیا کې په داسې حال کې له تېرو دوو لسیزو تیرېدو وروسته د نجونو او مېرمنو مدني بنسټونه کمزوري بلل کېږي چې د دې ولایت یو شمېر ښځینه مدني فعالانې د سولې له هوکړې وروسته خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي. دوی وایي، داسې وېره شته چې په بین الافغاني خبرو پر مهال دوی له اوسنیو مدني حقونو څخه هم محرومې شي، هغه څه چې افغان چارواکو یې په بیا-بیا د ساتنې ډاډ ورکړی.

11.03.2021 ازادي راډیو

ځېنې کسان ولې بې ځایه په لارو او کوڅو کې ولاړ وي؟

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې  ایا تاسې هم هغو کسانو په تکلیف کړي یاست چې وخت نا وخت په کوڅو کې ولاړ وي او خپلو منځو کې بدې خبرې کوي؟ دغه کار د لارویو او کورنیو په ذهن څومره بد اثر پرېباسي ؟ په دې برخه کې د مسوولو کسانو دنده څه کېدای شي ؟ نن همدا موضوع راخلو چې د راپور تر څنګ د کورنیو چارو وزارت له یو تن مسوول سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

11.03.2021 ازادي راډیو

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښي

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د ټولنیزو فعالانو په ځانګړې توګه د خبریالانو په نښه کول خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي.  د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) په یو تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۹ کال د کب ۲۱» خپور کړ، ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي. دغه فدراسیون په خپل راپور کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې سره ویلي چې دغه حالت د اندېښنې وړ دی او د وروستیو څو خبریالانو په نښه کول د یو شمېر رسنیو مدیران د ښځینه خبریالانو له استخدام څخه لاس په سر کړي دي.   د دې فدراسیون په راپور کې راغلي چې د سولې خبرو له پیل سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه‌دی درول شوی.   د دې فدراسیون د مشر انتوني بلانګر له قوله ویل شوي: "افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره چې هره ورځ دوی له خطر سر مخ دي، کلک امنیتي تدابیر ونیسي، فدراسیون د وروستیو تاوتریخوالو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو پر وړاندې هدفي وژنو او دندو پرېښودو سخت اندېښمن کړی دی."    په همدې حال کې خبریاله خدیجه محمدي او خبریال کمال افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي، دا خپله د دې لامل کېږي چې د یو خبریال روح او فکر باندې منفي اعېز وکړي، کله چې د یو خبریال روح او روان په ښه وضعیت کې نه‌وي، دا خپله د نوموړي د کار په کیفیت خراب اغېز پرېباسي." "که روان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د دې شاهدان یو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې، له هغې جملې د بیان ازادي چې یوه غوره لاسته راوړنه ده، له لاسه ورکړو." په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي روان بد امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې په کور دننه او بهر له ۲۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې او ځایونه پرېښي. دغه بنسټ وايي چې د دوی تازه سروې ښيي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې رسنۍ زیاتې شوي، خو د رسنیو د کارکوونکو په شمېر کې کموالی راغلی. د نی اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر وايي چې د دوی سروې تر ډېره په پنځو ولایتونو متمرکزه وه. نوموړي زیاته کړه: "په ننګرهار کې ۴۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، په هرات کې موږ په رسنیو کې د ښځو د کمرنګه حضور شاهدان یو، دا ښکاره کوي چې ډېری رسنۍ ښځینه کارکوونکې نه‌لري، په کندهار کې ۹۰ سلنه، په بلخ کې ۲۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، څلورو عمده ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو کموالي ته په پام سره په کابل کې بیا په رسنیو کې د ښځو حضور ۵ سلنه زیات شوی." دی وايي چې افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کوي، خو د ټولو قربانیانو ۴۰ سلنه ښځینه خبریالانې جوړوي. نوموړی وایي، دا شمېرې په ډاګه کوي چې تر ډېره حمله کوونکي ښځینه خبریالانې په نښه کوي. نوموړی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې پر رسنیو حملو کې بدلون راغلی، اوس تر ډېره د رسنیو کارکوونکي په انفرادي ډول په نښه کېږي. ښاغلی خلوتګر وايي، امنیتي بنسټونه هم تر ډېره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته جدي پام نه‌کوي او هڅې کېږي چې دغه ډول دوسیې پټې او د کورنیو ستونزو نوم ورکړل شي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د خبریالانو ټولې دوسيې څېړل شوي، ډېرې کمې د انکشاف په پړاو کې دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي: "هغه ادعا چې نی کړې موږ یې بشپړه ردوو، د دې ادعا په اړه چې هر سند لري، موږ حاضر یو چې هغه وڅېړو، نی بنسټ په جریان کې دی چې ځیني قضایا، اخلاقي قضیې وې، موږ خپله د نی او ځینو خبریالانو په غوښتنه هغه ټولنیزې نه‌کړې، هغوی که وغواړي، ټول اسناد او شواهد شته موږ کولای شو د رسنیو په واک کې یې ورکړو." وروستۍ شمېرې ښيي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۴ یې مېرمنې وې.

11.03.2021 ازادي راډیو

پکتیا کې مېرمنې: د سولې په بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه ډېره شي

د پکتیا ولایت اوسیدونکې ښځې وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو ونډه لږه ده او هغوی په دې لږه ونډه نه شي کولای په ښه توګه د هېواد د ښځو له حقونو او پرمختګونو دفاع وکړي. دوی زیاتوي، اوس مهال د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې او کولای شي، د هېواد د لویو او مهمو مسایلو په پرېکړو کې ونډه واخلي او د ښځو د حقونو مسئله په کې مطرح کړي. نن د پنجشنبې (د کب ۲۱مه) په ورځ مدني فعالې رحمانیه سحر ازادي راډیو ته وویل، ښځې د هرې بشري ټولنې نیمايي دي، خو په بین الافغاني خبرو اترو کې يې ونډه بیخي لږه ده: "له ښه مرغه په اوس وخت کې افغانې مېرمنې له سیاسي نظره ډېره پوهه لري، خو په دې مذاکراتو کې ډېره کمه ونډه ورکړل شوې، سره له دې چې په مذاکراتو کې د ښځو ونډه مهمه ده، خو په ډېر کم تعداد سره موږ هلته د ښځو استازې لرو، په دې شمېر ښځې نه شي، کولای د ښځینه قشر له حقونو په سمه توګه دفاع وکړي، نو په ټولنه کې د دوی شمېر سره برابره ونډه باید ورکړل شي." که څه هم د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکي کې د ښځو د ونډې په باب د ښځینه قشر مخکښو فعالانو خپلې انديښنې شریکې کړي، خو افغان حکومت تل ښځو ته ډاډ ورکړی چې د سولې خبرو کې به د دوی ټول حقونه او د دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي ساتي او په دې  بهیر کې به يې رول معنی لرونکی وي. مدني فعاله نفیسه وايي، د سولې او راتلونکې سیاسي حالات د ښځو په ژوند، کار او زده کړو مستقیم اغېز لري، خو بیا هم دوی ته په دې مهمو خبرو کې پوره ونډه نه ده ورکړل شوې. نفیسه له افغان حکومته غواړي چې بین الافغاني خبرو کې دې  د ښځو ونډه زیاته شي. مدني فعاله اسیه بشر دوست وايي، د ښځو په فعال ګډون سره د خبرو اترو بهیر چټکیدلی شي:"نن سبا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د دې خبرو د بریا لپاره باید ډېر کوښښ وشي او ښځو ته په کې ونډه ورکړل شي، ځکه دوی هم غږ لري او غوښتنې لري، ښځې کولای شي، د سولې بهیر چټک کړي، په ملي کچه د خپلو خویندو نظرونه راټول کړي، ښايي د دوی خبرې او فعال ګډون یو مثبت پرمختګ راولي." یوه بله پکتیاواله مدني فعاله بهاره اریا وايي، ښځې کولای شي نارینه سولې ته وهڅوي او هغوی د سولې په حقانیت او اړتیا قانع کړي. د دې په وینا په دې برخه کې تر ټولو قشرونو د ښځو ونډه مهمه او اغېزناکه ده. د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ په نوم یو  بنسټ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول کړي دي. د یاد بنسټ مشرانې وايي، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې به، په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکې کړي او له هغوی به وغواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي.

11.03.2021 ازادي راډیو

تېر کال د افغانستان د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي '۱۰۰ قضیې' ثبت شوي

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ قضیې ثبت کړي چې ۲۰ یې د هېواد په مرکز کې وې. دغه مرکز وویل، امنیتي ګواښونه، هدفي وژنې، د کرونا ویروس خپرېدل او د سولې روانو خبرو اترو خبریالان او په تېره ښځینه هغه تر اغېز لاندې راوستي دي. د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» په کابل کې یوې خبري ناستې ته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې دغه ستونزمن وضعیت بیان کړ. د دغه مرکز مسؤلې فریدې نېکزاد وویل، د وروستیو ناامنیو له امله له ۱۰ ډېرې خبریالانې د ولایت پرېښودو او له ۱۰ ډېرې د هېواد پرپښودو ته اړې شوې دي.اغلې نېکزاد زیاتوي: "په وروستیو درې څلورو میاشتو کې، څلور خبریالانې یا د رسنیو کارکوونکې، وژل شوي، دا څه پیغام لرلی شي؟ د دې ترڅنګ مو ډېر خبریالان ووژل شول. په خواشینۍ چې ۱۳۹۹ لمریز کال مو له ستونزو او ګواښونو ډک و، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰ قضېي ثبت شوي چې ۲۱ یې په مرکز کې وې." مېرمن نېکزاد وویل، تر اوسه د خبریالانو د وژنو قضیو ته بشپړه رسېدنه نه‌ده شوې. دې ټینګار وکړ چې د دغه وژنو عاملین دې ډېر ژر معلوم او ودې نیول شي. په هرات کې حسینا عظیمي او په کابل کې سونیا اکبري وايي، خبریالي په یوې ستونزمنې حرفې اوښتې ده: "اوس وینو چې تاوتریخوالي بله بڼه غوره کړې چې خبریالان په‌کې په نښه کېږي، دا د اندېښنې وړ ده، موږ اندېښمنوي چې همکاران مو په څنګ کې نه‌وي." "موږ اندېښمنې یو ځکه چې هره ورځ خبریالان او په تېره ښځینه هغه په نښه او وژل کېږي، دې کار پر موږ د کار فضا تنګه کړې ده." په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دغو اندېښنو په اړه وايي: "د خبریالانو پر وړاندې مو د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه کړې، یو شمېر قضیې تر کشف لاندې دي چې عاملین مو لا نه‌دي نیولي، زموږ د کشفي ځواکونو هڅه دا ده چې دغه هدف ته ورسېږو، موږ هڅه کوو د خبریالانو اندېښنو ته ځواب ووایو." د ښځینه خبریالانو ملاتړي مرکز وویل، له دې هم اندېښمنې دي چې د سولې د خبرو اترو قرباني نه‌شي او پر لاسته راوړنو یې معامله ونه‌شي. خو حکومت تل د ښځو د لاسته راوړنو او د بیان پر ازادۍ ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې د ښځینه خبریالانو ملاتړی مرکز د کرونا ویروس یوه بله ستونزه ګڼي وايي، د دغه ویروس د خپرېدو له امله په ټول هېواد کې ۲۰ خبریالانې چې ډېری یې په کابل کې دي، په کورونو ناستې او یو شمېر یې بېرته پر دندو هم نه‌دي ګمارل شوي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسؤل صدیق‌الله توحیدي وايي، ښځینه خبریالانې نه‌یوازې دا چې فزیکي خوندیتوب نه‌لری، د کار خوندیتوب هم نه‌لري. ده وویل د رسنیو ځیني بنسټونه له خبریال سره د قراردادونو په برخه کې لازم مکلفیتونه هم په پام کې نه‌نیسي. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې د څلورو ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

10.03.2021 ازادي راډیو

رولا غني: د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وایي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا نه یوازې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو لپاره ګټوره ده، بلکې د هېواد او سیاسي پرمختګ برخه کې هم مهمه ده. ‎رولا غني د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم یوه ناسته کې په کابل کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د محدودې ونډې په اړه نیوکه وکړه. ‎نوموړې وویل: "ښځې باید د هېواد په اقتصاد په پیاوړتیا کې فعاله ونډه ولري، په سیاست او پرمختګ کې سهیمې شي، له بده مرغه کله چې د یو هېواد د اقتصادي فعالیت حساب سنجول کېږي، د ښځو اقتصادي ونډه په کې نادېده نیول کېږي، باید په وړه او لویه کچه د ښځو د سوداګرۍ لپاره زمینه برابره شي ځکه چې د هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي."‎‎ د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د لارې د نقشې پروګرام هم په همدې هدف جوړ شوی دی. اغلې ساپۍ زیاتوي: "د دغه پروګرام هدف دا دی هغه بنسټونه چې اقتصادي برخه کې کار کوي، ورسره په ګډه د ښځو د پیاوړتیا د ملي لارې نقشه برابره کړو، دا پروګرام هغه اټکل او هدف دی چې غواړو له مخې یې په ښار، کلي او کور کې د ښځو لپاره کار وکړو." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاربي، تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې افغان مېرمنې د تولید په برخه کې له ښوو وړتیاوو برخمنې دي. د نوموړې په خبره، اوس مهال ۵۴ زره میرمنې په دغه هېواد کې په وړو تشبثاتو کې فعالیت کوي. ‎ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نظیر کریمي بیا 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم جوړې شوې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل: "د مالیې وزارت له ځواکمن ملاتړ سره د ملي جنسیتي برابرۍ لپاره ژمن دی، موږ د ښځو لپاره پر الکټرونیکي سوداګرۍ کار کوو، څو د نارینه وو له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مداخلې پرته او په مستقیمه توګه د سوداګرۍ چارې پر مخ یوسي، سږکال د ۱۴۰۰ بودجه کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د پروژو په برخه کې دوه میلیارده او اته سوه زره افغانۍ لرو." ‎نوموړي دغه شان وویل چې د ښځو پیاوړي کول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، ‎خو ډېر ځله په دې برخه کې نیوکه موجوده ده چې کلیوالو ښځو ته پاملرنه کمه ده.

09.03.2021 ازادي راډیو

ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي. اپل ټلوېزیون نن- سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.   اپل کمپنۍ وايي چې د ټلوېزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.    ۲۳ کلنې ملالې ویلي دي، خوشحاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي او نړۍ هغسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.    ملالې یوسفزۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "هیله منه یم زما د پروګرام او هغې محتوا له لارې چې زه به یې تولیدوم، وکړای شو د خلکو ترمنځ اتصال راولو چې دوی نه دي توانېدلي له دغه اتصال څخه برخمن وي، که مو سابقه هرڅه وي، بیا موږ ډېر مشترکات لرو چې باید په مثبت فال یې ونیسو."  ملالې یوسفزۍ دا هم ویلي چې هیله منه ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه او محتوا وګوري او الهام ترې واخلي.  په ۲۰۱۲میلادي کال کې ملاله یوسفزۍ د ۱۵ کلونو وه چې په سوات کې ښوونځي ته پر لار وسله والو طالبانو پر سر په مرمۍ وویشتله.   ملالې له ماشومتوبه د نجونو د تعلیم لپاره فعالیتونه کول، خو د طالبانو افراطي ډله یې مخالفه وه.   ملاله د څو میاشتو لپاره په پاکستان او بیا په بهر کې تداوي شوه او په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ له کبله د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.    ملاله یوسفزۍ په ۲۰۲۰میلادي کال کې د بریتانیا له اکسفورد پوهنتون نه فارغه شوه او له هغې راهیسې یې د نجونو او ښځو لپاره ډیجټل خپرونه او د ټلوېزیوني خپرونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړې ده. 

09.03.2021 ازادي راډیو

د ازادۍ راډیويي مجله - تکرار

09.03.2021 ازادي راډیو

د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.  د پکتیا د ښځو چارو ریاست وایي، د تېرکال پرتله سږکال له دوی سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې زیاتوالی راغلی.  په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل وویل چې د دې پېښو د ثبت د زیاتیدو یو لامل د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی دی چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ولایت رسمي ادارو ته تګ زیات کړی.  نوموړې وايي، د نورو ادارو پرته یوازې له ښځو چارو ریاست سره په تېرکال کې رسمي اته پېښې ثبت شوي، خو سږکال یې شمېر تر لسو رسیدلی او په خبره یې لسګونه نورې پېښې یې په غیر رسمي ډول حل او فصل کړي دي.  وهل ټکول، د خوښې پرته په زور ودونه، لوړ ولور، په کم عمر کې د نجونو ودول، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، د میراث او مالکیت حق نه ورکول، په چارو کې د ښځو نظر نه اخېستل او د تاوتریخوالي یو شمېر نور هغه ډولونه دي چې پکتیا کې دا مهال نجونې او مېرمنې ورسره مخامخې دي.  کلتوري او امنیتي ستونزې او د عامه پوهاوي کموالی په پکتیا کې هغه ستونزې بلل کېږي چې لاهم ګڼې نجونې او مېرمنې په کې له خپلو حقونو بې برخې دي.  د یادونې وړ ده چې پکتیا کې د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په موخه د جوړې شوې غونډې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د نجونو دا کار چې د هېواد د ملي بیرغ ټکري یې په سر دي، ډېر ستایل شوی. 

09.03.2021 ازادي راډیو

خبرونه او راپورونه

09.03.2021 ازادي راډیو

لومړۍ یو ساعته خپرونه

09.03.2021 ازادي راډیو

اروپايي هېوادونو ته د دغې ټولنې د درملو ادارې خبرداری: سپوتنیک-وي واکسین مه‌تطبیقوئ

د اروپا د درملو ادارې «EMA» یوې جګپوړې چارواکې اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د روسيې له‌خوا جوړ شوي واکسین سپوتنیک-وي ته دې اوس‌مهال د تطبیق اجازه نه‌ورکوي. د «EMA» د اداري بورډ مشرې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د روسيې سپوتنیک-وي واکسین ته دې تر هغه وخته د تطبیق اجازه نه‌ورکوي چې د هغه په اړه د دې ادارې څېړنې بشپړې شي. کریستا ویرتومر هوچي پرون یکشنبه له اتریشۍ خبري شبکې «ORF» سره په مرکه کې وویل، دا اداره چې مرکز یې په امستردام کې دی، د خپلو څېړنو لپاره اسنادو او د واکسین شویو خلکو دقیقو معلوماتو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړه چې سپوتنیک-وي نامعلوم واکسین دی او ځکه نو د دې مشوره دا ده چې د دې واکسین تطبیق ته باید ‎په روان بېړني حالت کې اجازه ورنه‌کړل شي، خو مېرمن ویرتومر هوچي زیاته کړه چې سپوتنیک-وي ته په راتلونکي کې وروسته له دې چې معلومات‌یې وڅېړل شي په اروپايي مارکېټ کې د خرڅلاو اجازه ورکول کېدای شي. نوموړې یادونه وکړه چې دې ادارې د روسي واکسین د اغېزمنتوب په اړه څېړنې پیل کړې دي. د «EMA» دې چارواکې همداراز وویل چې د سپوتنیک-وي د جوړوونکو له لوري معلوماتي بستې راروانې دي او د کیفیت، خوندیتوب او اغېزمنتوب په اړه به‌یې له اروپايي معیارونو سره سم څېړنې وشي. د درملو د قوانینو د چارو دې اروپايي ادارې د مارچ په څلورمه نېټه وویل چې د سپوتنیک-وي د اغېزمنتوب په اړه‌یې څېړنې پیل کړي. دا د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې د دې واکسین د تأیید لپاره لومړی ګام ګڼل کېږي. د «EMA» د انساني درملو کمېټه به د سپوتنیک-وي د کلینیکي تطبیق د بهیر د معلوماتو په اړه تر هغه مهاله تحقیق وکړي چې د تأیید لپاره‌یې لازم کلینیکي معلومات ترلاسه شي. د سپوتنیک-وي د اغېزمنتوب په برخه کې لومړی یو څه ابهام و، خو د هغه د ازموینې وروستیو نتایجو چې تېره میاشت خپرې شوې وښودله چې دا واکسین چې دوه دوزه لري، یعنې په دوو پړاوونو کې ورکول کېږي د 'کووېډ-۱۹' د عوارضو د مخنیوي په برخه کې په سلو کې ۹۱،۶ اغېزمن دی. د هغو واکسینونو چې د لوېدیځ ځینو هېوادونو جوړ کړي د اغېزمنتیا کچه هم تقریباً همدومره ده. د اروپا د درملو د قوانینو ادارې مخکې له دې د فایزر، بایو اېن تیک، مودرنا او استرازینیکا واکسینونه تأیید کړي دي او تمه ده چې د جانسن انډ جانسن د کمپنۍ واکسین ته هم راتلونکې اوونۍ اجازه ورکړي. همداراز د کیور-واک او نووا واکس د کاندید واکسینونو په اړه څېړنې هم اوس‌مهال روانې دي.

08.03.2021 ازادي راډیو

د سولې ارمانجنه مور چې دوه زامن یې پر مخالفو سنګرونو وژل شوي

که څه هم په تیرو شلو کلونو کې افغان ښځو د پام وړ پرمختګونه کړي، خو په لیري پرتو سیمو کې داسي ښځې شته چې نه یوازي يې په تیرو دوو لسیزو کې په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکه جګړې نورې هم ځپلې دي.

08.03.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more