شاته

پکتیا کې مېرمنې: د سولې په بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه ډېره شي

د پکتیا ولایت اوسیدونکې ښځې وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو ونډه لږه ده او هغوی په دې لږه ونډه نه شي کولای په ښه توګه د هېواد د ښځو له حقونو او پرمختګونو دفاع وکړي.

دوی زیاتوي، اوس مهال د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې او کولای شي، د هېواد د لویو او مهمو مسایلو په پرېکړو کې ونډه واخلي او د ښځو د حقونو مسئله په کې مطرح کړي.

نن د پنجشنبې (د کب ۲۱مه) په ورځ مدني فعالې رحمانیه سحر ازادي راډیو ته وویل، ښځې د هرې بشري ټولنې نیمايي دي، خو په بین الافغاني خبرو اترو کې يې ونډه بیخي لږه ده: "له ښه مرغه په اوس وخت کې افغانې مېرمنې له سیاسي نظره ډېره پوهه لري، خو په دې مذاکراتو کې ډېره کمه ونډه ورکړل شوې، سره له دې چې په مذاکراتو کې د ښځو ونډه مهمه ده، خو په ډېر کم تعداد سره موږ هلته د ښځو استازې لرو، په دې شمېر ښځې نه شي، کولای د ښځینه قشر له حقونو په سمه توګه دفاع وکړي، نو په ټولنه کې د دوی شمېر سره برابره ونډه باید ورکړل شي."

که څه هم د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکي کې د ښځو د ونډې په باب د ښځینه قشر مخکښو فعالانو خپلې انديښنې شریکې کړي، خو افغان حکومت تل ښځو ته ډاډ ورکړی چې د سولې خبرو کې به د دوی ټول حقونه او د دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي ساتي او په دې بهیر کې به يې رول معنی لرونکی وي.

مدني فعاله نفیسه وايي، د سولې او راتلونکې سیاسي حالات د ښځو په ژوند، کار او زده کړو مستقیم اغېز لري، خو بیا هم دوی ته په دې مهمو خبرو کې پوره ونډه نه ده ورکړل شوې.

عکس تزئیني بڼه لري
عکس تزئیني بڼه لري

نفیسه له افغان حکومته غواړي چې بین الافغاني خبرو کې دې د ښځو ونډه زیاته شي.

مدني فعاله اسیه بشر دوست وايي، د ښځو په فعال ګډون سره د خبرو اترو بهیر چټکیدلی شي:"نن سبا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د دې خبرو د بریا لپاره باید ډېر کوښښ وشي او ښځو ته په کې ونډه ورکړل شي، ځکه دوی هم غږ لري او غوښتنې لري، ښځې کولای شي، د سولې بهیر چټک کړي، په ملي کچه د خپلو خویندو نظرونه راټول کړي، ښايي د دوی خبرې او فعال ګډون یو مثبت پرمختګ راولي."

یوه بله پکتیاواله مدني فعاله بهاره اریا وايي، ښځې کولای شي نارینه سولې ته وهڅوي او هغوی د سولې په حقانیت او اړتیا قانع کړي.

د دې په وینا په دې برخه کې تر ټولو قشرونو د ښځو ونډه مهمه او اغېزناکه ده.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ په نوم یو بنسټ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول کړي دي.

د یاد بنسټ مشرانې وايي، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې به، په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکې کړي او له هغوی به وغواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي.