شاته

رولا غني: د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وایي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا نه یوازې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو لپاره ګټوره ده، بلکې د هېواد او سیاسي پرمختګ برخه کې هم مهمه ده.

‎رولا غني د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم یوه ناسته کې په کابل کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د محدودې ونډې په اړه نیوکه وکړه.

‎نوموړې وویل: "ښځې باید د هېواد په اقتصاد په پیاوړتیا کې فعاله ونډه ولري، په سیاست او پرمختګ کې سهیمې شي، له بده مرغه کله چې د یو هېواد د اقتصادي فعالیت حساب سنجول کېږي، د ښځو اقتصادي ونډه په کې نادېده نیول کېږي، باید په وړه او لویه کچه د ښځو د سوداګرۍ لپاره زمینه برابره شي ځکه چې د هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات لامل کېږي."‎‎

د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ
د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د لارې د نقشې پروګرام هم په همدې هدف جوړ شوی دی.

اغلې ساپۍ زیاتوي: "د دغه پروګرام هدف دا دی هغه بنسټونه چې اقتصادي برخه کې کار کوي، ورسره په ګډه د ښځو د پیاوړتیا د ملي لارې نقشه برابره کړو، دا پروګرام هغه اټکل او هدف دی چې غواړو له مخې یې په ښار، کلي او کور کې د ښځو لپاره کار وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاربي، تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي چې افغان مېرمنې د تولید په برخه کې له ښوو وړتیاوو برخمنې دي.

د نوموړې په خبره، اوس مهال ۵۴ زره میرمنې په دغه هېواد کې په وړو تشبثاتو کې فعالیت کوي.

‎ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نظیر کریمي بیا 'ښځو پیاوړتیا لپاره د لارې نقشې' په نوم جوړې شوې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل: "د مالیې وزارت له ځواکمن ملاتړ سره د ملي جنسیتي برابرۍ لپاره ژمن دی، موږ د ښځو لپاره پر الکټرونیکي سوداګرۍ کار کوو، څو د نارینه وو له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مداخلې پرته او په مستقیمه توګه د سوداګرۍ چارې پر مخ یوسي، سږکال د ۱۴۰۰ بودجه کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د پروژو په برخه کې دوه میلیارده او اته سوه زره افغانۍ لرو."

‎نوموړي دغه شان وویل چې د ښځو پیاوړي کول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، ‎خو ډېر ځله په دې برخه کې نیوکه موجوده ده چې کلیوالو ښځو ته پاملرنه کمه ده.