ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لايبه يوسفزۍ: جنګ نارينه‌وو راوستی، خو امن به ښځې راولي

د ښځو د حقونو يو شمېر فعالين وايي، د مارچ د اتمې نماځنه بايد داسې وشي چې په ټولنه کې ښځو ته د نارينه‌وو په شان برابر حق ورکړل شي. د ښځو د حقونو فعاله له خېبر پښتونخوا څخه کابل ته د امن او ثبات کنفرانس ته راغلې لايبه يوسفزۍ وايي، جنګ نارينه‌وو راوستی، خو امن به ښځې راولي. له اغلې یوسفزۍ سره د دغه کنفرانس په څنډه کې د ازادي راډیو مرکه کړې او په سر کې يې د دغه ورځې په اړه پوښتلې ده. د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

07.03.2021 ازادي راډیو

بامیانو کې د بودا د مجسمو له نړیدو شل کلونه وروسته

د 2001 م کال د فیبرورۍ د میاشتې په پای کې طالبانو په بامیانو کې د بودا د دوو سترو مجسمو د نړولو هوډ څرګند کړ.  د  همدې کال د مارچ په دویمه نیټه یې ددې مجسمو نړول پیل کړل چې د مارچ تر یولسمې یې دوام وکړ.  د افغانستان د څو لسیزو اوږدې جګړې یوازې د بودا مجسمې نه دي زیانمنې کړي، بلکې  په دې هیواد کې  ډیر لرغوني اثار په بیلابیل ډول زیانمن شوي. پر جګړو سربېره غیرې قانوني کیندنې، د لروغونو اثارو قاچاق، طبیعي افات او نه پاملرنه نور ګواښونه دي چې  افغانستان کې لرغونې او تاریخي اثار ګواښي.  طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې تر خپلو واک لاندې سیمو کې د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی.  تر شنه اسمان لاندې ددې اونۍ په خپرونه کې په بامیانو کې د بودا نړیدلو مجسمو ته تم شوي یوو. ددې مجسمو په لرغونتیا، اهمیت او دا چې ولې یې طالبانو د نړول پریکړه وکړه؟ بحث شوی.  همدار راز د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه د طالبانو په وروستۍ اعلامیه هم غږیږو. او په دې هم خبرې کوو چې په روانو حالاتو کې د افغانستان لرغونې اثار څنګه خوندي کیدای شي. په بحث کې راسره د کابل پوهنتون استاد پوهاند رسول باوري چې د افغانستان د لرغونو اثارو په برخه کې یې پراخې څیړنې کړي ملتیا کړې. همدارنګه فرهنګي شنونکی عبدالحنان همت هم راسره په دې بحث کې  برخه اخیستې. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طلوع افغان او هیواد ورځپاڼو د مسول مدیر او همدارنګه د باختر خبري اژانس د ریس په توګه دندې ترسره کړي دي.  دا بحث له دې ځایه اوریدلی شئ. 

07.03.2021 ازادي راډیو

امریکا ۷ وژل شوېو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جايزې ورکوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي وژنو ښکار شوي. دا وزارت هرکال د زوړور مېرمنو نړېواله افتخاري جایزه هغه مېرمنو ته ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزمن کارونه کړي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هغه ۷ زړورو افغان مېرمنو ته افتخاري جایزې ورکوي چې په۲۰۲۰ میلادي کال کې د هدفي بریدونو ښکار شوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه جایزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکې فاطمه خلیل، د ملي امنیت ریاست د جنسیت برخې مشرې شرميلا فروغ، د پولیسو پخوانۍ افسرې فاطمهې رجبي، د کندهار د زاندانونو په ریاست کې پخوانۍ افسرې فرشتې، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویاندې ملاله میوند او مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ ته ورکول کېږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا له دې اقدامه هرکلی کوي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې د ملاتړو د خوندیتوب لپاره اوربند وکړي. ذبیح الله فرهنګ د دې کمېسیون د ویاند مرستیال زیاته کړه: "زموږ لید لوری دا دی چې د خلګو د خوندي ساتلو لپاره باید اوربند ټینګ شي. هیله لرو چې طالبان او افغان حکومت په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي،څو د فاطمې خلیل فکرعملي بڼه خپله کړي. " د ښځو د برخې ځینې فعالان بیا د ګواښونو لوړوالی د اندېښنې وړ بولي. خبریاله او ښځينه فعاله لېمه هوتک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، روان وضعیت یې عادي ژوند ورتريخ کړی دی. اغلې هوتک زیاته کړه:" اوسنی حالت د سختې اندېښنې وړ دی موږ په خپل کاري ځای کې په ارامه زړه کار نه شو کولای، په ښځینه فعالانو وروستيو بريدونو زموږ روحیه نوره هم را ضعیفه کړه، افغان حکومت باید د داسې یو حالت مخه ونیسي. " په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ټولې هڅې د اوربند لپاره متمرکزې شوي دي:" افغان حکومت جګړه د حل لاره نه بولي، نو لازمه ده چې د سولې پروسه لا چټکه او غښتلې شي، څو روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. " د ۷ افغان مېرمنو ترڅنګ ۱۴ نورې مېرمنې له ترکیې، بېلاروس، مینمار، کامرون، چین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ګواتیمالا، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سریلانکا او له ونزویلا هېوادونو څخه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مراسم د کرونا ویروس له امله په انلاین بڼه ترسره کوي. دغه جایزې داسې مهال ورکول کېږي چې لا هم ښځینه فعالانې د هدفي بریدونو قربانیانې دي. پهتر ټولو تازه پېښه کې د مارچ په دوهمه نېټه په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژل شوې.

06.03.2021 ازادي راډیو

د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

داسې مهال چې ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د واکسینونو بهیر روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیر په نرمولو کې د احتیاط غږ کړی دی. دا مهال په برازیل او څو اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا څپه په زور کې ده او لا هم دا ویروس په ګڼو هېوادونو کې د خلکو روغتیا جدي ګواښ دی. امریکا کې له ۵۴ میلیونو زیاتو خلکو د واکسینو یوه ستن کړې د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری د مارچ په پنځمه داسې مهال ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو کې د واکسینونو پروسه روانه ده او تر اوسه تر۵۴ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو لږ تر لږه د واکسینو یوه ستن کړې ده. نژدې ۲۸ میلیونه امریکایانو چې د دې هېواد اته سلنه وګړي جوړوي بیا د کووېډ-۱۹ واکسینونو دوره بشپړه کړې ده. په امریکا کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې هم د روان میلادي کال د پیل په مقایسه راکمې شوي دي او ښارونه او ایالاتونه د محدودیتونو د کمېدو په خوا روان دي. اقتصادي فشار او د روغتیايي وضعیت ښه کېدل د هغو پر وړاندې د دلیل په توګه یادول کېږي چې وايي، د تدابیرو نرمول تر وخت مخکې دي. نیویارک کې د سینما ټیاټرونه نیمه پرانېستل شوي، په همدې ورځ کلفورنیا هم اعلان وکړ چې په ازاده فضا کې ځینو فعالیتونه په محدود ظرفیت کې پیلیدی شي. نورو ایالاتونو هم د محدودیتونو د کمولو اعلان کړی. په دې لړ کې د ټکزاس او مسیسیپي په څېر ایالاتونه هم شته چې د ماسک د لازمي کېدو پرته په بشپړه توګه کاروبارونه پرانیزي. په عین حال کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو یوې څېړنې هغه شواهد ور زیات کړي چې وايي، د ماسک کارول د کرونا ویروس خپرېدل ورو کوي او دا چې په رسټورانټونه کې ډوډۍ خوړل د کرونا پېښې او له کبله یې مړینې زیاتوي. اروپايي هېوادونو کې یې خپراوی په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا پر ضد د واکسینونو په سیالۍ بوخته ده، په برازیل اروپا او ځینې نورو هېوادونو کې د دې ویروس چټکې پراختیا ته په پام د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو یو مشر متخصص مایک ریان وايي، د کرونا وبا ختمېدو ته لا ډېر وخت پاتې دی. نوموړي یوې انلاین خبرې غونډې ته ویلي: "موږ فکر کوو چې موږ له دې وبا تېر شو، خو نه یو." هغه خبرداری ورکړی که احتیاط ونه شي ځینې هېوادونه به د کرونا له درېیمې او څلورمې څپې سره مخ شي. برازیل د کرونا وېروس نوې پېښې ثبت کړي برازیل په دې اوونۍ کې د کووېډ-۱۹ ویروس ریکارډ نوې پېښې او مړینې ثبت کړي چې د کووېډ-۱۹ د هغې بڼې شدت ښيي چې برازیلې یا (P1 ) یې بولي. په نوې پېښو کې زیاتوالي د دې هېواد پر روغتیايي سیستم فشار زیات کړی او ځینو سیمه ییزو ادارو نیمه ښاربندۍ اعلان کړي. د کرونا ویروس د (پي یو) بڼې په اړه باور دی چې تر نورو بڼو په اسانۍ خپریږي او همدارنګه د دې وړتیا لري، څو هغه کسان هم اخته کړي چې مخکې د کرونا په نورو بڼو اخته شوي او ترې رغیدلي دي. د ویروس دا بڼه تر اوسه نژدې شل هېوادونو ته رسیدلې ده. د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټېډریوس اډهانوم ګیبریسېوس د برازیل وضعیت د "ډېرې اندېښنې" وړ بللی دی او د ممکنه سیمه ییزې څپې خبرداری یې ورکړی دی. په اروپا کې بیا د کرونا ویروس هغه بڼه چې برتانوي بڼه یې بولي تر پرتګال، پولنډ، یونان او تر فرانسې خپره شوې. داسې مهال چې دې هېوادونو کې د واکسینونو کمپاین روان دی، د ویروس دې بڼې په کرونا د اخته کېدو د یوې نوې څپې د راپورته کېدو ګواښ رامنځ ته کړی دی. چک جمهوریت کرونا سخته ځپلې چک جمهوریت چې کرونا ویروس سخت ځپلی، له جرمني، سویس او پولنډه مرسته غوښتې چې که د دې هېواد په کووېډ-۱۹ اخته لسګونو شدیدو ناروغانو ته خپلو روغتونونو کې ځای ورکړي ځکه خپله د چک روغتونونه خپل وروستي حد پورې په کووېډ – ۱۹ له اخته ناروغانو ډک دي. سربیا هم ځینې اقدامات کوي سربیا که څه هم په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی چې په پراخه پیمانه یې د واکسینونو عملي کول پیل کړي، خو بیا هم غواړي د دې اوونۍ پای کې غیرې ضروري کاروبارونه وتړي څو دغلته د کرونا زیاتیدونکې پېښې راکمې کړي. ایټالیا د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي ایټالیا هم په دې خاطر چې دې هېواد کې د کووېډ-۱۹د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي، محدودیتونه ځینې نورو سیمو ته پراخ کړی دي. په تېرو پنځو ورځو کې په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د تېرې اوونۍ د همدې ورځو په مقایسه په سلو کې ۲۳زیاتې شوي دي.

06.03.2021 ازادي راډیو

" د انتخاباتو له لارې د واک د لېږد پر اصل جوړجاړی ممکن نه دی"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، له انتخاباتو پرته واک ته د رسیدو بله لاره نه شته. غني د ملي شورا د دریېم کال، اولسمې تقنینې دورې د پرانیستې پر مهال همدارنګه وویل، د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د انتخاباتو د نیټې په اړه " کولی شو خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو" ولسمشر غني په یو ډول له هغې طرحې سره چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې کړې مخالفت څرګند کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي تر دې مخکې ویلي وو، وړاندې شوې طرحه کې د انتقالي مشارکتي حکومت په شمول څو انتخابونه شته.

06.03.2021 ازادي راډیو

د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستايي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی چې ۷ افغان وژل شوېو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاري اوارډ ورکوي. دغه کمېسیون پرون جمعه (د کب ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې دا ۷ ښځې ۲۰۲۰ میلادي کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې چې په خبره یې بشري حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ګوټ یو شمېر زړورو ښځو ته اوارډونه ورکوي. په دې ډله کې له افغانستانه د فاطمه ناتاشا خلیل، جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملالۍ میوند او فرشته کوهستاني نومونه هم راغلي چې ۲۰۲۰ کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. دا مېرمنې له پوځ رانیولې، تر ټلوېزیون او مدني ټولنو کې په فعالیت بوختې وې او پيژندل شوې څېرې وې. که څه هم طالبانو د ګڼو هدفي وژنو پړه رد کړې خو افغان حکومت تور پورې کړی چې د اکثرو دغو افغان فعالانو د قتل تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی.

06.03.2021 ازادي راډیو

پلوشه: یو زوی مې پولیسو کې او بل داعش وسله والو کې، پر دواړه بوره شوم

په کونړ کې د یوې مور دوه زامن چې یو زوی يې په ملي پولیسو او بل په داعش وسله واله ډله کې چې دده په وینا دواړه طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول. دغه مېرمن پلوشه نومېږي وايي، کریم الله زوی يې په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله چې شپږکاله وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د ماین د یوې چاودنې ښکار شو. پلوشه زیاتوي بل زوی رحمن الله يې چې داعش وسله والو سره و، یو کال وړاندې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اومار سیمه کې طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو چې په وینا یې د مړي د لیدو ارمانجنه یې وه. پلوشه ۵۰ کاله عمر لري د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل اړوند دکڅې کلي کې اوسي وايي، د زامنو غمونو یې په بېلابېلو ناروغیو اخته کړې: "بچی خو بچی دي، د زړه ټوټه ده. داسې پرې وځورېدمه، وکړېدمه چې وجود مې وپړسېد، فشار مې لوړېږي، شکر او نورې ناروغۍ راته پیدا شوې." پلوشه زیاتوي، دواړه زامن يې په ډېرې خوارۍ لوی کړي وو، خو جګړې ترې واخېستل او ارمانونه یې له خاورو سره خاورې شول: "اوس تش میدان ته ناست یو.الله مو دې سوب وکړي .الله دې په خپل قدرت افغانستان جوړ کړي." کریم الله او رحمن الله د یوې مور بچي وو، خو روانو جګړو سره جلا کړل، د جلا بېرغونو سیوري لاندې، د جلا شعارونو پلي کولو او د بېلابېلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره يې لارې او سنګرونه سره جدا شول. پلوشې ته د کریم الله او رحمن الله دوه کونډې او څلور یتیمان پاتې دي وايي، د سولې غوښتونکې ده او نه غواړي چې نورې کورنۍ د دوی په برخلیک اخته شي. د پلوشې د کورنۍ په څېر په هېواد کې زرګونه کورنۍ شته چې جنګ ورته مالي او ځاني زیانونه اړولي، د ګټې وټې سرونه يې ترې اخېستې. پلوشه او کورنۍ يې په داسې حال کې د اوربند او سولې غوښتنه کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې تړون یو کال پوره شو او د دې ترڅنګ د بین الافغاني خبرو هم میاشتې وشوې، افغانانو هېله درلوده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې او بین الافغاني خبرو سره به په هېواد کې د جګړې سنګرونو ساړه شي، خو د جنګ کمېدو پرځای جګړه او افغان وژنه زیاته شوې او لا هم دواړه خواوې یو بل ته تازه جګړو ته د چمتو والي او میدان ګټلو ګواښونه کوي.

05.03.2021 ازادي راډیو

د افغانستان ملي موزیم غني شو 

د افغانستان ملي موزیم ته په زرګونو لرغوني اثار ولېږدېدل. د ننګرهار میمله بڼ رغاونه غواړي. د نړۍ مشهور اثر د ان فرانک خاطرات پښتو ته وژباړل شول. دا او یو شمېر نور په زړه پورې مطالب دلته له دې لینک نه اورېدلی شئ:  

05.03.2021 ازادي راډیو

د پاکستان د کرکټ سوپرلیګ 'پي.اېس.اېل' لوبې وځنډېدې

پاکستاني چارواکو د کرکټ د سوپر لیګ لوبو د ځنډولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د یو شمېر لوبډلو د غړو او کار کوونکو د کرونا ټېسټ مثبت راووت. د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان پرون پنجشنبې (د کب ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې د بورډ پر رسمي وېب پاڼه خپرېده دا اعلان وکړ: "دا اوس زموږ او د دې لوبو د امتیاز د خاوندانو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده. نو ځکه موږ پرېکړه وکړه چې دا لوبې وځنډوو. موږ حالاتو ته ګورو او هیله من یو چې دا لوبې به په راتلونکي کې ترسره کړو." وسیم خان وویل، ټول ۷ کسان چې شپږ لوبغاړي او یو د کرکټ بورډ چارواکی دی، په کووېد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. د پاکستان د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې د یوه اسټرالیايي لوبغاړي په ګډون د درېیو لوبغاړو ټېسټونه د سې شنبې په ورځ او د درېیو لوبغاړو او د کرکټ بورډ د یوه کار کوونکي ټېسټونه د چهارشنبې په ورځ مثبت وختل. وسیم خان وویل چې دا اقدام د لوبغاړو د روغتیا او ښېګڼې لپاره ضروري و. کرکټ بورډ وايي، اوس مهال د دوی تمرکز پر دې دی چې د لیګ د شپږو ګډونوالو لوبډلو روغتیا، دوهم ځل ټېسټونه، واکسین او د قرنطین ځای یقیني کړي. د پاکستان د سوپر لیګ ' PSL ' لوبې د ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې هم په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله پای ته ونه رسېدې. د دې لیګ سږنۍ لوبې چې شااوخوا دېرشو بهرنیو لوبغاړو برخه په کې لرله، د فبروري په شلمه په کراچۍ ښار کې پیل شوې او ټولې ۱۴ لوبې په کې وشوې. د کرکټ د وتلو ستورو راشدخان او محمدنبي په ګډون د افغانستان پنځه لوبغاړي هم د دې لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې شامل وو. ازادي راډیو د افغان لوبغاړو د روغتیايي وضعیت په اړه د مالوماتو لپاره د افغانستان له کرکټ بورډ سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه. په پاکستان کې د کووېد- ۱۹ ناروغۍ څه باندې ۵۸۵ زره مثبت موارد ثبت شوي او له دې کبله د ۱۳ زره کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

05.03.2021 ازادي راډیو

جوبایډن: تر ۳ نورو میاشتو به ټولو امریکایانو ته د کرونا واکسین ورسېږي

امریکا هغه نېټه دوه میاشتې رامخته کړه چې ویل یې ټولو امریکایانو ته به واکسین ورسېږي.مخکې د جولای پای ټاکل شوی و اوس ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د مې تر پایه به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي. بایډن زیاته کړه: "موږ اوس په داسې یو مسیر کې یو چې د مې تر پایه به ټولو خلکو ته په امریکا کې په کافي اندازه واکسین ولرو. کله چې موږ راغلو، مخکینۍ ادارې په امریکا کې ټولو خلکو ته په کافي اندازه واکسین نه و چمتو کړی. موږ دا اصلاح کړه." د امریکا ولسمشر جوبایډن د واکسینونو تولیدي شرکتونه هم وستایل چې په سختو شرایطو کې رامخته شول او واکسینونه یې جوړ کړل. په امریکا کې د جانسن اېنډ جانسن په شمول چې تطبیق یې د همدې اوونۍ له پيله شروع شوی، د درېیو کمپنیو تولیدي واکسینونه په خلکو تطبیقیږي. مدرنا، او فایزر بیو ان تیک دوه نور واکسینونه دي چې له مخکې یې تطبیق پيل شوی و. تمه کېږي چې په دې سره په امریکا کې چې کرونا تر نورو هېوادونو سخت ځپلې ډېر خلک واکسین شي. د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن ادارې ژمنه کړې چې په سلو لومړیو کاري ورځو کې به سل میلیونه امریکایان واکسین شي. جوبایډن وویل، دې هدف ته نږدې شوي یو. د امریکا ولسمشر همدا راز له امریکایانو غوښتي چې د ماسکونو کارول هېر نه کړي. بایډن داسې وخت د ماسکونو په کارولو ټینګار کړی چې په ځینو ایالاتونو لکه تګزاس او مي سي سي پي کې والیانو د ماسکونو د جبري کارونې په شمول د ځینو محدودیتونو د نرمولو لپاره چمتووالی ښودلی. په امریکا کې داسې وخت د کرونا د واکسین د تطبیق هڅې چټکې شوي چې په دې هېواد کې د کرونا د برازیلۍ بڼې خورېدو اندېښنې راپيدا کړي دي. په امریکا کې د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر ۲۸ میلیونه او ۷۱۷ زره او ۵۸۸ ته رسیدلی چې له ډلې یې نږدې ۵۱۷ زره کسان مړه دي. سره له دې چې د کرونا د نوېو بڼو خپرېدو لږ څه اندېښنې رامنځته کړي خو په ټوله نړۍ کې د واکسینونو پيل روغتیاپالان هیله من کړي چې وکولای شي د کرونا چټک خپراوی ودروي.

03.03.2021 ازادي راډیو

په جلال اباد کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه

په جلال اباد ښار کې سه شنبه مازیګر مهال په دوو جلا بریدونو کې دری رسنیزې کارکوونکې وژل شوې دي. دوی دریواړو په محلي ټلویزیون انعکاس کې کار کاوه. که څه هم چارواکي طالبان پړ بولي خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. جزییات د صفي الله ستانکزي په راپور کې وګورئ

02.03.2021 ازادي راډیو

د انصاف په لټه کې

28.02.2021 ازادي راډیو

څلورمه یو ساعته خپرونه

28.02.2021 ازادي راډیو

حقیقت څه دی؟ - تکرار

28.02.2021 ازادي راډیو

لومړۍ یو ساعته خپرونه

28.02.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more