ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خبرونه او راپورونه

28.02.2021 ازادي راډیو

ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش یو غړی نیولی

د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د داعش هغه غړی نیولی چې یوازې پرون شنبه (د کب ۹مه) یې په جلال اباد کې د یوولسو چاودنو تابیا کړې وه.  د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه د همدې نیول شوي کس انځور خپور کړی او ویلي یې دي، دې کس شپږ کړۍ ماینونه په یوې کراچۍ او پنځه نور یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای کړي وو.  امرخېل ویلي، نیول شوي کس غوښتل دغو ماینونو ته پرون د سرتیري د ملي ورځې په اوږدو کې چاودنه ورکړي چې د ده په خبره شپږ دا ماینونه شنډ شوي او پنځه یې امنیتي ځواکونو چوولي دي.  دا په داسې حال کې ده چې پرون په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د ولایتي شورا غړی عبدالقهار قدیر ټپی کړی او یو ملکی کس یې وواژه.  د هغې چاودنې مسولیت چا لا نه دی منلی. 

28.02.2021 ازادي راډیو

حقیقت څه دی؟

27.02.2021 ازادي راډیو

څلورمه یو ساعته خپرونه

27.02.2021 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې

27.02.2021 ازادي راډیو

د ازادي راډیويي مجله؛ څېړونکي مو د پښتو ژبې له ریښې خبروي

د 'ازادي راډیويي مجلې' په دې خپرونه کې به د څېړونکو په وینا د پښتو ژبې له ریښې خبر شئ. د افغان ښځینه شاعرانو شعرونه څرنګه دي؟ له یوه لیکوال سره پر دې غږېدلي یوو چې د انټرنټ اغېزې پر لیکوالي مثبتې دي که منفي؟! د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

26.02.2021 ازادي راډیو

د ازبکستان د ولسمشر پرتمین خو پټ او مرموز دمه ځای

د آزادې اروپا راډیو/ آزادۍ راډیو په یوه تحقیقي راپور کې د ازبکستان د ختیځ په یوه لیرې پرته سیمه کې د ولسمشر شوکت میرضایف له یوه ډېر پرتمین خو پټ استوګنځي څخه پرده پورته کړې. ویل کېږي چې د دې ودانۍ ارزښت سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې ودانۍ د رغونې چارې تر دې حده له خلکو پټې ساتل شوي دي چې حتی پر فضا یې الوتکې لا الوت نه شي کولای.

26.02.2021 ازادي راډیو

زما رأیه، زما حق

26.02.2021 ازادي راډیو

غرمنۍ خبري مجله - P1 سټوډیو

26.02.2021 ازادي راډیو

د افغانستان روغتیا وزارت ۱۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین دولتي چارواکو ته ورکوي

په داسې حال کې چې د نړۍ کم شمېر هېوادونه د کرونا ویروس د له‌منځه وړلو لپاره د دې ویروس ضد واکسین په تطبیق بوخت دي، افغانستان هم له دې کاروان شاته نه‌دی پاتې. د افغانستان عامې روغتیا وزارت تازه وايي، د هندوستان د مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین څخه ۱۰ زره دوزه‌یې دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي.  دغه ۵۰۰ زره دوزه واکسین په دوو پراړونو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکول کېږي. که څه هم د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې وه چې دا واکسین په لومړي پړاو کې روغتیا پالانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او خبریالانو ته تطبیقوي، خو اوس دا وزارت وايي، په دې کټګورۍ کې دولتي چارواکي هم شامل دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي: "موږ یو اندازه واکسین دولتي چارواکو ته ځانکړی کړی چې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره دوز ته رسېږي چې تطبیق به شي." له بلې خوا ځيني هېوادوال د دې واکسین د عادلانه وېش غوښتنه کوي.  عارف چې کرونا ناروغي یې تېره کړې وايي، لومړیتوب باید مظلومو خلکو ته ورکړل شي. عارف زیاتوي: "د کرونا واکسین باید په متوازن ډول ووېشل شي، داسې نه‌شي چې بیا زورواکان په دې برخه کې برلاسي شي، افغانان زیاتې اقتصادي ستونزې لري او باید افغان دولت د مظلومو خلکو غږ واوري."  هلال بیا لیرې پرتو سیمو کې د دې واکسین د وېش غوښتنه کوي.  دی وايي: "دغه واکسین باید لومړی هغه خلکو ته ووېشل شي چې غریب دي او په لیرې کلیو او بانډو کې ژوند کوي، تاسو پوهېږئ چې په لیرې پرتو سیمو کې خلک ان روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي نه‌لري، نو لومړی باید له کلیو پیل شي."  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي، له مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه واکسین څخه ۱۱۰ زره دوزه‌یې روغتیا پالانو ته، ۱۲۰ زره‌یې امنیتي ځواکونو ته، ۱۰ زره‌یې دولتي چارواکو ته او پاتې نور یې خبریالانو ته ځانکړي شوي.  دا وزارت ټینګار کوي چې په دې پروسه کې به چا ته د فساد اجازه ورنه‌کړي.  د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه نفوس ته به واکسین واخیستل شي او په دوهم پړاو کې به ورته تطبیق شي.

25.02.2021 ازادي راډیو

کونړ کې د 'فرصت وړیا مرکز' ۱۱۷ نجونو ته د زده کړو فرصت برابر کړی

د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۱۱۷ نجونو ته د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز له خوا کانکور ته د چمتوالي فرصت برابر شوی دی. دا کورس د اسعداباد د فاطمې په لېسه کې جوړ او عصري مضامین په کې تدریس کېږي، دلته هره زده کوونکې هېله لري چې له زده کړو وروسته کانکور کې ښې نومرې واخلي او د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ شي. مدینه د دې کورس یوه زده کونکې ده وايي: "زموږ یوازینی هدف د درس زده کړه او کانکور ته چمتووالی دی، موږ ته څلور (کیمیا، ریاضي، بیالوژي ، فزیک) مضامینه تدریس کېږي، ارمان لرم څو طب یا کمپیوټر ساینس پوهنځیو ته بریالۍ شم." کونړ د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې لومړی خو په کې ډېرې کمې نجونې له دولسم ټولګیو فارغېږي، هغوی چې فارغېږي ډېرو کمو ته یې کورنۍ پوهنتون ته د تلو اجازه ورکوي او هغوی چې کورنۍ یې غواړي لوڼې یې لوړې زده کړې وکړي ښوونځیو کې د درسونو د ټیټ کیفیت له کبله د کانکور په سیالیو کې کافي نومرې نه شي ترلاسه کولی او له لوړو زده کړو محرومېږي. خو د زُحل په نوم کونړۍ زده کونکې هېله لري چې د کانکور د چمتووالي دا کورس به ورسره د ښو نومرو په اخېستو کې مرسته وکړي. نوموړې وايي: "هېر شوي درسونه مو دې کورس کې بېرته رایاد شول او نور درسونه مو هم زده کړل، د ټولو خويندو دا هیله ده څو د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شي، زما هېله دا ده چې د ژورنالېزم پوهنځي ته بریالۍ شم." زُحل وايي، اوس کونړ کې شرایط بدل شوي، د زده کړو لپاره زمینې برابرې دي او هغه کورنۍ هم زیاتې شوي چې غواړي لوڼې او زامن یې لوړې زده کړي وکړي: "که پلار او مور یې بې تعلیمه وي، هغوی ټول غواړي چې لورګانې او زامن یې باید تعلیم وکړي. هغوی نه غواړي چې اولادونه يی هم نالوستي پاتې شي، هڅه کوي د نورو په څېر لوستي بچې وروزي. اوس هلکانو او نجونو ته د تعلیم او لوړو زده کړو زمېنه برابره ده." په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز څلور کاله وړاندې جوړ شوی چې د مسولینو په وینا يې یاده موده کې يې سلګونه کسان د انګلېسې او کمپيوټر له کورسونو فارغ کړي دي.  د دوی په خبره د یاد مرکز څانګې يې د اسعداباد ترڅنګ په مروره، وټه پور او خاص کونړ ولسوالیو کې هم  پرانېستې دي.  کونړ کې د فرصت مشر احسان الله احساس وايي: "اوس مهال ټول کونړ کې ۱۶۰۰ پورې زده کوونکي لرو. له دې ډلې ۳۱۳ ښځېنه زده کوونکې دي چې دوه سوه یې په انګلېسې برخه کې او ۱۱۳يې د کانکور چمتووالي په کورس کې دي." د پوهنې ریاست چارواکي هم د فرصت وړیا کورس د خپلو زده کوونکو د پرمختګ لپاره اړین بولي.  د پوهنې ریاست تدريسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادي راډیو ته وویل: "د کونړ معارف لپاره ډېر ګټور پروګرام دی، دلته شاګردانو ته د ساینسي مضامینو ترڅنګ، کمپيوټر او انګلېسې هم ورښودل کېږي. دوی سره موږ هم د یاد پروګرام په تطبیق کې همکاري کوو." د عبدالقهار اخندزاده په خبره چې تېرکال د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د کونړ علمي کدرونو له خوا، کانکور ته د چمتووالي کورسونه جوړ کړي وو او په تېر کانکور کې يې ښه نتېجه ورکړې وه. د فرصت په نوم دا ښونېز مرکز د بهرمیشتي کونړي سوداګر شوکت زماني له خوا پرانېستل شوی او تر اوسه يې په یاد ولایت کې په سلګونو ځوانانو ته د انګلېسي او کمپيوټر روزنه ورکړې. دا لومړی ځل دی چې نجونو ته د کانکور چمتوالي کورس جوړوي. د فرصت روزنېز مرکز د کونړ سربېره په کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو کې هم  زده کوونکو ته د وړیا زده کړو ځینې پروګرامونه برابر کړي دي.

25.02.2021 ازادي راډیو

د پکتیا په ډنډ پټان کې 'پاکستان ته د اوښتو په بدل کې' له خلکو پيسې اخیستل کېږي

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ډیورند کرښې د اوښتو په بدل کې ترې کمېشنکاران زرګونه پاکستانۍ روپۍ اخلي او بیا اجازه ورکوي. دوی له افغان حکومت غواړي چې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره دې په دې لاره کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د دې ولایت سربېره د خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي راټولېږي، څو له کرښې هغې غاړې ته واوړي. په دوی کې یې زیاتره ناروغان، کاروباریان او یا هم هغه څوک دي چې خپلوان او د کورنۍ غړي یې د کرښې هغه غاړه اوسېږي. دوی وایي، د اوښتلو پر مهال نه‌یوازې له سختو ستونزو او ځیني وخت له بد چلند سره مخ کېږي، بلکې مجبور دي چې کمېشنکارانو ته له ۱۲ زرو تر ۳۰ زره پاکستانۍ روپۍ هم ورکړي. ۳۳ کلن قاسم یو له هغو کسانو دی چې د معدې د ناروغۍ د درملنې لپاره د پیسو په بدل کې له دې لارې ګاونډي هېواد پاکستان ته تللی و. دی وايي: "جوړجاړی دی، څوک ۱۲ زره، څوک ۱۵ زره، څوک ۱۶ زره ورکوي، ما خپله ۱۶ زره روپۍ ورکړې هماغه ورځ مې کار وشو، خپله چې هلته لاړ شې ډېر بد حال دی، هوټل نه‌شته څوک باران، څوک ګردونو او څوک په یوه هفته انتظار پراته وي، داسې مریضان دي چې مړه کېږي چې روپۍ ورنه‌کړي، نه‌شي تللی." د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر له ۱۰۰ پورته وباله چې هره ورځ له دې لارې د پیسو له ورکړې وروسته له کرښې هغې غاړې ته اوړي. نوموړی په ځایي او مرکزي ادارو غږ کوي چې له رسمي ادرسونو دغې ستونزو او خپل‌سریو ته د پای ټکی کېږدي. ښاغلی منګل وايي: "په مرکزي اداره، د پېښور په قونسلګرۍ او یا هم د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت غږ کوو چې د خلکو مشکلات حل کړي." د ولایتي شورا دغه غړی او د پکتیا اوسېدونکي د دې پیسو په اخیستلو کې د پاکستان پوځ او ملېشې، کمېشنکاران او په کرښه کې یو شمېر سرحدي سرتېري شامل بولي. د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، په دې لاره کې د اوسنیو ستونزو یو لامل هم د دې لارې نه‌رسمي کېدل دي، خو وایي که د پیسو د اخیستلو په تړاو مستند شکایتونه ورسره شریک شي، په اړه به‌یې لازم اقدامات ترسره کړي. ښاغلی فدايي زیاتوي: "یو لامل دا دی، تر څو لاره ترانزیټ، د خلکو د تګ راتګ او تجارت لپاره مساعده نه‌شي، دا مشکل به موجود وي، اما که دغه مشکل خلک له ثبوتونو سره راوړي، ان‌شاءالله موږ به ورته رسیدګي کوو." د پکتیا د ډنډ پټان لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ  یوه له مهو غیر رسمي سوداګریزو لارو بلل کېږي.  د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د دې لارې د ترانزیټ او دا چې په رسمي ډول خلک پرې تګ راتګ وکړي او سوداګریزې چارې پرې پیل شي، په برخه کې خپلې لومړنۍ چارې ترسره کړي، خو  وایي دې هدف ته به له کالونو مسلسل کار وروسته ورسېږي.

24.02.2021 ازادي راډیو

د افغانستان له ۶۰۰ زیاتو روغتیایي مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین پروسه پیل شوه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۱۱۰ زره روغتیایي کارکوونکو ته‌یې د 'کووېډ-۱۹' واکسین لګول پيل کړی دی. د دغه وزارت د چارواکو په وینا چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین له ۶۰۰ څخه زیاتو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوی او دغه روغتیایي کارکوونکي به د ۱۵ ورځو په موده کې واکسین شي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د ۶۰ سلنه نفوس واکسین کولو لپاره ۳۲۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده. مګر دا پیسې څنګه راټولېږي؟ ښاغلی نظري زیاتوي: "هغه مرستې چې د هېواد ۲۰ سلنه وګړو لپاره اړتیا ده، لمړی د واکسين نړيواله اتحاديه به کمک وکړي. ۱۱۰ ملیون ډالر پیسې د نړیوال بانک او ای ار ټي اېف ژمنه ده او ۵۰ ملیونه ډالر د اسیا پراختیايي بانک ژمنه ده چې د افغانستان لپاره په نظر کې نيول شوی. نو د دې ټولو مرستو له ټولولو سربېره موږ بیا هم ۷۶ ملیونه ډالرو ته اړتیا لرو چې په ۱۰۰ کې ۶۰ فیصده خلکو ته واکسین ورسوو او د ۳۲۰ ملیونه ډالرو مصرف پوره کړای شو." که څه هم ښاغلي نظري ونه‌ویل چې پاتې پیسې څنګه راټولوي، خو د هغه مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل چې پاتې پیسې به د افغانستان حکومت اماده کوي. د ښاغلي نظري په وینا چې د نړیوال بانک ۱۱۰ ملیونه ډالرو مرسته شویو پیسو یوه برخه به د واکسین اخیستلو او یوه برخه هم د واکسیناسیون لګښتونو لپاره ولګول شي، خو د اسیا پراختیايي بانک پیسې به د کرونا ويروس ضد واکسین اخیستلو لپاره وکاروي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د واکسین ۲۰۰ زره دوزه او د واکسين نړیواله اتحاديه د کرونا ويروس ضد درې ملیونه دوزه واکسین مرسته کوي. په لومړي محموله کې به یو ملیون او ۳۰۰ زره او په دوهمه محموله کې به د کرونا واکسین یو ملیون او ۷۰۰ زره افغانستان ته ورسېږي. د هند ۵۰۰ دوزه مرسته شوی واکسین چې د ۲۵۰ زره خلکو لپاره لګول کېږي، د سلواغې په ۱۹مه افغانستان ته راورسېد. د عامې روغتیا وزارت په وینا پرون سې شنبه د دې واکسين د لګولو د پرانيستې په ورځ په ۳۴ ولايتونو کې شاوخوا ۳۷۵ کسان واکسين شول. په افغانستان کې د پروسږکال د کب مياشتې له پنځمې د کرونا ویروس د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت راوروسته تر ننه ۵۵ زره کسان په کرونا اخته او له ۲ زرو ډېر خلک‌یې وژلي دي.

24.02.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا واکسين تطبيق شو

افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا واکسين تطبيق شو، افغان ولسمشر وايي، دا د افغان ملت لپاره يو ښه فرصت دی چې له کرونا ويروس څخه ځان خوندي وساتي. کابل مېشتي بيا د واکسين پيل ته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې د واکسين وېش بايد عادلانه وي. بشپړ جزئیات‌يې په دې وېډيو کې ليدلای شئ.

23.02.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more