شاته

د کرونا ویروس د نوې څپې په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان خبرداری

داسې مهال چې ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د واکسینونو بهیر روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان د کووېډ-۱۹ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیر په نرمولو کې د احتیاط غږ کړی دی.

دا مهال په برازیل او څو اروپايي هېوادونو کې د کرونا وبا څپه په زور کې ده او لا هم دا ویروس په ګڼو هېوادونو کې د خلکو روغتیا جدي ګواښ دی.

  • امریکا کې له ۵۴ میلیونو زیاتو خلکو د واکسینو یوه ستن کړې

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری د مارچ په پنځمه داسې مهال ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو کې د واکسینونو پروسه روانه ده او تر اوسه تر۵۴ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو لږ تر لږه د واکسینو یوه ستن کړې ده.

نژدې ۲۸ میلیونه امریکایانو چې د دې هېواد اته سلنه وګړي جوړوي بیا د کووېډ-۱۹ واکسینونو دوره بشپړه کړې ده.

په برازیل کې هغه مړی خاورو ته سپاري چې د کرونا له امله مړ شوی.
په برازیل کې هغه مړی خاورو ته سپاري چې د کرونا له امله مړ شوی.

په امریکا کې په کرونا د اخته کېدو نوې پېښې هم د روان میلادي کال د پیل په مقایسه راکمې شوي دي او ښارونه او ایالاتونه د محدودیتونو د کمېدو په خوا روان دي.

اقتصادي فشار او د روغتیايي وضعیت ښه کېدل د هغو پر وړاندې د دلیل په توګه یادول کېږي چې وايي، د تدابیرو نرمول تر وخت مخکې دي.

نیویارک کې د سینما ټیاټرونه نیمه پرانېستل شوي، په همدې ورځ کلفورنیا هم اعلان وکړ چې په ازاده فضا کې ځینو فعالیتونه په محدود ظرفیت کې پیلیدی شي.

نورو ایالاتونو هم د محدودیتونو د کمولو اعلان کړی. په دې لړ کې د ټکزاس او مسیسیپي په څېر ایالاتونه هم شته چې د ماسک د لازمي کېدو پرته په بشپړه توګه کاروبارونه پرانیزي.

په عین حال کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو یوې څېړنې هغه شواهد ور زیات کړي چې وايي، د ماسک کارول د کرونا ویروس خپرېدل ورو کوي او دا چې په رسټورانټونه کې ډوډۍ خوړل د کرونا پېښې او له کبله یې مړینې زیاتوي.

  • اروپايي هېوادونو کې یې خپراوی

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا پر ضد د واکسینونو په سیالۍ بوخته ده، په برازیل اروپا او ځینې نورو هېوادونو کې د دې ویروس چټکې پراختیا ته په پام د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو چارو یو مشر متخصص مایک ریان وايي، د کرونا وبا ختمېدو ته لا ډېر وخت پاتې دی.

نوموړي یوې انلاین خبرې غونډې ته ویلي: "موږ فکر کوو چې موږ له دې وبا تېر شو، خو نه یو."

هغه خبرداری ورکړی که احتیاط ونه شي ځینې هېوادونه به د کرونا له درېیمې او څلورمې څپې سره مخ شي.

  • برازیل د کرونا وېروس نوې پېښې ثبت کړي

برازیل په دې اوونۍ کې د کووېډ-۱۹ ویروس ریکارډ نوې پېښې او مړینې ثبت کړي چې د کووېډ-۱۹ د هغې بڼې شدت ښيي چې برازیلې یا (P1 ) یې بولي.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په نوې پېښو کې زیاتوالي د دې هېواد پر روغتیايي سیستم فشار زیات کړی او ځینو سیمه ییزو ادارو نیمه ښاربندۍ اعلان کړي.

د کرونا ویروس د (پي یو) بڼې په اړه باور دی چې تر نورو بڼو په اسانۍ خپریږي او همدارنګه د دې وړتیا لري، څو هغه کسان هم اخته کړي چې مخکې د کرونا په نورو بڼو اخته شوي او ترې رغیدلي دي. د ویروس دا بڼه تر اوسه نژدې شل هېوادونو ته رسیدلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټېډریوس اډهانوم ګیبریسېوس د برازیل وضعیت د "ډېرې اندېښنې" وړ بللی دی او د ممکنه سیمه ییزې څپې خبرداری یې ورکړی دی.

په اروپا کې بیا د کرونا ویروس هغه بڼه چې برتانوي بڼه یې بولي تر پرتګال، پولنډ، یونان او تر فرانسې خپره شوې. داسې مهال چې دې هېوادونو کې د واکسینونو کمپاین روان دی، د ویروس دې بڼې په کرونا د اخته کېدو د یوې نوې څپې د راپورته کېدو ګواښ رامنځ ته کړی دی.

  • چک جمهوریت کرونا سخته ځپلې

چک جمهوریت چې کرونا ویروس سخت ځپلی، له جرمني، سویس او پولنډه مرسته غوښتې چې که د دې هېواد په کووېډ-۱۹ اخته لسګونو شدیدو ناروغانو ته خپلو روغتونونو کې ځای ورکړي ځکه خپله د چک روغتونونه خپل وروستي حد پورې په کووېډ – ۱۹ له اخته ناروغانو ډک دي.

  • سربیا هم ځینې اقدامات کوي

سربیا که څه هم په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی چې په پراخه پیمانه یې د واکسینونو عملي کول پیل کړي، خو بیا هم غواړي د دې اوونۍ پای کې غیرې ضروري کاروبارونه وتړي څو دغلته د کرونا زیاتیدونکې پېښې راکمې کړي.

  • ایټالیا د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي

ایټالیا هم په دې خاطر چې دې هېواد کې د کووېډ-۱۹د نویو بڼو د زیاتیدونکې خپراوي مخه ونیسي، محدودیتونه ځینې نورو سیمو ته پراخ کړی دي.

په تېرو پنځو ورځو کې په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د تېرې اوونۍ د همدې ورځو په مقایسه په سلو کې ۲۳زیاتې شوي دي.