شاته

تېر کال د افغانستان د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي '۱۰۰ قضیې' ثبت شوي

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ قضیې ثبت کړي چې ۲۰ یې د هېواد په مرکز کې وې.

دغه مرکز وویل، امنیتي ګواښونه، هدفي وژنې، د کرونا ویروس خپرېدل او د سولې روانو خبرو اترو خبریالان او په تېره ښځینه هغه تر اغېز لاندې راوستي دي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» په کابل کې یوې خبري ناستې ته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې دغه ستونزمن وضعیت بیان کړ.

د دغه مرکز مسؤلې فریدې نېکزاد وویل، د وروستیو ناامنیو له امله له ۱۰ ډېرې خبریالانې د ولایت پرېښودو او له ۱۰ ډېرې د هېواد پرپښودو ته اړې شوې دي.اغلې نېکزاد زیاتوي: "په وروستیو درې څلورو میاشتو کې، څلور خبریالانې یا د رسنیو کارکوونکې، وژل شوي، دا څه پیغام لرلی شي؟ د دې ترڅنګ مو ډېر خبریالان ووژل شول. په خواشینۍ چې ۱۳۹۹ لمریز کال مو له ستونزو او ګواښونو ډک و، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰ قضېي ثبت شوي چې ۲۱ یې په مرکز کې وې."

فریده نېکزاد
فریده نېکزاد

مېرمن نېکزاد وویل، تر اوسه د خبریالانو د وژنو قضیو ته بشپړه رسېدنه نه‌ده شوې. دې ټینګار وکړ چې د دغه وژنو عاملین دې ډېر ژر معلوم او ودې نیول شي.

په هرات کې حسینا عظیمي او په کابل کې سونیا اکبري وايي، خبریالي په یوې ستونزمنې حرفې اوښتې ده: "اوس وینو چې تاوتریخوالي بله بڼه غوره کړې چې خبریالان په‌کې په نښه کېږي، دا د اندېښنې وړ ده، موږ اندېښمنوي چې همکاران مو په څنګ کې نه‌وي."

"موږ اندېښمنې یو ځکه چې هره ورځ خبریالان او په تېره ښځینه هغه په نښه او وژل کېږي، دې کار پر موږ د کار فضا تنګه کړې ده."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دغو اندېښنو په اړه وايي: "د خبریالانو پر وړاندې مو د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه کړې، یو شمېر قضیې تر کشف لاندې دي چې عاملین مو لا نه‌دي نیولي، زموږ د کشفي ځواکونو هڅه دا ده چې دغه هدف ته ورسېږو، موږ هڅه کوو د خبریالانو اندېښنو ته ځواب ووایو."

خوست کې ښځینه خبریالانې
خوست کې ښځینه خبریالانې

د ښځینه خبریالانو ملاتړي مرکز وویل، له دې هم اندېښمنې دي چې د سولې د خبرو اترو قرباني نه‌شي او پر لاسته راوړنو یې معامله ونه‌شي.

خو حکومت تل د ښځو د لاسته راوړنو او د بیان پر ازادۍ ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځینه خبریالانو ملاتړی مرکز د کرونا ویروس یوه بله ستونزه ګڼي وايي، د دغه ویروس د خپرېدو له امله په ټول هېواد کې ۲۰ خبریالانې چې ډېری یې په کابل کې دي، په کورونو ناستې او یو شمېر یې بېرته پر دندو هم نه‌دي ګمارل شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسؤل صدیق‌الله توحیدي وايي، ښځینه خبریالانې نه‌یوازې دا چې فزیکي خوندیتوب نه‌لری، د کار خوندیتوب هم نه‌لري.

صدیق‌الله توحیدي
صدیق‌الله توحیدي

ده وویل د رسنیو ځیني بنسټونه له خبریال سره د قراردادونو په برخه کې لازم مکلفیتونه هم په پام کې نه‌نیسي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې د څلورو ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.