شعرونه


ځناورې قافلې : شیرین اغا جهانګیر

ځناورې قافلې   لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې خپل سري قافلې او زورورې قافلې   سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې   زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی

07.05.2010 – پېمانه

غزل: بسم الله پښتونمل - کلات

غز لبسم الله (پښتونمل) – كلات راليږونکی : سراج الدین کلیوال هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دىنيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسهنــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پ

05.05.2010 – پېمانه

څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

  د ظلم جبر هر زنځیر ته مې خپل لاس نیولی د وخت څپيړو ته مې سر او تندی پاس نیولی   د اور پر کرښه مې دی ایښی هر قدم ځکه چې د تاریخونو فیصلو ته یم حراص نیولی  

04.05.2010 – پېمانه

د زنځیرونو شور: شیرین اغا جهانګیر

د زنځیرونو شور هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی   د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی   وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه

04.05.2010 – پېمانه

په ټیلیفون کې : شیرین اغا جهانګیر

  نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه لکه د تل په شانتې خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو پوره پنځه میسکاله شمیره مې وکتله کور نه وو زنګ راغلی زړه مې طاقت ونکړو زنګ مې ور ووهلو بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو د مور له هلو سره

31.03.2010 – پېمانه

ړندې آینې: شیرین اغا جهانګیر

ړندې آینې زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې   له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې   بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی<

30.03.2010 – پېمانه

آزاد نظم: شیرین اغا جهانګیر

ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه د آینو سجدې ته پرېوتمه د ډیوو پل مې ونیو شومه ملګری د نغمو د کاروان لاړم د وريځو سره لکه د څاڅکو د باران پرېوتم د یوې وچې دښتې پر لمبه شوي لمن زه د یو نور په تلاش د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه زه هم لمبه لمبه شوم ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم

28.03.2010 – پېمانه

پسرلی : شیرین اغا جهانګیر

پسرلی پسرلي خو ما لیدلي پسرلی خو داسې نه وي دا نو څنګه پسرلی دی چې لمبې لري په غيږ کې پسرلی چې کله راشي بلبلان په نغمو سر شي خو دا چم څه عجیبه دی دلته ډار زړونو کې خپور شي ګونګوسي د جنګ شروع شي هوا ورځ تر بلې تود شي د مارانو سره یو ځای انسانان له سوړو وځ

27.03.2010 – پېمانه

څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

   څلوریځه وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې   لمبه مې کړه ایرې مې کړه قســمته خو لږ تم شه د چــا د دیــدن هـیــلې دي راپــاتې په زړګي کې  

15.03.2010 – پېمانه

غزل: شیرین اغا جهانګیر

اخر به لېونی شمه جانانه که را نه شې پردی به شم له ژونده او له ځانه که را نه شې   وعده دې د خزان وه د سپرلې بهانه دې وکړه یقین مې شي چې شولې بې ایمانه که رانه شې   سبیله مجبوري ده ګني چېرته مې هېرېږې زه هم درتللی نشم په آسانه که ران

13.03.2010 – پېمانه

څلوریځه

 څلوریځه  لاړې د وختونو قافلې زه ترېنه پاتې شوم جوړې شولې ډېرې سلسلې زه ترېنه پاتې شوم   ما د ژوند پر لاره د خپل سیوري پل نیولی وو وکړې دنیاوالو فیصلې زه ترېنه پاتې شوم

06.03.2010 – پېمانه

غزل

وخته لږ تم شه دادی زه هم بارومه ځمه له دغه دور سره هرڅه ختمومه ځمه   سپوږمې له ځانه سره اخلمه چې لار ووینم د تیارو غېږ کې ډیوې ډېرې بلومه ځمه   سپرلیه ته که مې ملګری شئ احسا

01.02.2010 – پېمانه

غزل : ستوری

ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی   وخته اوس مې وار دی تماشه کوه توره مې له تیکې په وار تللی دی   خود به طوفانونه ځان سره راوړي

30.01.2010 – پېمانه

غزل

غزل اوښـــکــــو زمــا د ویـــر کــیســې وکړلې وژړېدې ســتــورو مــې خــواکې پوره شپې وکړلې وژړېدې   د تــنــهــايـې شــېبــې هیـــڅکله تنها پرې نه خودم وخــتـــونــو پــټ پــټ تــمــاشــې وکـړلې وژړېدې   د زړه ربــاب مـــې د ګــری

29.01.2010 – پېمانه

غزل : د غره تندی

یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم   سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې مینې که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم   زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم خیاله که د لم

25.01.2010 – پېمانه

غزل

  راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي داســې ستــوري  نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي   زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي

23.01.2010 – پېمانه

درې بېتونه

    زما که د لمبه لمبه وجود بڅرې مړې شي ایله به ددې ښار دلیونو سندرې مړې شي   ما لوستي د منصور دافسانې د کتاب پاڼې والله که مې په دار هم ارادې د یرې مړې شي   چې اوړي له شمشاده تور کارغان پ

23.01.2010 – پېمانه

غزل : جذبات

   جذبات د نیمګړي خوب تعبیر دی حادثاتو ته مې سپاري که انجام د محبت دی وړي حالاتو ته مې سپاري   د تدبیر په زنځیرونو د تقدیر دروازې بند کړي بغاوت به رانه وشي جذباتو ته مې سپاري   مینه هسې هم

23.01.2010 – پېمانه

څلوریځه : وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم

زړه وایي مه ځه خو زه ګام پسې بل ګام اخلم پـرېـږده باغـي شـمه پـه سـر دغـه الــزام اخلم   وخت د حــالاتــو زنــځیــرونــو کـې تــړلـی یمه وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم شیرین اغا جهانګیر ۱۴-۰۸-۲۰۰۹ هرات

23.01.2010 – پېمانه

څلوریځه

  ویـــر زما ټــپه شــوله ســندره شوه میـــنه می کیــسه شـــوله خبره شوه   اوښکه تړمې تړمې د ګریوان په چم پرېــوته له ستـــرګو مسافــره شوه شیرین اغا جهانګیر ۰۶-۰۸-۲۰۰۹ هرات

23.01.2010 – پېمانه

سوداګر

سوداګر پاک نن په زمزم اوپه کوثر ښکاري پېل کی سړي دغسې اکثر ښکاري   ما درته ویلي وه چه مه یې منه ماته داغږونه جادوګر ښکاري   مه ورکوه لاس چی درنه یې پرې نه کړي پټ یی په لسټوني کې خنجر ښکاري

23.01.2010 – پېمانه

مونږ

مونږ بــېرته پـاتـې شــوو د ژونـد د قـافــلـې نــه دنـیـا وویـسـتــو د خـــپــلې سـلـســلې نــه ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم ګــیــلـه مـن یـو د تــــــقـدیــر د فېصلــې نــه ******** د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـې ګـرځــو مون

23.01.2010 – پېمانه

خوشحال بابا ته

  په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دی راپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی   ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دی پامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی   بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دی کوم چا درته په سرو لمبو سېځلی پیښور دی  

22.01.2010 – پېمانه

څلوریځه:د یوې فارسي څلوريځې ژباړه

  مونږ خپله لوی هستي یو زمانه پر مونږه هست شو زمونږ د سر نشې نه شراب زور واخستو مست شو   شراب په دومره جوش کې لا زمونږ جوش ته فقیر دی ګردش ته زمانه خپل لا زمونږ د هوش اسیر دی  

22.01.2010 – پېمانه

څلوریځه

نـــظر دې د ګلـــــونو د ګلــزاره دی راغلی زما د ســـوي زړه تر یــکـه زاره دی راغلی   تعبـیر مې د خوبونو یو د بل پســې راوځې د میــنــې د انکـار خــبــر د یاره دی راغلی   شیرین اغا جهانګیر هرات ۳-۱۲-۲۰۰۹

22.01.2010 – پېمانه

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more