راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي
داســې ستــوري  نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي
 
زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې
شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي
 
مــونږ ته به سبا څــنګ د بېــګا په شانــتې نه ښکاري
وخــــت د زړونــــو مــاتــې آیــنــې ځــان سـره راولي
 
هله به معلوم شي چې رندان څوک زاهــدان څوک دي
پــرېــږده چــې ســاقـي خـو پـېـمـانـې ځـان سره راولي
 
رنګ به مې د خیال او هنر وځلیـږي شـور جـوړ کړي
عـشــق بـه مــــې څــه داسـې زمـانـې ځان سره راولي
 
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۲۴-۰۱-۲۰۱۰
 
 
 
		
			
					
					
						
							23.01.2010
						
						 - پېمانه
					
					 
 
زما که د لمبه لمبه وجود بڅرې مړې شي
ایله به ددې ښار دلیونو سندرې مړې شي
 
ما لوستي د منصور دافسانې د کتاب پاڼې
والله که مې په دار هم ارادې د یرې مړې شي
 
چې اوړي له شمشاده تور کارغان پ...
			 
			
					
					
						
							24.01.2010
						
						 - پېمانه
					
					له شاهي ماڼۍ نه تر زندانه
د جدي د شپږمې یوه په زړه پورې کیسه
د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد ځانګړي فوځونه د تاج بېک په ماڼۍ حمله وکړه، د خلق د دموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان جمهور رئیس حفیظ الله امین يې وواژه. د هغه دوه زامن او ځني نور خپلوان هم په دغه پېښه کې ووژل شول.  په هغه ورځ حفیظ الله امین د کابینې ځني غړي د غرمې ډوډۍ ته رابللي وو. نجیبه فیضي،...