زما که د لمبه لمبه وجود بڅرې مړې شي

ایله به ددې ښار دلیونو سندرې مړې شي

 

ما لوستي د منصور دافسانې د کتاب پاڼې

والله که مې په دار هم ارادې د یرې مړې شي

 

چې اوړي له شمشاده تور کارغان پر دغه ځمکه

نو خود به د سپین غره د سردرو کونترې مړې شي

شیرین اغا جهانګیر

۲۹-۰۹-۲۰۰۹

هرات