جذبات
د نیمګړي خوب تعبیر دی حادثاتو ته مې سپاري
که انجام د محبت دی وړي حالاتو ته مې سپاري
د تدبیر په زنځیرونو د تقدیر دروازې بند کړي
بغاوت به رانه وشي جذباتو ته مې سپاري
مینه هسې هم ده کفر دیدن هسې هم حرام دی
امیدونه رانه اخلي مشکلاتو ته مې سپاري
اراد ې مې د عشق جنګ کې رواجونو ته تسلیم شول
وخت تړي راته لاسونه روایاتو ته مې سپاري
په سفر د انتظار مې ډېر کلونه تېر شول بیا هم
د یقین کورته مې نه وړي امکاناتو ته مې سپاري
شیرین اغا جهانګیر
نوی ډیلی
۲۸-۴-۲۰۰۷