زه یو شاعر یم
زما د خیال په ژبه
د خاموشۍ قلفونه مه اچوه
د قلم څوکه راته مه ماتوه
زما له سوچه زیږیدلی تصویر
په لمبو مه راسېزه
زما د لفظونو دنیا
د تېرو تورو
د بدرنګو تورو
د شور او شر  لپاره جوړه نده
 
شیرین اغا جهانګیر
د صفا راډیو اداره
جلال آباد ننګرهار
۴-۰۸-۲۰۱۰
		
			
					
					
						
							31.07.2010
						
						 - پېمانه
					
					پرانیستی لیک: د امریکې ولسمشر، بارک اوباما ته!
د پښتنو پروړاندې تبعیض
 
 
له طرفه د:
ډاکتر مصداق، ډاکتر زیرکیار، ډاکتر میرکي او ډاکتر برهاني...
			 
			
					
					
						
							05.08.2010
						
						 - پېمانه
					
					 
یاد کـې مې هیــڅ نه پاتې کیږي چې دا څه چل شوی
د زړه له سترګو مې غورځیږي چې دا څه چل شوی
اوس پــه رنـګـونــو کـوم لـوبــې خــو تــا نـه ویـنمـه
اوس دې تصـویر رانه شرمیـږي چې داڅه چل شوی
 ...