پسرلی

پسرلي خو ما لیدلي

پسرلی خو داسې نه وي

دا نو څنګه پسرلی دی

چې لمبې لري په غيږ کې

پسرلی چې کله راشي

بلبلان په نغمو سر شي

خو دا چم څه عجیبه دی

دلته ډار زړونو کې خپور شي

ګونګوسي د جنګ شروع شي

هوا ورځ تر بلې تود شي

د مارانو سره یو ځای

انسانان له سوړو وځي

خپل بدرنګ ټوپک ترشاه کړي

جنتي کلي ته راشي

دوزخي کارونه پیل کړي

د هر ګل په پاڼه پاڼه

د بلبلو پر وزرو

لپې لپې لمبې توۍ کړي

فضا ټوله دوزخي شي

د شنه فصل په شنې پولې

یو غلمان ماشوم راګیر کړي

د قلم څوکه يې مات کړي

کتابچه کړي ورته څیري

غلمان سپینې اوښکې توي کړي

په سلګو شي په ژړا شي

ځان پر ځمکه ځمکه ولي

په ماشومه ژبه وايي

مورې! مورې! کتابچه مې!

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۲۷-۰۳-۲۰۱۰