د ملا فتواه
د ملا مېرمن د چرګانو په پاکولو بوخته وه. پېشو راغله او یوه چرګ يې ترې وتښتوه. د ملا مېرمن چغې کړې:
- ملا! پېشو چرګ وتښتوه.
ملا د کوټې نه په لوړ غږ وویل:
- قران شریف راوړه!
کله چې پیشو د ملا غږ واورېده، چرګ يې ګذار کړه او و تښتېده. نور پیشوګان يې څنګ ته ورغلل او ورنه يې پوښتنه وکړه چې چرګه دې ولې ګذاره کړه؟
پیشو د هغوي په ځواب کې وویل:
- آیا تاسو وانه ورېدل چې ملا وویل قران راوړه؟
نورو پیشوګانو ورته وویل:
- قران د هغوي آسماني کتاب دی. دا نو زمونږ پورې څه اړه لري؟
دې پیشو نورو ته وویل:
- تاسو همدلته تېروتنه کوۍ. ملا غوښتل چې فتوا ورکړي چې ددې نه وروسته د پیشوګانو غوښه حلاله ده.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۷-۰۳-۲۰۱۰