شعرونه
د وصال او د سجدو مانا يوه ده -- الهام
غزل نصرت الله الهام د وصال او د سجدو مانا يوه ده د امېل او د تسبو مانا يوه ده تورې ورېځې دي په غرونو راخورې دي تورې زلفې په اوږو، مانا يوه ده چې جزبه يې د سپېڅلي زړګي نه وي نو د اوښکو او اوبو مانا يوه ده د نظر په دايره کې چې اوسېږې ستا د ورځو او دشپو مانا يوه ده مسلمان نه دى الهامه پښتون نه دى د اسلام او د پښتو مانا يوه ده &nb
د نبيله غزل نوى غزل
غزل نبيله غزل که مرور شې ؛ نو پُخلا به دې کم که رانه ورک شولې پيدا به دې کم که په خندا شوې په خندا به شمه که په ژړا شوې ، په خندا به دې کم ددې نري زړګي درزا به دې کم په خپله لپه کې دُعا به دې کم ګلابه ! خداى دې راته تل لره که ژوند باقي وو نو معنا به دې کم
لويه خدايه ! لويه خدايه
لويه خدايه ! لويه خدايه ساجد خدايه زۀ درنه يرېږم خپل دښمن وژلى نه شم وايم ! دا خو ستا بنده دى وايم ما غوندې انسان دى له دښمن نه هم په وېره ځکه ژوند راباندې ګرا
په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ دکوم مين -- الهام
غزل نصرت الله الهام ديښې ، ريښې شلېدلي دي تڼۍ دکوم مين په غاړه ده د اوښکو غاړکۍ دکوم مين نن بيا پدې چنار دچا جوړه نومونه ليک دي زړه وړى دى نن بيا کومې نجلۍ دکوم مينبوډايم خو په زړه کې مې دچا خواږه يادونه تېرېږي لکه ورځې د ځوانۍ دکوم مين لنډۍ لکه دشنو بنګړيو شرنګ په نيمه شپه غزل لکه خوږه ، خوږه شپېلۍ دکوم مين په دښته کې دونې لاندې لمونځ دماسپښين په نيمه شپه وړې وړې سلګۍ دکوم مين
غزل -- شيرين زوى
غزل شهزاده شيرين زوى توپير همدومره دى چې وړي تا ، پښتو تر دارهخو ښايې يوسي اى ښاغليه ما، پښتو تر داره پرون دې وېلې، نن يې نه وايې،څرګنده ده چېپه خپله خوښه به ور وړې سبا ، پښتو تر دارهد منصورخورنه ده نو څه ده د سر سترګې وخورېچې همېش تللې ده په حق وينا، پښتو تر دارهکه پښتانه يې په رښتيا کاندي خوندي زړونو کېهيڅوک به هيڅ کله يونسي بيا ، پښتو تر دارهقسم په خداى دى که همداسې بې خواخوږي وي،نوهر يو اغيار به کشکوي همدا، پښتو
دوه غزلونه --- ويناوال يې وښايئ
ددې غزلونو شاعران څوک دي ؟ >>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>> زړګيه ! صبر شه زۀ نه ورځم کوڅې پورې رنګ ، رنګ خبرې به بيا کېږي په هغې پورې پېغلې ته وايه ، چې لږ خيال د لوپټې ساتي ريښه يې رسي چې د پلار نيکه شملې پورې سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم لاړمه راغلمه څو ، څو ځلې کعبې پورې چا درته وې ، چې ځه ګرجې او بُتکدې سېځهاوس ملا راغلو هغه اوس ستا مُسلې پورې واعظ
دا جينکۍ ورباندې ښې لګېږي --- غزل
غزل نصرت الله الهام پرته له دې به څه ژوندی وي سړی مينه دې وکړي که سړی وی سړی بې اوښکوسترګې دې ړندې شی ، ړندې بې له يادونو لېونی وی سړی سړی ، يواځې به خپل غم کې نه وي ځکه ، له خپل ځانه پردی وي سړی د چا دښمن ، دچا رقيب نه وی
چې سترګې پټې کړم دنيا ګورم ---الهام
غزل دا زۀ چې ګرځمه هر خوا ګورم جانانه تا لټوم تا ګورم چې سترګې وغوړوم هيڅ نه وينم چې سترګې پټې کړم دنيا ګورم ديار له کلي چې ستنېږمه نو په مخکې ځمه او په شاه ګورم د انتها له پولې بېرته ځمه او هغه خپله ابتدا ګورم
غزل --عندليب --- اسلام آباد
غزل خندا او خوشحالۍ مې د فرياد ګاڼه پر تند هرې يوې ساه مې ستا د ياد ګاڼه پر تندا ستا د زلفو کفر او زما مومنه مينهنه&n
غزل --- الهام ---نوى
غــــــزل نصرت الله الهام پسرلى راغى باران ورسره نشته الهام څه کوم چې ځان ورسره نشته مين نه دى چې د اوښکو په لار نه ځي ژوندى نه دى چې ارمان ورسره نشته چې انسان وي انسانيت ورسره نه وي مسلمان نه دى ايمان ورسره نشته امريکه د امريکې سره راغلې رنگ د گران افغانستان ورسره نشته ښکلي ډېر دي د دنيا په دايره کې ستا په رنګ او ستا په شان ورسره نشته دا الهام به نو د
غزل --شاه سعود
غــــــزل شاه سعود سعود ما نه مه جوړوه ما تر امتحانه هسې نه چې خيانت شمه له ځانه هم د خاورو نه جوړيږي رڼاګانې هم د ځمکې سلسله ده تر اسمانه ګمنامي به مې د مخ نماېنده کړي څوک به راشي بی نموده بی نشانه خاموشۍ سره وجود له منځه نه ځي ګل هم دغه شانتې ښه دی بی زبانه بیړه مه کوه منزل د ټولو یو دی صبر وکړه قافله ده راروانه
غزل -- نيازی
غزل رفيع الله نيازی زړۀ مې ماشوم شو رانه غواړي د څنګل خوبونه نن يې وريږي پۀ خاطر کې د يو ګل خوبونه يو ځل مې بيا پۀ خپله غېږه کې راونغاړه لږ ز ما يا ديږي ستا د زلفو د ځنګل خوبونه پۀ ټټر ځای ورکړه چې مينه مې دمه شي لږه پرېږده چې وکړي څو شېبې دې پۀ ګوګل خوبونه ګوندې دا ستا د ټيکري پيڅکه جوړه شوې وی زۀ چې يو څو ورځې مې وی ک
غزل --- اتل خوږياڼى
غزل اتل خوږياڼى د ژوندون تازه ګلاب راسره شته دى تسپې هم لرم شراب راسره شته دى ورته وايم به چې تا غوندې مين وم بس همدغه يو ثواب راسره شته دى را نيږدې شه چې خولګۍ ته در نيږدې شم ستا د هر يو سوال ځواب راسره شته دى که څپو ، څپو اخيستى يم ډاډه يم زه مين يمه حباب راسره شته دى څوک مې نه بولي (اتل) د ژوند د فلم يو تصوير د انقلاب راسره شته دى
څلوريزه
څلوريزه دژوندون تازه ګلاب راسره شته دى تسپې هم لرم شراب راسره شته دى ورته وايم به چې تا غوندې مين يم بس همدغه يو ثواب راسره شته دى
د مينه والو رالېږلي شعرونه .
راليږونکی :محمد وزیر رواند راليږونکي پته :jahani_habibi@yahoo.comنيټه : 30-12-2007
غزل -- اجمل فطرت
يادونه : دغه شعر محمد اجمل فطرت رالېږلى دى . ورته خپروو يې . غزل ما چې کله ستا د غم سندرې ويلې لېونيو چم په چم سندرې ويلې بس عجيبه غوندې مينه وه د دواړو دلته ګل دلته شبنم سندرې ويلې ستا په نوم چې ستا د چم خلکو سنگسار کړم ما په هغه وخت کې هم سندرې ويلې د زړگي د مات رباب په هر يو تار مې د درخو او د ادم سندرې ويلې هر خوږمن مې راته ويل چې شه منکر خو!! ما تر داره د صنم سندرې ويلې له فطرته و مجبوره
د مينې شاګرد
يادونه : دغه شعر ښاغلي مصطفى اکبري رالېږلى دى ، اکبري صيب د بي بي سي د ماشومانو په تعليمي پروګرامونو کې د بنجاري ماما په رول کې کار کاوه ، او اوس همدلته د دري ژبې ليکوال او پروډيوسر هم دى . تنده www.tolafghan.com/thanda د مينې شاگرد شاعر نه وم شاعر شوم ستا د عشق شعرونه وايم په ښارو په بيديا کې په دښته او په
يو شعر - انتخاب عبدالوهاب بلال
راليږونکی :عبدالوهاب \\د راليږونکي پته :a_bilal_m@yahoo.comنيټه : 26-12-2007 د خپل فکر بت خانه کي جوړوم ستا تصويرونه د ګلاب په شان ځواني ستادواړه سترګي دي ګلونه چه په مخ دي لاس را کاږمنو ويښته دي رانه وران شي چي ويښته دي سمومهنو باڼه دي رانه وران شي کله ځان ته په غصه ش
غزل - جلال امرخېل
غزل جلال احمد امرخېل پړمخې پروت په ميکده کې نه يم جانانه لا خو په نشه کې نه يم څه وايې تا به راته نه راکوي ؟ورته پنځه وخته سجده کې نه يم ؟نصيبه ووايه ګناه مې څه ده ؟چې تل په ځه کې يم راځه کې نه يم نن مې په خپل نظر شکمن غوندې يم نن دې د سترګو ائېنه کې نه يم له دې نه پس درپسې نه ژاړمه له دې نه پس دې په کيسه کې نه يم د اسرافيل يوه شپېلۍ مو ترمنځ درنه په لرې فاصله کې نه يم زه درنه
غزل
غزل هميش پريږدي ما څنګ ته خپل ديوال زما ملګریتل بد وي او که ښه شي هم زما حال زما ملګری د لرې لرې ماته اشارې چې کوي تل په ټول بدن کې ستا د زنې خال زما ملګری ستا د طوفاني نظر د ماتې به سبب شي چې شته د اسويليو نه جوړ ډال زما ملګری يار ستا حسينېه غاړه به
غزل ---الهام
غزل نصرت الهام آن تر سبا راپسې منډې وهي ياد د يو چا راپسې منډې وهي لکه مجنون ورپسې منډې وهم لکه ليلا راپسې منډې وهي د مرګ په لوري ورنه تښتمه زه د مرګ بلا راپسې منډې وهي کله ساقي راته ډک جام نيولى کله ملا راپسې منډې وهي الهامه ! غم به دې ترڅو ژاړم يوه خندا راپسې منډې وهي
سوچه کافر ---نظم
سوچه کافر يادونه : دغه وخت چې زمونږ ادبي ياران د هجرت له ديار ( پېښور ) نه هېواد ته راستانه شول او دلته يې دندې شوې ، ځينو نورو يارانو به بيا هلته د طنزپه ژبه (سوچه کافر) بلل ، د همدوى له جملې يو ښاغلى الهام هم و چې په کابل کې يې د دندې سره د پېښور ادبي بانډارونه پالل ، د هغه د تسلۍ لپاره مې دغه نظم ده ته ډالۍ کړى دى .شيرين زى تا هم پرېښودم يوازې ګرانه تا هم راته&nbs
وطن ---نبيله غزل
وطن نبيله غزل دا وطن زما وطن دى زمونږ پېغلې ، زمونږ ژڼي ډېر له دې وطن نه ځار دي دا لنډۍ درسره واخله(( انګرېز له ورشه ورته وايه د پښتنو په ملک دې نه ږدي قدمونه ))
دوه غزلونه - بابر امين زى
غزل ستا دې او زما سترګې ملګريه موږ پسې دنيا سترګې ملګريه زه به پرې مزل په شپو کې لنډ کړمه ستا کوي رڼا سترګې ملګريه ماته په غضب چې اشنا وګوري اخلي رانه ساه سترګې ملګريه ړوند ؤ تر پرونه پورې يار نن زه ورکړې يار ته ما سترګې ملګريه زه بابر به ستا په کلي نه درځم تا کړې نا اشنا سترګې ملګريه غزل دا نظ